جنګيالي له عراق څخه افغانستان ته اوړي
2008-07-25 10:53:49
جنرال ډېوېډ پټروس ويلي دي:
القاعده عراق د خپلې جګړې لپاره لومړيتوب ګڼي، نوموړي له اسوشټېډ پرېس سره، په عراق کې د امريکا په سفارت کې دا خبرې کړې دي، چې وايي لا يې معلومات کره شوي نه دي.
پټروس زياته کړه، په عراق کې حالات د پخوا په پرتله سم شوي دي، له تېر کال راهيسې د القاعدې جنګيالي له بغداد څخه نورو سيمو ته ايستل شوي،تېر کال په دې ښار کې د سخت دريځو شيعه وو له خوا تاوتريخوالي زيات شوي ول، چې وځپل شول.
اژانس، د پټروس له خولې ليکي:
د شعيه ډلو مشران به ښايي د زياتو دلايلو له مخې ايران ته هم تللي وي او اوس به نه غواړي پر بغداد کنټرول ولري، دا به مهمه وي ځکه دا يو فشار دى، ايران هم غواړي له عراق سره د خپلو اړيکو يو نوى باب پرانيزي.
ښاغلي پټروس ويلي دي:
د ده معلومات پر بشري استخباراتو بنا دي، يانې مخبرانو دا معلومات ورکړي دي. که دا خبره رښتيا شوه، دا به يوازې عراق ته له مانا ډک کار نه وي، ښاغلي پټروس ويلي، افغانستان ته هم دا مهمه ده. دغه هېواد ته سخت دريځي د پاکستان تر پولو وراوړي، چې کابل ته مشکلات ايجادوي.
دغه امريکايي جنرال اسوشټېډ پرېس ته ويلي:
يقيناً ځينې بهرني جنګيالي به د پاکستان قبايلي سيمو ته هم تللي وي، هلته سخت دريځي خوندي دي او افغانستان ته نژدې يې فعاليتونو ته ښه زمينه برابره ده. په افغانستان کې دېرش زره امريکايي عسکر په پوځي ماموريت بوخت دي، چې په تېرو دوو کلونو کې له خونړيو جګړو سره مخ شول، په ځانګړې توګه په جنوبي ولايتونو کې.