زياتېدونكى تاوتريخوالى
2008-02-24 09:43:55
زياتېدونكى تاوتريخوالى
سرچينه: واشنګټن ټايمز
ژباړه: صالح محمد صالح
د امريكا خلك له روغتيا وزارت څخه هيله وكړه، چې د خواشينۍ د كمولو لپاره دې د دارودرملو كارول كنټرول كړي

امريكايي ميندو او پلرونو پر روغتيا وزارت زور راوړى، چې ګواكې ځوانان او تنكي زلميان د خوب له ګوليو او د خواشينۍ د كمولو اړوندو دارو درملو څخه ډېر كار اخلي له دې كبله دې دغه وزارت د دې بهير مخه ونيسي، د دوى په باور له دغو دارو درملو كار اخيستل په ځوانانو كې ځانوژنه، تاوتريخوالى او خواشيني زياتوي، چې په دې برخه كې ځينې بېلګې هم موندل شوې دي.
سارا سترانګ د خپلې لور، سيسيلي په اړه خبرې كوي، چې د پخلنځي په چاړه يې خپله خېټه ټپي كړې ده، سيسيلي په دې وروستيو كې د استانفورد له پوهنتون څخه فارغه شوې وه او دوې اوونۍ به كېدې چې د خواشينۍ ضد داروګان يې كارول. نورې ميندې او پلرونه هم دا ډول پېښې مني:
نن موږ د دغسې خواشينوونكو داستانونو د كمولو لپاره، چې هره ورځ تكرارېږي، خپلو اولادونو ته يو اخلاقي تعهد غواړو. مارك ميلر له كانزاس ښار څخه وايي چې:
زوى يې د خواشينۍ ضد (Zoft) ګولۍ وكارولې، چې وروسته يې د كوټې په يوه كونج كې ځان په دار وځړاوه. خو د دغو ادعاوو تر څنګ ځينې ميندې او پلرونه په دې باور دي، چې د خواشينۍ د كمولو ځينې دارو درمل لكه SSRI (Selestive Serotonin Reuptake Inhibitor) توانېدلي چې د ځينو كسانو خواشيني كمه او ان د اولادونو ژوند يې وربدل كړي.
ډاكټر سوزان ووګل سلينا، د رواني ناروغيو په وړاندې د مبارزې د ائتلاف يو غړى، چې دواړه اولادونه يې له دغو داروګانو څخه كار اخلي وايي:
زما اولادونه په حيرانوونكي ډول ښه شوي دي، توانېدلي چې د خپلو ناروغيو په وړاندې مقابله وكړي، كله چې دا دارو زما په واك كې نه وي، بدن مې رېږدي... د خوړو او روغتيا وزارت (FDA) د دې موضوع په څېړنه بوخت دى، چې د دغو داروګانو په كاروونكو كې ايا رښتيا هم د ځانوژنې خطر زياتېږي؟ كه داسې وي، نو څه كول په كار دي؟
په دې برخه كې د يوه غوڅ دريځ غوره كول ستونزمن كار دى، ځكه خواشيني كولاى شي په خپله د ځانوژنې لامل شي. ډاكټر توماس لوقرن، د (FDA) يوه څارونكي ډاكټر وويل:
د خواشينۍ ضد دارو ګانو په اړه مې په خپلو ۲۵مطالعو كې چې پر څلورزره ځوانانو مې ترسره كړې، دا ځان ته معلومه كړه، چې يوې ځانوژنې هم د دغو دارو له كارولو سره تړاو نه درلود، خو ۱۰۹ناروغانو وويل چې له وړاندې يې د ځانوژنې احساسات او فكر درلود او په دې برخه كې يې هڅه كړې ده خو بريالي شوي نه دي. نوموړى ډاكټر وايي، ستونزه دا ده چې دا څېړنې ډېرې نوې دي او دا چې كوم كار د ځانوژنې لامل ګرځي، نورو پراخو مطالعو او څېړنوته اړتيا لري، په بېړني ډول پرېكړه كول، زموږ په ګټه نه دي.
ډاكټرلوقرن وايي:
موږ پوهېږو چې يو شى پېښېدونكى دى، (FDA) د كولمبيا پوهنتون په دې موظف كړ، چې د دغو داروګانو په كاروونكو كې د ځانوژنې كچه معلومه كړي، د كولمبيا پوهنتون څېړنې د دغو مطالعو يوه برخه ده، ټاكل شوې ده د دغو څېړنو بل پړاو د راتلونكي ميلادي كال په دوبي كې ترسره شي. (FDA) په دې وروستيو كې ډاكټرانو ته ويلي دي چې د خواشينۍ ضد دارو درملو د توصيې په برخه كې دې له ډېر احتياط څخه كار اخلي.
ډېرى خواشينو ميندو او پلرونو له (FDA) څخه هيله كړې چې د دغو دارو درملو د كارونې له كبله دې د راوالاړو شويو ستونزو مخه ونيسي، دوى وايي، زيات ځوانان چې دغه داروګان وكاروي په پيل كې بېتابه وي، وروسته په حيرانوونكي ډول راپارېږي، لكه څنګه چې جاستين چسلك ځان د پوهنتون په يوه ټولګي كې په دار وځړاوه. تر پښو لاندې يې يو لپټاپ كمپيوټر او د ډبرو د سكرو يوه كڅوړه پرته وه. د هغې پلار ګري چسلك وويل:
لكه چا چې ناڅاپه ځانوژنې ته هڅولې وي، جاستين، له خواشينۍ ضد دارو ګانو Effexor څخه كار اخيست. ځينې كورنۍ بيا وايي چې د دوى ماشومان دې يوازې هغه وخت دا دارو وكاروي چې ښوونځي ته ځي.
جاى بسگارد وايي:
دا داروګان دوزخي دي! تاسې وګورئ پر ما يې څه وكړل... دى وايي زوى يې كوري، څلور كاله وړاندې له Effexor څخه كار واخيست، په زندان كې پرسد شو، خو ويې ويل چې هېڅ يې هم په ياد نه دي، يانې خپله حافظه يې له لاسه وركړې وه.
كوري، په ښوونځي كې په دې تور ونيول شو، چې ګواكې د وسلو په قاچاق كې يې لاس درلود. په دې برخه كې ځينې نور شكايت لرونكي پلرونه او ميندې هم شته، چې وايي دغو داروګانو يې د اولادونو ژوند ژغورلى او دوى ته ګټور تمام شوي دي.
له ايرزونا څخه شري والټن وايي:
ايا تاسو كله هم د دغو داروګانو ښېګڼې ځان ته معلومې كړې دي؟ دى وايي چې څوارلس كلنه لور يې د (OCD) Obsessive Compulsive Disorder ناروغۍ د مخنيوي لپاره له SSRI داروګانو څخه كار واخيست، هغه ډېره خواشيني وه، چې ګټه يې ورته وكړله.
خو FDA غواړي چې په دې برخه كې خپلو څېړنو ته دوام وركړي، چې وكړاى شي وروستۍ پرېكړه خلكو ته وړاندې كړي.
ډاكټر لوقرن وايي:
په هره برخه كې تېروتنه وروسته ډېر زيانونه رامنځته كوي. دى خواشينى دى، نوموړى وايي د دغو داروګانو د خطرونو په اړه خبرتياوې كېدى شي ناروغان نهيلي كړي، د FDA د رپوټونو له مخې په امريكا كې په سلو كې ۱۰ځوانان خواشيني دي، خو ۸۸۳ تنكيو زلميانو، له ۱۰ څخه تر ۱۹كلنو ځوانانو يوازې په ۲۰۰۱م كال كې ځانوژنه كړې ده، چې ۸/۱ مليونه ځوانانو تراوسه ځانوژنې ته هڅه كړې ده، چې يو پر څلورمه يې طبي څارنې ته اړتيا لري. د FDA په وينا په ۲۰۰۲م كال د خواشينۍ ضد دارو درملو د كارونې لپاره تر ۱۸كلنۍ كشرانو ته ۱۱مليونه نسخې ليكل شوې دي. چې دا داروګان SSRI وو خو اوس ډاكټرانو خلكو ته د نويو داروګانو د كارونې لارښوونه كړې ده.