مينه په خپل زړه كې ولټوه!

مينه په خپل زړه كې ولټوه!

 

ليكوال: اشو راجنېش

ژباړن: صالح محمدصالح

 

پوښتنه: هيله ده چې له ځان سره ديوې سالمې مينې او نفساني غرور ترمنځ توپير راته په ګوته كړئ؟

ځواب: كه څه دا دواړه سره ورته دي، خو ډېر توپير سره لري. له ځان سره سالمه مينه لرل، يو مذهبي ارزښت دى، هغه څوك چې له ځان سره مينه ونه لري، نه شي كولاى له نورو سره مينه ولري. د مينې لومړۍ څپه بايد د يو چا په خپل زړه كې رااوچته شي، كنه د نورو لپاره به هم دا څپه ونه پارېږي، ځكه نور خلك درڅخه ليرې دي. لكه يوه كوچني سيند ته چې يو كاڼى غورځوې. د دې ډبر د غورځېدو په ځاى كې كوچنۍ څپې جوړېږي، چې شا و خوا خپرېږي. د مينې لومړنۍ څپې بايد پر تا شا و خوا جوړې شي.

انسان بايد له ځان سره مينه ولري، له خپلې ارنان سره مينه لري، دا طبيعي هم ده، كنه پايېدلاى نه شي، دا ډېر ښكلى شى هم دى، چې تا ته ښكلا دركوي. هغه څوك چې له ځان سره مينه لري، دروند او د درناوي وړ ګرځي. دا ډول خلك غلي دي، خو هغه كسان چې له ځانونو سره مينه لري، شكرګذاره نه دي.

كه له خپل كور سره مينه ونه لرې، پاك به يې ونه ساتې، رنګ به يې نه كړې، شا و خوا به يې په ښكلونو ګلونو سره ښايسته نه كړې. كه له ځان سره مينه ونه لرې، د ځان پر شا و خوا به ښكلې باغچه جوړه نه كړې، ته به كوښښ كوې هغه څه رسوا كړې چې په تا كې شته. كه د ځان مين يې، د مينې باران به درباندې اوري، چې ته به ورڅخه استفاده كوې او ځان به مړوې. كه له ځان سره مينه ولرې، حيران به شې چې نور خلك څومره ډېره مينه درسره لري-  خلك له هغه چا سره مينه نه لري، چې له ځان سره مينه نه لري، خو ژوند غليتوب او خنثى نه دى، بلكې ژوند ټاكل دي. كه له ځان سره مينه نه لرې، دا مانا نه لرې چې ته به په مينه ناك چاپېريال كې يې، ته به له كركې ډك يې. دا ډول خلك ورانېږي. دا ډول خلك به له نورو هم كركه لري، تل په تاوتريخوالي، غوسه او كركه كې اوسېږي، دوى به له نورو څنګه دا تمه لري چې مينه به ورسره لري؟ ټول ژوند به يې نابود شي. له ځان سره مينه، يو مذهبي ارزښت دى.

زه تاسو ته دا درښيم چې له ځانونو سره څنګه مينه وكړئ. ياد مو وي، چې له ځان سره مينه نفساني غرور دى، خو داسې نه ده، په حقيقت كې برخلاف، هغه څوك چې له ځان سره مينه لري، پوه به شي چې په هغه كې دى نه شته، ځكه مينه نفس ويلې كوي، دا يو كيمياوي اسرار دى، چې بايد زده، درك او تجربه شي. (مينه تل نفس ويلې كوي) كه مينه وكړې (ستا نفس) له منځه ځي. كه پر يو چا مين_مينه يې كه دې د يوې شېبې لپاره هم رښتينې مينه كړې وې، په تا كې به (ته) پاتې نه شي.