کامبخش تر شپږو مياشتو وروسته بيا هم په تياره کې
2008-07-25 10:50:47
د پروېز کامبخش محاکمه د جون له پنځلسمې نېټې راهيسې د عيني شاهدانو د نشتوالي له کبله ځنډېږي. د مزار شريف د پوهنتون محصلين او استادان اړ دي، په دې برخه کې شواهد او اسناد وړاندې کړي، خو وروسته چې کامبخش کابل ته انتقال شو، عيني شاهدان کابل ته په رسمي توګه ونه غوښتل شول.
د مطبوعاتو د ازادۍ نړيوالې ټولنې په دې اړه ويلي دي:
د عدلي او قضايي سيسټم په سيوري کې ولې دغه ازاد خبريال نه شو خوشې کولاى، که څه هم اسناد دى بېګناه ثابتوي.
د دې ټولنې په وينا:
صحي څېړنې ښيي چې نوموړى د امنيتي ځواکونو له خوا ځورول شوى هم دى، د افغانستان د اساسي قانون له مخې که څوک نهه مياشتې په زندان کې تېرې کړي او دوسيه يې فيصله نه شي بايد خوشې شي.
پروېز کامبخش د بل خبريال يعقوب ابراهيمي ورور دى، ابراهيمي وايي د محاکمې جريان ډېر پڅ روان دى، که څه هم د افغان همکارانو او نورو افغانانو له خوا په دې برخه کې هڅې روانې دي.
ده ويلي دي، يو ليک يې د دې ولايت محصلينو او استادانو ته لېږلى، چې د عيني شاهدانو په توګه کابل ته راشي او سپيناوى وکړي.
د بې پولې خبريالانو د ټولنې تبصره کې راغلي دي:
د افغانستان په پنځلسو ولايتونو کې د جولاى پر اتلسمه په سلګونو افغان خبريالانو د مظاهرې په توګه د پروېز کامبخش د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
په عين حال کې د دې ټولنې راپور کې راغلي:
بل خبريال جاوېد احمد چې له يوه کاناډايي ټلويزيون سره يې کار کاوه، د امريکايي ځواکونو له خوا د تېر ميلادي کال د نومبر پر دويمه ونيول شو او بګرام ته انتقال شو، هغه په دې تورن دى چې له وسلوالو طالبانو سره يې اړيکې لرلې.