عمان او كنټرول شوې ګرځندويي

عمان او كنټرول شوې ګرځندويي

ليكواله: سميه لخول

 

ژباړه: صالح محمد صالح

عمان، د عربستان د شبه جزيرې په پاى كې پروت دى، چې له موسمي اورښتونو څخه برخمن دى او د فارس خليج په لانجمنه سيمه كې يو ځانګړى نوم لري.
دغه هېواد ناڅاپه متوجه شوى، چې د پلورنې وړ او غوره شتمنۍ لري. د ګرځندويانو ګڼ شمېر دغه هېواد د ګرځندويي يوه نادره موخه ګڼي، چې پراخې دښتې، غرنۍ سيمې، سيندونه او تاريخي ځايونه لري.
په ګرځندويۍ پورې د اړوندې لومړنۍ خپرونې APEX بنسټ ايښودونكى صالح الزكواني وايي: ?موږ د 1980م كال په لسيزه كې هېڅ ګرځندويي نه درلوده، چا په دې اړه سوچ هم نه شواى كولاى. خو اوس د غفلت له خوبه راپاڅېدلي يو او متوجه شوو، چې په جنت كې ژوند كوو. البته دا ډېر بېل ډول جنت دى، د دغه خليج نور هېوادونه دا ډول طبعيت نه لري?.
د عمان زړه وړونكې منظرې، دنګې كلاګانې، شګلن ساحلونه، پراخې دښتې، دنګ غرونه او د جنوبي سيمو شنه چمنونه يې د ښكلا له مخې بېساري دي!.
پنځه سوه كلاګانې، څلي او برجونه، لرغونتون (موزيم) او جوماتونه د دغه هېواد پر وياړلي او ستر تاريخ چې پنځه زره كلونو ته رسېږي، شاهدي وايي.
د سپينو او له خښتو جوړو ډبرينو كورونو معماري، لرغوني بندرونه چې د كب نيونې ځايونه يې كتونكي حيرانوي او دوې جلالي كلاګانې چې دواړه د پرتګاليانو له خوا جوړې شوي، د عمان په پلازمېنه مسقط كې له ورايه د سړي پام ځان ته وراړوي.
يوه فرانسوي ګرځندوى شانتال كلاسټر وويل: ?دا يو له برمه ډك ځاى دى؛ منظرې، شنه چمنونه، د تورو او خړو غرونو سواحل، ټول د پام وړ دي، سړى په مسقط كې هرڅه موندلاى شي، تاسې كولاى شئ، په بېړيو كې سپاره شئ، دلفينونه او نهنګونه وګورئ، يو ساعت وروسته كولاى شئ په سمڅو كې مزل وكړئ، له دښتو واوړئ او د تاريخ په كتنې لاس پورې كړئ. تاسې به دوديز او لرغوني لرغونتونونه، كلاګانې او بازارونه ووينئ?.
له زغمه ډك كلتور:
تر ټولو ارزښتمنه دا، كله چې د عرب او اسلام په نړۍ كې كړكېچ څپې وهي، عمان بيا هم د سولې او امن سيمه ده.
ګرځندويان وايي، هغه څه چې عمان ته يوه ځانګړتيا وربخښي، خلك او له اسلام څخه يې تفسير دى. د عمان خلك مينه ناك او مېلمه پال دي. دلته دين شخصي جنبه لري، نه نمايشي.
سره له دې چې دوى پر خپل كلتور او مذهبي دودونو وياړي، خو پر ګرځندويانو يې نه ورتپي، چې دې ټكي ته د كتونكو ژر پام اوړي. دا په داسې حال كې چې د عمان وګړي غربي ضد احساسات لري او په منځنۍ اسيا كې هم د خلكو له دې روحيې خبر دي.
يوه المانۍ ګرځندويه كريستينا كلاوس وايي: ?دا سيمه څو كلتوريزه ده، اسلام يې هم د مينې وړ دى، نه راديكال او سخت دريځه.
عمان ګرځندويانو ته امن، ښايسته او د مينې وړ دى?.
يو بل الماني ګرځندوى اوروسلاپالوس چې په تېرو شلو كلونو كې يې څو ځلې عمان ته سفرونه كړي، وايي: ?موږ په ساحل كې پاتېږو، له لمر او سيند څخه خوند اخلو، دا ارام ځاى دى، دلته د جټ الوتكو شورماشور نه شته?.
عمان ?له تمدنونو سره له ټكر? نومې سيمې څخه ډېر ليرې د غربي نړۍ او اسلامپالو ترمنځ پروت دى. دلته ځانګړي مسلمانان اوسېږي، چې نه سنيان دي، نه شيعه.
زاكواني وايي: ?موږ د مذهب په باب ازادخياله يو، دلته القاعده نه لرو?.
د شهرت قرباني:
عمان چې تر سعودي عربستان وروسته د فارس خليج دويم عربي هېواد دى، له زياتو ستونزو سره لاس و ګرېوان و. دغه هېواد د عمان كيڼ پلويو باغيانو پرضد مبارزه وكړه او د 1970م كال په لسيزه كې د انګرېزانو په ملاتړ بريالى شو.
خو اوس مهال په داسې حال كې له لمر او سهارني باد څخه خوند اخلي، چې مرغۍ سندرې بولي، دلته په خپل چاپېريال كې پر ښكلا او سكون زړه بايلي.
يو ايټالوى ګرځندوى، لوچيان لونګي وايي: ?زه په سولې او امن پسې وم، چې دلته مې وموند. د دې ځاى طبعيت ډېر په زړه پورى دى. موږ په ساحل كې ګرځېداى راګرځېداى شو او دلته كب نيوونكي وينو، چې په ښكار بوخت دي?.
د ګرځندويۍ د وزير سلاكار سالم المعمري وايي: ?هر كال تر يوه مليونه زيات ګرځندويان د عمان كتنه كوي، چې په دوى كې اكثريت انګرېزان دي، چې په دويم ګام كې المانيان او په درېيم كې فرانسويان او بيا ايټالويان راځي?.
المعمري زياته كړه: ?ګرځندويي د عمان د ناخالص توليد په سلو كې يوه برخه جوړوي?.
دى اټكل كوي چې دغه كچه به په 2020م كال كې په سلو كې پنځه نوره هم لوړه شي. ده وويل چې عمان د خپلو تاريخي ميراثونو د ساتنې په موخه تر ډېره حده د ګرځندويۍ پراختيا ته متوجه ده. ده اعلان وكړ: ?موږ نه غواړو چې عمان خپله روحيه له لاسه وركړي. موږ په دې موضوع كې ډېر حساس يو او هڅه كوو چې ګرځندويي كنټرول كړو. موږ په داسې ګرځندويانو پسې يو، چې زموږ دود، دستور او ميراثونو ته درناوى ولري، موږ ډېر هيله من يو او بيړه هم نه كوو?.
خو عمان د ګرځندويۍ لپاره د زياتو نورو هېوادونو غوندې د خشونت او كړكېچ قرباني شوى، لكه د امريكا_ عراق د جګړې په څېر چې زياتو بهرنيو ګرځندويانو، عمان ته خپل سفرونه لغوه كړل.
المعمري وويل: ?عمان د دې سيمې يوه برخه ده او موږ هم زيان ليدلى دى، خو ستونزه په دې كې ده، كله چې غربيان د يوې سيمې په باب سوچ كوي، نو هغه يو هېواد ګڼي. خلك ګومان كوي، چې زموږ فاصله ډېره لنډه ده، خو كه په يوه هېواد كې جګړه روانه وي، دوى ګومان كوي، wچې هرځاى د جګړې اورونه بل دي.