بدل ودونه ستونزې رامنځته کوي

بدل ودونه ستونزې رامنځته کوي

د کورنيو تر منځ د خويندو او وروڼو لپاره د بدل د ودونو د کلونو، کلونو زوړ دود د اړيکو د ټينګولو او پيسو د سپما لپاره تر سره کيږي، خو کله چې يو واده په ناسمه لاره روان شي، نو غميزې پايلې رامنځته کوي.

په هلنمد کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، محمد الياس داعي ليکنه

زه نه شم ويلای، چی زما په وړاندې له ناستو دوو تنو څخه يي کومه سمينه ده او کومه يوه يي مور ده. دواړه په تورو زړو جامو کې نغښتې او سر تر پايه پټې وې. ما ته د هغوی مخونه، نه ښکاره کېدل. زموږ د فرهنګ له مخې پښتنې ښځې له کور بهر نارينه ګانو ته مخونه، نه لوڅوي.

هغه مهال چې مې مرکه پيل کړه، يوه يي په ورو وخوځېده او په خبرو يي پيل وکړ. د هغې غږ ټيټ و، هغسې لکه څوک چې پس پسک کوي او همداسې يي خپله کيسه اوروله.

"
شېر دل زما خاوند و. هغه په ما ډېر ظلم کاو. د هغه مور تر هغه بدتره وه. کله چې به د هغوی کره وم، هره ورځ به مې وهل خوړل. زما په سر باندې دا ټپونه درته ښکاري؟ شېردل په چايجوش ويشتلې يم."

سمينه اوس طلاق غواړي، چې په پښتنې ټولنه کې لوی شرم بلل کيږي. هغه وايي، يوازې يو کال مې ښه ژوند درلود.

هغې وويل: "اوس چې بېرته د پلار کره راغلې يم، ژوند مې ښه شوی دی. نه راته څوک ښکنځلې کوي او نه مې څوک وهي. دلته خوشاله يم."

سمينه او شېردل، چې د هلمند ولايت د مارجې په ولسوالۍ کې د يو کوچني کلي اوسيدونکي دي، د "بدل" په نامه د پښتنو تر يو زاړه دود لاندې له يو بل سره واده شوي دي. په بدل کې کورنۍ خپلې لوڼې زامنو ته د ودونو په وړاندې يو بل ته ورکوي.

په دې دود کې د "ولور" نه اخيستل کيږي. ولور دواده په نوم زياته اندازه پيسې دي، چې د زوم کورنۍ يي د ناوې پلار ته ورکوي. په بيوزلې ځپلې افغانستان کې ولور، چې زياتره څو زره ډالره کيږي، د کورنيو د ګډوډېدو لامل کيږي او په ځين کورنيو کې زيات شمېر ځوانان تر ډېره عمره مجرد ګرځي.

که يوه کورنۍ د خپل زوی لپاره نجلۍ لټوي، نو ګوري چې هغه ورور لري او که نه. که داسې وه، نو خپله لور په بدل کې ورکوي او واده تر سره کوي.

په دې توګه د سمينې ورور د شېردل له خور سره واده وکړ.

سره له دې چې سمينه وايي، دهغې ورور له خپلې ښځې سره ښه چلن درلود، خو واده سرته ونه رسيد. د ښځې او مېړه ترمنځ د جګړې له امله هغو ی يو له بله جلا شول، خو د هغوی کورنۍ شخړه شېردل او سمينې ته راورسېده.

زيات شمېر ميندې او پلرونه داسې انګيري، چې ګوندې بدل د هغوی له لوڼو سره مرسته کوي. ځکه د هغې مېړه به له خپلې مېرمنې سره ناوړه سلوک نه کوي، ددې لپاره چې خپله خور يي د هغې په ورور باندې واده ده.

خو کله ناکله کارونه سرچپه کېدای هم شي. کله ناکله د شېر دل او سمينې په څېر په غم او خپګان پای ته رسيږي.

شېردل وايي، له هغه مهاله چې يي مېرمنه له کوره تللې ده، "کورنۍ مو هوسا شوې ده."

هغه وويل: "دا ټوله بدمرغي ماته د خپلې خور له خوا راورسېده. له هغې سره ناسم چلن کېده، له دې امله موږ له سمينې سره هماغسې کول، چې زموږ له خور سره کېدل."

له شېردل څخه پوښتنه وشوه، چې آيا مېرمن دې درته ګرانه وه، هغه ځان هاخوا دې خوا کړ او ځواب يي ونه وايه.

هغه وويل: "ما هغه څه کول، چې کورنۍ مې غوښتل. زما مور په ما زور راوړ، ترڅو خپله مېرمن طلاقه کړم. زما به په اخرت کې غاړه بنده نه وي. ما له طلاقه پرته له خپلې مېرمنې سره ناسم چلن نه دی کړی."

دا په هلمند کې يوازنۍ پېښه نه ده، چې ښځې په کې زياتره په ستونزمن ژوند کې ښکېلې دي او زيات کورنی تاوتريخوالی په کې شته دی.

له بدل برسېره خويندې او لوڼه په بدو کې هم ورکول کيږي.

د نبي خان په نوم يو ديني عالم او قاضي، چې د سمينې او شېردل په موضوع کې يي منځګړتوب هم کړی، وويل:"پښتني ټولنه ډېره ستونزمنه ده. هرچاچې د بدل ودونه کړي دي، له طلاق سره مخامخ شوي دي."

هغه وويل، د سمينې او شېردل موضوع طبيعي وه.

نبي خان وويل: "د سمينې ورور د شېردل خور څه موده وړاندې طلاقه کړه. هغه، هغه وهله او ډبوله. له دې امله شېردل له سمينې سره هغه څه کول، چې دهغې ورور د هغه له خور سره کول. هغوی غوښتل له طلاقه پرته تر ځان بېغمه کړي، خو کورنۍ يي ډېره خپه وه، چې رسمي بڼه به غوره نه کړي. طلاق ته زموږ په ټولنه کې په ښه سترګه نه کتل کيږي. خو د هغې پلار او ورور ماته راغلل او ويي ويل، يا دې شېردل هغه بېرته د خپلې مېرمنې په توګه و مني يا دې طلاق ورکړي. زه د شېردل په جومات کې امام يم، نو ځکه له ماڅخه د مرستې غوښتنه وشوه."

په پښتنې ټولنه کې ښځه د طلاق غوښتنه نه شي کولای.

نبي خان وويل، نارينه د طلاق د نوم د شرم له امله زياتره بله ښځه کوي. د اسلامي شريعت له مخې يو نارينه څلور ودونه کولای شي.

هغه وويل: "که يو سړی دوې ښځې ولري، نو هره ورځ به يي په کور کې جګړې وي. له کور څخه به يي د جګړې ډګر جوړ شوی وي. "

د نادعلي د ولسوالۍ د چاه انجير د کلي اوسيدونکی د ځوان تواب کړوونکي پېښه د جګړې د ډګر د تريخوالي څرګندوونکې ده

د تواب خور د مېړه له خوا وهل ډبول کېده. هغه ټوپک واخيست او د هغې د دفاع لپاره لاړ. څنګه چې هغې په بدل کې واده کړی و، نو د هغې مېړه د تواب اوښی کېده او دا هم د هغه د خور مېړه و.

تواب غوښتل خپل اوښي ته سزاورکړي،خو کار ترې خراب شو. ددې پر ځای، چې خپل اوښی ووژنې، خپله خور يي وويشتله او ويي وژله.

هغه کورته راغی او مېرمن يي د خپلې خور په غچ کې طلاقه کړه.

تواب وويل: "که تره مې مځګړتوب نه وای کړی، نو هغه به مې وژلی وای. زموږ کورته هغه ګرانه ده او هغه مې ژوندۍ پرېښوده."

هغه په پای کې وويل: "که څوک غواړي، چې غم او خپګان ونه ويني نو بدل دې نه کوي."

د هلمند ولايت د ښځو د چارو رئيسې، فوزيې علومي وويل، د هغې رياست ته ډېرې داسې پېښې راغلي دي، چې د بدل له امله زياتره کورنۍ سره جلا شوي دي.

هغې وويل: "بدل زموږ د ټولنې لپاره ښه نه دی. هغه يو ډېر زوړ دود دی. زيات شمېر کورنۍ هغه د کاروبار يوه وسيله بولي. هغوی د خپلې لور په بدل کې د نجلۍ غوښتنه کوي. داسې فکر کوي، چې دا کار به هغوی ته ګټه ورسوي. که چېرته هغه به کورنۍ له نجلۍ سره ناسم چلن وکړي نو غچ ترې اخلي. کورنۍ ښايي د خپلو لوڼو لپاره ښه ژوندوغواړي، خو په حقيقت کې اړيکې سره ناوړه کيږي."

علومي وويل د هغې په رياست کې اوس د يوې 14 نجلۍ قضيه پرته ده، چې په بدل کې يو ډېر زوړ سړي ته واده شوې وه. دې نجلۍ زهر خوړلي و او د ځان وژلو هڅه يي کړې وه. لا تراوسه هغه غواړي، دخپل مېړه کور ته ستنه شي.

دا د اسلام د لارښوونو خلاف عمل دی، چې يو څوک يوه نجلۍ د هغې له ارادې اوغوښتنې پرته چاته ورکړي. په دې کار کې له نجلۍ سره سلا مشوره کيږي او له هغې هيله کيږي، چې د خپل مور او پلار غوښتنې ته غاړه کېدي.

د ښځو د چارو په رياست کې نوموړې ښکلې نجلۍ ناسته ده، خو ډېره خپه برېښېده. خيرنې جامې يي په غاړه او ابي بوټان يي په پښو و او يو کوچنۍ ټوټه ابي څادر يي په سر پروت و.

هغې وويل: "مور او پلار مې يو کوچي ته واده کړم. زما ورور د هغه خور وکړله. خو زه نه غواړم له دې زوړ سړي سره واده وکړم."

نجلۍ خپل نوم وانخيست. کله چې ترې زيات معلومات وغوښتل وشل، په ژړا يي پيل وکړ او له خونې څخه ووته. مور يي ورپسې ورمنډې کړې او وډار شوه، چې لور يي نورې ګولۍ ونه خوري.

د هلمند د و لايت د عالمانو د شورا مشر، مولوي احمد ټينګار وکړ، بدل يو دروند اسللامي دود دی، خو دايي ومنله چې کله ناکله له هغې ناسمه ګټه اخيستل کيږي.

هغه وويل: "له هرچا سره ناسم چال چلن، په تېره بيا له ښځې سره، په اسلام کې منعه دی. څوک چې په ښځو ظلم کوي، نو د خدای او د هغه د پيغمبر په وړاندې مجرم دی."