خپل عاطفي پيغام نورو ته څنګه ولېږو؟

خپل عاطفي پيغام نورو ته څنګه ولېږو؟

ليکوال: ډاکټر ډانيل ګلمن

ژباړن: صالح محمد صالح

 تاسې مينې ته په خپل زړه کې ځاى ورکړئ، نړۍ ښکلې ده

د ويټنام د جګړې لومړني وختونه وو، يوه ډله امريکايي پوځيانو د جګړې په هغه تاوده ډګر کې د وريجو په يوه پټي (کرونده) کې کمين نيولى و، تر دې پټي هاخوا د خاورو غونډۍ ولاړه وه، چې ناڅاپه د راهبانو يوه شپږکسيزه ډله ورو- ورو پر هغه لوړه راښکاره شوه. راهبان سيده د جګړې د تاوده ډګر پر خوا روان وو.

ډيويډ بوش نومي امريکايي پوځي ناڅاپه ورپه زړه کړل:

”هغوى په يوه ليکه کې سيده او يو په بل پسې روان وو، رښتيا هم چې ډېر حيرانوونکي وو، ځکه هېچا هم ورباندې ډزې نه کولې، ما چې راهبان وليدل نور مې له جګړې څخه زړه تور شو، نه مې غوښتل وجنګېږم، نه يوازې هغه ورځ، بلکې د تل لپاره. فکر کوم نور پوځيان به هم دغسې وو، ځکه ټولو له جګړې لاس واخيست“.

د سرتېرو د کرارولو لپاره د راهبانو ځواک او مېړانه د ټولنيز ژوند يو بل بنسټيز اصل څرګندوي، دا يوه نادوده پېښه وه، چې اکثره وخت تر پېښېدو وروسته شهرت مومي او د خلکو عواطف تر اغېزې لاندې راولي. موږ خپل اروايي حالتونه له يو بل سره بدلوو رابدلوو- چې دا ادلون- بدلون کله- کله منفي او کله- کله هم مثب اړخ لري. د ټولو انسانانو عاطفي احساسات په پټه توګه نورو ته لېږدول کېږي.

موږ چې کله له نورو سره مخ کېږو، نو خپل عاطفي پيغامونه ورلېږو چې دا پيغامونه دوى تر اغېزې لاندې راولي. څومره چې مو په دې برخه کې ټولنيز مهارت زيات وي، په هماغه کچه کولاى شو خپل لېږدېدونکي پيغامونه کنټرول کړو.

د ټولنې عاطفي روغتيا دا مانا لري چې ډاډه شو په زړه کې مو هېڅ ډول خواشيني نه شته، چې زموږ ټولنيز اړيکي اغېزمن کړي. د دغو احساساتو او عواطفو ادلون- بدلون د يوه شخص په عاطفي هوښ پورې اړه لري. هغه کسان (جذاب) او (محبوب) دي، چې موږ تل غواړو ورسره واوسو او دا مو د زړه ټينګه غوښتنه هم ده،  دا ځکه چې د هغوى عاطفي مهارتونه موږ هوسا کوي او خوښي رابخښي. هغه کسان دنورو مرسته کولاى شي چې خپلو احساساتو ته هوسايي ورپه برخه کړي، يا هم له ارزښتناکو ټولنيزو مهارتونو څخه برخمن وي.

د اروايي حالت د بدلون پر وخت هر څوک، د يو بل په وړاندې د اوزارونو او سامانونو يو  صندوق يو، چې د يو بل په مرسته کولاى شو خپل عاطفي وضعيت او احساسات ښه يا هم بد کړو.

اوس د يوه کس د احساساتو، په زړه پورې لېږدونې ته ځير کېږو، چې ازموينه ورباندې ترسره شوې ده، (يو کس ډېر خوشحاله او بل دا يې ډېر توند خويه دى) دوى په بېلابېلو خونو کې کښېنول شوي چې د خپلو اروايي حالتونو په باب يې سپينې پاڼې ډکې کړي. وروسته په يوه بله کوټه کې يو بل ته مخامخ کښېنول شول او ورته وويل شول، چې غلي کښېني تر دې چې د ازموينې اخيستونکى راشي او دوى ته نورې پوښتنې ورکړي. دوې دقيقې وروسته ازموينه اخيستونکى راغى او له هغوى څخه يې هيله وکړه چې د خپلو اخلاقو او خوى په باب په دغو پاڼو کې ځوابونه وليکي، دغه ازموينه پر ډېرو نورو کسانو هم ترسره شوه.

په ټولو حالتونو کې د تودو احساساتو د لرونکي شخص اروايي حالت د هغه مقابل لوري (توند خويه انسان ته) لېږدول شوى و.

دا جادويي لېږدونه څنګه ترسره کېږي؟

ځواب دا دى چې موږ ټول په خپلسري ډول د نورو انسانانو د عواطفو او احساساتو پېښې (تقليد) کوو، د دې ناڅرګند تقليد لپاره د هغوى د څېرې او د بدن د غړو خوځښتونو، اشارو د ږغ ډول او نورو ځانګړنو ته ځير يو.

خلک د دې تقليد له مخې هڅه کوي په ځان کې هم هغه اروايي حالت رامنځته کړي. لکه د (ستانيسلاوسکي) تګلاره چې له مخې يې هنرمندانو هڅه کوله، د هغه ټول بهرني تظاهرات چې په تېر وخت کې تجربه شوي وو، په ځان کې  هم راژوندي کړي.

له نورو تقليد په ظريف ډول ترسره کېږي، د ”وپسالار“ پوهنتون يو سويډنى څېړونکى اولف ډيمبرګ، وموندل چې کله خلک کله کومه خندنۍ يا خواشينې څېره وويني، د دوى د بدن عضلات هم د مقابل لوري پېښې کوي او په ده کې داسې بدلونونه رامنځته کېږي چې ده په څرګنده نه وي احساس کړي، خو دا بدلونونه د انساني حس د ښوولو په برېښنايي آلو د کتلو وړ دي. (البته پرمختللې ټکنالوژۍ په دې برخه کې ډېرې اسانتياوې رامنځته کړې دي).

کله چې دوه کسان سره مخ کېږي، هغه کس چې د خپلو عواطفو او احساساتو په څرګندولو کې په ځواکمن ډول عمل کوي، خپل اروايي حالت ډېر ژر خپل مقابل لوري ته لېږدوي. دا ځکه چې ځينې کسان په عاطفي لېږدونه کې ډېر استعداد لري او تر نورو مخکې دي، له دې کبله د دوى ذاتي حساسيت ورسره مرسته کوي چې عصبي سيسټم يې په ډېره اسانۍ سره خپله موخه ومومي.

ځينې کسان ډېر ژر اغېزمنېږي، د يوه خوابدي کس احساسات پر دوى دومره اغېز کوي، چې ان ژړوي يې هم، خو هغه کسان چې ډېر خوشحاله دي، کولاى شي دغو اغېز اخيستونکو کسانو ته هوسايي او خوښي ورپه برخه کړي.

د ”هايو“ ايالتي پوهنتون د ټولنيزې فيزيولوژۍ څانګې ارواپوه متخصص جان کاسيوپو، چې د عاطفي ادلون- بدلون په برخه کې يې ډېرې څېړنې کړي وايي:

”موږ يوازې د هغو کسانو له خوا چې خپل يو احساس بيانوي اغېزمنېږو او د هغوى اروايي حالت په موږ کې راڅرګندېږي، که يې تقليد وکړو يا نه، دا حالت هروخت په موږ کې غزونې کوي، همدا پټ او څرګند اغېزمنېدل دي، چې د ژوند په بهير کې موږ ته ښه او بد احساس رابخښي“.

له يو بل سره د مخامخېدو پر وخت د خلکو د عاطفي تفاهم کچه په دې پورې تړلې ده چې د خبرو پر وخت د خپل بدن غړي څنګه خوځوي او دا خوځونې څومره سره هماهنګې دي. يو سړى سر ښوروي، بل په لاس اشاره کوي، يا هم دواړه له خپلو څوکيو اوچتېږي؛ يو کس بيا دا عادت لري چې مخامخ ځان ډېر کاږي يانې حرکات يې داسې دي، چې ډېر مخ او شاته کېږي؛ بل بيا د څټ پر لوري ډېر حرکت کوي. د احساس دغه هماهنګي تر نورو زيات په ميندو او ماشومانو، دغه راز خوږو دوستانو کې په څرګنده کتلاى شو. څومره چې خلک له يو بل سره په فزيکي لحاظ (د لاس او څېرې په حرکاتو) سره بلدتيا ومومي، په هماغه کچه يې عادتونه سره ورته کېږي او له يو بله رنګ اخلي. (وايي انسان له انسانه رنګ اخلي، هندواڼه، له هندواڼې).

په ښوونکو او زده کوونکو کې هم هممهالتوب او (عاطفي) هماهنګي د دوى صميميت او خوږوالى ښيي. هغه څېړنې چې په ټولګيو کې ترسره شوي ښيي، څومره چې د ښوونکو او زده کوونکو ترمنځ د حرکاتو هماهنګي نژدې وي، دوى په هماغه کچه له يو بل سره په اړيکو کې د صميمت، خوښۍ او مينې احساس کوي.

د ”ارګان“ ايالتي پوهنتون يو ارواپوه فرانګ برنيري، چې دغه څېړنې يې ترسره کړي، وايي:

”د دوو يا څو کسانو ترمنځ د هوسايۍ يا نه هوسايۍ احساس هغه موضوع ده، چې د دواړو غاړو په بدني حرکاتو پورې اړه لري، د دې لپاره د راحتۍ او هوسايۍ احساس وکړئ، وخت ته اړتيا لرئ، چې د خپلو بدنونو حرکات سره هماهنګ کړئ. هممهالتوب بيا د ښځې او خاوند ترمنځ د خوى او عادت د ورته والي لامل کېږي، که مثبت وي يا منفي“.

لنډه دا چې، د خويونو او اروايي حالت هماهنګي د خلکو اړيکي سره نژدې کوي. دا هغه لامل دى چې د مور و ماشوم ترمنځ اساسي رول لوبوي. دا زموږ په عاطفي هماهنګۍ او مهارت پورې هم اړه لري. که د نورو کسانو له عادت سره د روږدېدو وړتيا ولرو، په دې توګه نور کسان ډېر ژر تر خپلې عاطفي واکمنۍ لاندې راوستلاى شو، چې په عاطفي برخه کې دا اغېز ډېر ژور وي.

تر ټولو ځواکمن مشر هغه څوک دى، چې وکړاى شي په زرګونو کسان غورځنګ ته راوبولي، هغه کسان چې د خپل احساس په لېږدونه يا ترلاسه کولو کې کمزوري وي، نو په خپلو روابطو کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي، له دې کبله خلک نه غواړي ورسره اړيکي ولري، نو ليرې ورڅخه تښتي. چې دوى يې هم په علت نه پوهېږي خو په ځان کې د يو ډول کمي احساس کوي.

پر نورو باندې په عاطفي لحاظ واکمني په يوه مانا د هغوى پر عاطفي حالت مشرتوب دى. په حقيقت کې دا ځواکمن کس کولاى شي د نورو عاطفي حالت او احساس وټاکي. که دوه کسان  سره ملګري وي او يو يې وکړاى شي په خپلو ځواکمنو احساساتو سره د نورو عواطف تر اغېزې لاندې راولي، دا غالب شخص ډېرې خبرې کوي، حال دا چې مطېع او مغلوب شوى شخص يې ډېر څېرې ته ګوري چې پيغامونه يې ومومي. دغه راز ښه وياند هغه څوک دى چې د حاضرو کسانو احساسات په پام کې ولري او کنټرول يې کړي، د يوې مشهورې وينا له مخې:

د ټولنې نبض په لاس کې ونيسه، د نورو د عاطفې کنټرول، د هغوى د نفوذ کيلي په لاس کې نيول دي.