خيال يو واقعيت دى، خيال پالونکى شه!

خيال يو واقعيت دى، خيال پالونکى شه!

ليکوال: اشو

ژباړن: صالح محمدصالح، کندهار

 

فردريش نيچه وايي:

بشر ته هغه مهال يوه ستره غميزه مخه کوي، چې خيال پالونکي کسان په کې ورک شي.

انسان ته په دې دومره بشپړتيا ورپه برخه شوې،  چې انسان د ځان په باب ډېر مهال خيال کوي. هغه څه چې پرون يو خيال و، نن يو واقعيت دى او هغه څه چې نن يو خيال ګڼل کېږي، سبا به په يوه واقعيت بل شي!.

ټول شاعران، موسيقيپوهان او عارفان خيالپالونکي دي. په حقيقت کې خلاقيت د يو ډول تخيل زېږنده دى.  خو دا تخيل او رويا هغه نه ده، چې زيګموند فرويد يې په اړه تحليل کوي، پر دې بنسټ بايد د مجسمه توږونکي، شاعر، معمار، عارف او يوه نڅاګر (نڅاګرې)  دغه راز د يوه ناروغ د رويا او خيال ترمنځ توپير ومنو.

ډېر د خواشينۍ ځاى دى، چې زيګموند فرويد د خيال کوونکو په باب چې د انساني بشپړتيا لپاره يو پړاو دى، لاس تر زنه کښېنستلى دى.

هغه د ارواپوهنې د غوښتنې له مخې ناروغو کسانو ته نژدې شو،په ټولنه کې يې د ځينو کسانو د ژوند له تحليل څخه ګټه اخيستې وه او د خيالپالنې تورى يې دود کړ؛ يو لېونى هم تخيل کوي، خو په ذهن کې داسې خيالونه روزي، چې د هغه لپاره ورانوونکي دي. خلاق او نوښتګر کس خپل خيالونه سره اوبي خو خپلو روياوو ته غنا وربخښي.

د مايکل انژ په سوچ کې شوم، دى له هغه بازار څخه تېرېده، چې د مرمرو ډبرې ډېرې په کې پيدا کېدې، پر يوې ښايسته ډبرې يې سترګه ولګېده، د بيې پوښتنه يې وکړه، د پلورنځي مشر ورته وويل:

”کولاى شې دا ډبره وړيا يوسې. ځکه ډېر وخت کېږي دلته پرته ده او ډېر ځاى يې هم نيولى دى.... دوولس کاله کېږي، چې چا يې پوښتنه نه ده کړې، زما هم ورته زړه په تنګ دى، لکه چې د هېچا په درد هم نه خوري“.

مايکل انژ دا ډبره واخيسته او يو کال يې ورباندې کار وکړ، داسې ښکلې مجسمه يې ترې جوړه کړه چې تر اوسه په نړۍ کې جوړه نه لري. څو کاله وړاندې يوه لېوني هڅه وکړه چې له منځه يې يوسي.

دا مجسمه په واتيکان کې ولاړه ده، چې له صليب څخه تر خلاصېدو وروسته د حضرت عيسى مسيح مجسمه ده، چې د خپلې مور پر زنګنو پروت دى. ما يې يوازې يو انځور ليدلى دى، خو دا مجسمه دومره طبيعي او ژوندۍ ده، چې ته وا عيسى رښتيا هم دلته پروت دى او کېدى شي اوس له خوبه پاڅي.

دا مجسمه په دومره هنر سره تراشل شوې، چې دواړه دې احساسولاى شواى: د مسېح قدرت او ماتې. دغه راز د مريم په سترګو کې ولاړې اوښکې...

څو کاله وړاندې يوه لېوني هڅه وکړه چې په چکوش سره د مايکل انژ دا شاهکار اثر وران کړي، کله چې د دې کار لامل ترې وپوښتل شو، هغه وويل:

”زه هم غواړم مشهور شم، مايکل انژ يو کال خواري وکړه، چې مشهوره شو، خو زه يوازې په پنځو دقيقو کې غواړم دا مجسمه ورانه او زما نوم (لومړى تيتر) د نړۍ په ټولو مشهورو ورځپاڼو کې خپور شي“.

دواړو د مرمرو پر دغې ډبرې کار کړى و، يو يې پنځوونکى او بل يې چې يو زنځيري لېونى و، ورانوونکى؛ کله چې مايکل انژ دا مجسمه وپنځوله نو يو کال وروسته يې د ډبرو هغه پلورونکى راوغوښت او ورته ويې ويل چې غواړي په خپل کور کې يو څه وروښيي. د ډبرو پلورونکى نه پوهېده چې څه به وروښيي. کله چې يې مجسمه وليده نو ويې پوښتل:

”دا ښکلي مرمر دې له کومه راوړي دي؟“.

مايکل انژ ويلي وو:

”در په ياد يې کړه، دا هماغه بدرنګه ډبره ده چې دوولس کاله ستا د دکان مخې ته پرته وه او يوه لوېشت خاورې ورباندې پرتې وې“.

ما (ليکوال) دا پېښه ښه ذهن ته سپارلې ده، چې د ډبرو پلورونکي وپوښتل:

”څه د دې لامل شول چې ته دا بدرنګه ډبره په دغې ښکلې مجسمې واړوې؟“.

مايکل ويلي وو:

”ما په دې باب سوچ ونه کړ، خو په ذهن کې مې د دغې مجسمې د جوړېدو خيال درلود، کله چې به د دغې ډبر تر څنګ تېرېدم، نو يوه ورځ مې په کې مسېح وليد، چې ما ته يې نارې کړې:

زه په دې ډبره کې بندي يم، ازاد مې کړه، مرسته راسره وکړه چې له دغې ډبرې څخه دباندې راووځم. نو ما په دې ډبره کې همدا مجسمه وليده،  پر دې بنسټ ما ډېر بې ارزښته کار ترسره کړى، ما د دغې ډبرې اضافي ټوټې ليرې کړې، ايسته مې وغورځولې چې مسېح او د هغه مور ورڅخه ازاده شي“.

دا به څومره غټ خدمت واى که چا د زيګموند فرويد د وړتيا غوندې د رواني ناروغانو د درملنې پرځاى د هغو کسانو پر خيالپالنې او روياوو کار کولاى چې د ارواپوهنې له مخې واقعاً روغ وو، نه يوازې روغ- رمټ وو، بلکې خلاق او نوښتګر سوچونه يې هم لرل.

د دغو کسانو د تخيل او روياوو څېړنې ښيي چې ټول خيالونه عبث نه دي، بلکې ځينې يې د عادي انسانانو له خلاق شعور څخه سرچينه اخلي او رويا او تخيل تل د ناروغۍ نښې نه دي، بلکې زيات مهال رښتينې بڼه هم لري. د انسان بشپړتيا تل د همدغو خيالپالونکو په شتوالي پورې تړلې پاته شوې ده.

د هستۍ کُل يو ارګانيک واحد دى، تاسې يوازې خپلو همډولو ته لاس نه ورکوئ، بلکې ونو ته هم لاس ورکوئ. تاسې نه يوازې په ګډه ساه کاږئ، بلکې ټول کاينات له تاسو سره ساه اخلي.

نړۍ په يوه ژور توازن کې اوسېږي، انسانانو د دغه توازن ژبه هېره کړې، خو دلته ولاړ يم چې دا هرڅه ورپه ياد کړم. موږ د توازن د پنځولو په حال کې نه يو، توازن زموږ واقعيت دى. دا هغه څه دى چې هېر کړى مو دى. دا يو څرګند ځواک دى، چې انسان غواړي هېر يې کړي، ښايي ته به هم په توازن کې زېږېدلى يې؛ ته څنګه کولاى شې په دې باب سوچ وکړې؟

په يوه لرغوني حکايت کې راغلي؛ يو کب چې تر نورو يې ښه سوچ درلود له يوه بل کب څخه وپوښتل:

د سمندر په باب مې ډېر څه اورېدلي دي، اخر دا سمندر چېرې دى؟

دغه کب ټول عمر په سمندر کې و او خپل ټول عمر يې هورې تېر کړى و، هېڅ داسې نابلده پېښه يې نه وه ليدلې چې دى حيران کړي. هغه کب سمندر له ځانه بېل نه ليده، زاړه کب ځوان فيلسوف(کب) يوه کونج ته کړ او ورته ويې ويل:

سمندر هماغه دى چې ژوند په کې کوو.

خو ځوان فيلسوف وويل:

ټوکې کوې؟ دا خو اوبه دي، خو ته ورته سمندر وايې، زه بايد زياته څېړنه وکړم، بايد هوښيار خلک ومومم.

يو کب هغه وخت سمندر په ښه توګه پېژني، چې کب نيوونکى يې ونيسي، له اوبو څخه يې وباسي او پر شګو يې واچوي. دا وخت کب د لومړي ځل لپاره دامومي چې په سمندر کې يې ژوند کاوه. سمندر يې ژوند دى او له هغه پرته ژوند نه شي کولاى.

خو د انسانانو په باب دا ستونزمنه ده چې له هستۍ څخه يې دباندې وباسو. هستي بې پايه ده، هېڅ کوم ساحل نه لري چې له هستۍ څخه ليرې هورې استوګنه وکړي او له هغه ځايه هستۍ ته وګوري، ته چې هر ځاى اوسېږې، د هغه ځاى يوه برخه به يې.

موږ ټول په ګډه ساه اخلو، موږ ټول د يوې موسيقۍ برخې يو، د دغې موضوع درک- يوه ستره تجربه ده، خيالپالنه يې مه ګڼه. که څه هم دا تورى د زيګموند فرويد له انده ناسمه مانا لري، خو په بله خوا کې تر ټولو ښه او شاعرانه تورى دى.

غلى اوسېدل، يوازې خوښ اوسېدل، يوازې اوسېدل؛ په دغې چوپتيا کې به هم احساس کړې چې له نورو سره پيوند لرې، يوازې د سوچ کولو پر وخت له نورو څخه بېل او يوازې يې، نو ځکه دې ذهن ته داسې سوچونه درځي، چې د نورو خلکو تر فکرونو توپير لري. خو که دواړه غلي واوسئ، نو پر دې وخت به ستاسو او د نورو ترمنځ ولاړ دېوالونه ونړېږي. دوې چوپتياوې دوې نه شي پاتېداى، دواړه به يوه شي.

د ژوند ټول ستر ارزښتونه: مينه، چوپتيا، نېکمرغي، جذبه او خاکساري تا له يوه نړيوال وحدانيت څخه خبروي، له تا پرته بل هېڅوک هم نه شته؛ موږ ټول د يوه واقعيت بېلابېلې څېرې، د يوه سندرغاړي رنګ- رنګ سندرې او د يوه نڅاګر بېلابېل نڅاوې يو. موږ د انځورګرۍ بېلابېلې ټوټې يو، چې انځورګر يې يو دى.

دېته د (رويا) نوم مه ورکوه. ځکه د پر رويا باندې پوهېدل تا نه پوهوي چې رويا يو واقعيت دى. واقعيت کېدى شي تر هرې رويا ښکلى وي. واقعيت ډېر وېروونکى، خوښي بخښونکى او له جذبې څخه ډک دى، چې ته وکړاى شې په باب يې تصور وکړې. خو موږ بيا هم په ناپوهۍ کې اوسو...

لومړنۍ ناپوهي مو دا ده چې ګومان کوو له يو بله بېل يو، خو زه بيا هم ټينګار کوم، چې هېڅ انسان کومه ټاپو(جزيره) نه ده؛ موږ ټول د يوې لويې وچې يوه برخه يو، په موږ کې هم ځينې نوښتونه شته، خو دومره نه، چې يو له بله مو سره جلا کړي. نوښت ژوند ته نوره غنا هم وربخښي؛ ځينې کسان د هماليا په غرونو، ځينې په ستورو او ځينې په سرو ګلونو کې اوسي. موږ ځينې انسانان د يوه الوتونکي په الوتا کې اوسو، ځينې د ونو په سمسورتيا او زرغونوالي کې. موږ هر ځاى خپاره يو، د واقعيت په توګه تجربه کول، د ژوند په باب د هر چا تصور او عمل بدلوي.

ته به له مينې ډک شې. ټول ژوند به دې له ژوند سره، مينه شي. زما په اند ته به د لومړي ځل لپاره متدين شې. نه يو مسيحي، نه هندو، نه يهودي، داسې يو متدين انسان چې خالص او رښتينى وي، (دين) ښکلى تورى دى، مانا يې د سره پاشل شويو خلکو راټول، د دوى راويښول دي، داسې چې وپوهېږي له يو بله بېل نه دي. پر دغه وخت ته نه شې کولاى يوې ونې ته هم زيان ورسوې، دا وخت دې مينه او خواخوږي په ټوله مانا راڅرګنده شوې، اکتسابي بڼه نه لري.

که مينه انضباط وي، دا مينه رښتينې نه، بلکې ساختګي ده؛ که  تاوتريخوالى اکتسابي وي، دروغجن دى؛ که له يووالي سره مينه څوک له بلې خوا د سړي په زړه کې وکري، رښتينې نه ده؛ خو که چېرې د چا په زړه کې دا مينه په خپلسري ډول راوټوکېږي، نو دا ژور او بېسارى واقعيت دى. پخوا د دين تر پوښښ او سرليک لاندې ډېر ستر جنايتونه شوي، زيات کسان به د ظاهري- مذهبي کسانو په لاس وژل کېدل، چې دا ډول ډېر مذهبونه ساختګي وو.

يوه ورځ چا له ولز څخه، چې هغه مهال يې خپل بېسارى اثر (د نړۍ تاريخ) ليکلى  او خپور کړى و، وپوښتل:

د تمدن په باب څه فکر کوې؟

هغه وويل:

ښه خيال دى، خو يو څوک بايد لستوڼي رابډوهي او رامنځته يې کړي.

خو تر نن ورځې پورې نه موږ متمدن شوو، نه باکلتوره او متدين. موږ د تمدن، کلتور او دين په نامه هر ډول وحشيانه کړنې کوو، چې له حيواناتو سره ښايي.

انسان له واقعيت څخه ډېر ليرې شوى دى. هغه بايد د دې واقعيت په وړاندې سترګې پرانيزي، چې موږ ټول يو يو او دا کومه انګېرنه نه ده؛ له استثناء پرته، دا خبره د ټولو څېړونکو او کاشفانو د تجربو نچوړ دى، چې ټوله هستي يوه ده. له دې کبله هېڅکله داسې فکر ونه کړې چې يوه ښايسته تجربه، رويا ده. که دغه دغه تجربه يوه رويا او خيال وګڼو  دا د هغې پر واقعيت چليپا کاږي. روياوې او خيالونه بايد په واقعيت واړول شي. نه واقعيت په رويا.