آيا تاسې ټولنيز هوښ لرئ؟
2008-02-24 10:08:50
آيا تاسې ټولنيز هوښ لرئ؟
ليكوال: ډاكټر ډانيل ګلمن
ژباړن: صالح محمد صالح

د ښوونځي د تفرېح د زنګ وخت دى، ځينې ماشومان پر شنو وښو منډې رامنډې وهي، خو سارا ناڅاپه پر ځمكه غورځي او زنګون يې كتېږي، په دې وخت كې ژاړي. يوازې هوسۍ نومې ټولګيواله ورته درېږي، خو نور ماشومان خپلې منډې ته دوام وركوي. سارا لا ژاړي، تر دې چې هوسۍ ته ورځي او زنګون ورته موږي، سارا ورته وايي:
زما زنګون خوږ شو. اوس سخت درد كوي....
ارواپوهان دا ډول چلند د انسانانو خپلمنځي هوښ ګڼي. هوسۍ د خپلو ټولګيوالو پر احساساتو ښه پوهېږي، ډېر ژر ورسره اړيكې هم ټينګوي. دا يوازې هوسۍ وه چې د سارا درد او ستونزې ته يې پام وكړ او هڅه يې وكړه چې ډاډ وركړي. كه څه هم يوازېنى كار چې هغې ته يې وكړ، د هغې د زنګون موږل وو، هغې په خپل دې كوچني كار سره وښودله چې د نورو د درك كولو ښه وړتيا لري.
د ښوونځي په دوران كې دا ډول مهارتونه هغه استعدادونه دي، چې د وخت په اوښتو سره پخېږي او بشپړېږي، له نورو سره د صميمانه او دوستانه اړيكو په ټينګولو كې، لكه: واده، دوستي يا هم په كار كې د ګډون پر مهال، بنسټيز رول لري. هاچ او ګارډنر په دې باور دي، هغه څوك چې لاندېنۍ ځانګړنې ولري، د ټولنيز هوښ لرونكي دي:
¾ د ډلې مشري:
د ځينوكسانو د فعاليتونو منظمولو لپاره د نوښت او وړتيا لرل. دا ډول استعدادونه كولاى شو، د تياتر په مشرانو، د پوځ په افسرانو او د شركتونو يا سازمانونو په مديرانو كې ومومو. دا ډول خلك په ماشومتوب كې د سپورټي لوبې پر ډګر د يوې لوبډلې مشران وو، چې د لوبې د ډول په اړه به يې په ښه توګه تصميم نيوه او په دې برخه كې يې ښه وړتيا هم درلوده.
¾ د مسايلو د حل لپاره خبرې اترې:
د منځګړيتوب د رول لوبول، د اختلافاتو مخنيوى او ستونزو ته د حل د مناسبې لار موندل. هغه كسان چې دا استعداد لري، د شخړو پر مهال د قضاوت رول ښه لوبولاى شي. دوى سياسي او حقوقي دندې هم په ښه توګه ترسره كوي. دوى په ماشومتوب كې هغه كسان وو، چې د لوبې په ډګر كې يې هم شخړې او لانجې راكمولې او يا يې مخنيوى كاوه.
¾ شخصي اړيكې:
له نورو سره د خواخوږۍ او ډاډګيرنې حس لري. هغه څوك چې دا ځانګړنه ولري، په ډېره راحتۍ له نورو سره مخ كېږي او د نورو د احساساتو په وړاندې د مسووليت احساس كوي.
¾ د اړيكو د جوړولو هنر:
دا ډول خلك كولاى شي، يو باوري او مناسب مېړه-يا ښځه، خوږ ملګرى، د شركت او يا سازمان غوره همكار وي. دوى د سوداګرۍ په نړۍ كې د پلورنو د مدير دنده په ښه توګه ترسره كولاى شي، د ښوونكي په توګه هم دنده لرلاى شي.
د هوسۍ غوندې ماشومان د خپلو ملګرو او هغو كسانو ډېر په درد خوري، چې ورسره مخ كېږي. په راحتۍ سره لوبې ته داخلېږي او تل خوشحاله هم وي. دا ډول ماشومانو د نورو احساسات د هغوى د څېرو په ليدو درك كوي، چې په خپلو ټولګيوالو كې ډېر محبوبيت هم لري.
¾ ټولنيزه شننه او تحليل:
د نورو خلكو د عواطفو، انګېزو او لېوالتيا په باب دروني ليد او پېژندنه لرل. دا ډول خلك كولاى شي له نورو سره دوستانه اړيكې ولري، په خپل دې ځواك سره كولاى شي ښه سلاكار يا هم درملوونكى وي، كه خپله ادبي طبعه نوره هم زياته كړي، نو ښه رمان ليكونكي به وي.
دا مهارتونه د ټولنيز برياليتوب ضروري لاملونه دي، هغه كسان چې ښه ټولنيز هوښ لري، له نورو سره په ډېره اسانۍ اړيكې ټينګولاى شي، د خلكو احساسات او غبرګونونه په سم ډول اټكلوي او لورى ورته ټاكي، شخړې او لانجې حلوي. دوى داسې كسان دي، چې ټول غواړي وخت ورسره تېر كړي، ځكه چلند يې تود او روحيه بخښونكى دى، لنډه دا چې (مورنۍ مينه) لري.
خو كه دا ټولنيز مهارتونه د غښتلي درك، احساساتو او غوښتنو په مرسته متعادل او انډوليز نه شي، كېدى شي په ټولنيزو برياوو كې د بېثباتۍ لامل شي. دا د (مينه سوتا) پوهنتون د يوه ارواپوه مارك اسنايډر، نظريه ده، چې د دې ډول خلكو په باب يې څېړنه كړې ده. دا هغه كسان وو چې ټولنيز مهارتونه يې پر ټولنيزو صفاتو اړولي وو، په دې مانا چې هر كار به يې د نورو د پام اړونې لپاره كاوه. ښاغلى اسنايډر وايي:
دا ډول خلك يو كوچنى كار هم، د نورو د پام اړونې لپاره كوي. كه څه هم دوى په ټولنيز لحاظ ډېر محبوب او مينه ناك هم دي، خو ځانګړي تلپاتي روابط نه لري. په هر حال، غوره چلند دا دى چې ټولنيز مهارتونه په صادقانه ډول وكاروو.
دا ډول خلك چې غواړي د نورو دپام اړونې لپاره يو كار وكړي، د خلكو د خوښې لپاره يو څه وايي، خو كوي بل څه. له خپلې ټولنيزې، فردي او ځانګړې څېرې سره يوځاى ژوند كوي، چې دواړې څېرې ډېر تضاد هم سره لري.
دا ډول كسان د دې پرځاى چې په اسانۍ سره خپل رښتينى احساس څرګند كړي، تل داسې لارې چارې لټوي چې وګوري نور خلك څه تمه ځنې لري. دوى له خپل ټولنيز قابليت څخه كار اخلي او خپلې چارې، له ټولنيزو موقعيتونو سره په توپير كې هم تنظيموي. په هره غونډه او ډله كې په بېل رنګ رامخې ته كېږي، چې د نورو د پام وړ وګرځي. خو له بل لوري د ځان ښودنې يو بل ډول هم شته، چې ځينې كسان سره بېلوي، په ځانګړې توګه هغه كسان چې غواړي يوازې نور تر خپلې اغېزې لاندې راولي او هغه كسان چې خپل ټولنيز مهارتونه په دېر خلوص سره كاروي. مهمه خبره له ځان سره صداقت دى. دا عاطفي صداقت او رښتينولي د هر ډول تېرايستنې مخه نيسي او بيا ځينې كسان يوازې نورو ته د ځان ښوونې لپاره هڅې نه كوي.