د پاکستان راتلونکى به څنګه وي؟

د پاکستان نوى صدراعظم يوسف رضا ګېلاني به ښايي پوهېږي، چې امريکا غواړي د افغانستان پولې ته څېرمه په قبايلي سيمو کې د سخت دريځو په وړاندې اقدام وکړي، راروانه اوونۍ رضا ګېلاني واشنګټن ته ځي.

د پاکستان د بهرنيو چارو يوه پخواني مرستيال وزير شمشاد احمد خان وويل: دا به يوه داسې کتنه وي چې دواړو خواوو ته د حقيقت موندلو زمينه برابروي.

هغه وايي ګېلاني بايد له پاکستان سره دا مرسته وکړي چې په خپله خاوره کې د خطر په وړاندې وجنګېږي.

راروانه اوونۍ به ګېلاني په امريکا کې له ولسمشر جورج ډبليو بوش سره وګوري، د بهرنيو چارو وزيره کونډا ليزارايس، نن په اسټراليا کې وويل پاکستان بايد د سخت دريځو د ځپلو لپاره ډېر څه وکړي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته اوړي.

رويټرز خبري اژانس ليکي:

د بوش ادارې په روانه اوونۍ کې له کانګرس څخه وغوښتل چې پاکستان ته اجازه ورکړي څو د دوه زره شپږويشت اعشاريه پنځه مليونه ډالرو په لګښت خپل جنګي پلان طرحه او په دې توګه ټروريزم کنټرول کړي.

په پاکستان کې خلک د تېلو او خوراکي موادو له لوړې بيې شکايتونه لري، په سيمه کې پانګوال له اقتصادي بحران څخه وېره لري، زيات پاکستانيان وايي د طالبانو فعاليتونه زيات شوي په خاصه توګه په شمال غربي سيمو کې، دلته امريکايي ځواکونه غواړي د ټروريزم په وړاندې وجنګېږي.

ګېلاني به په واشنګټن کې د دې هېواد پر پوځي حقوقو هم خبرې وکړي، امريکا په دې خاطر د دې هېواد ملاتړ کوي، چې د ولس په ملاتړ يې د ډيموکراسۍ پلوي کړې ده.

پروېز مشرف چې نهه کاله مخکې، يو پوځي جنرال و، واک ته ورسېد، تر اوسه په واک کې دى،.

مشرف امريکا ته ډاډ ورکړى چې د ټروريزم په وړاندې به جنګېږي او په دې هدف يې ګڼ پوليس مامور کړي دي.

خو پاکستان په د ېتورن دى، چې د القاعدې په وړاندې مبارزه کې بريالى نه و، امريکا اندېښمنه ده چې په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان په قبايلي سيمو کې القاعده بيا سره تنظيمېږي.

رويټرز اژانس ليکي:

واشنګټن د پاکستان د نوي حکومت د تګلارې ملاتړ کوي، چې غواړي په قبايلي سيمو کې سخت دريځي وځپي، او له جګړې يې راوګرځوي. د پښتنو زړونه وګټي چې دا مهال د سخت دريځو د تاوتريخوالي قربانيان دي، چې په تېرو کلونو کې يې په سلګونو تنه ووژل شول. رويټرز زياتوي:

خو امريکا له پاکستان څخه د پوځي اقدام غوښتنه کوي.

په دې وروستيو کې په پاکستان کې دا وېره زياته شوې چې کېدى شي غربي ځواکونه په قبايلي سيمو کې عمليات پيل کړي. د پنج شنبې په ورځ د ناټو عمومي منشي جيپ، ډي، هوپ شېفر په کابل کې وويل، ناټو ځواکونه دا حق لري چې پر سخت دريځو ځوابي بريد وکړي، ان تر پولو هاخوا واوړي.