د اتو صنعتي هېوادونو تر څنګ، اتو اسلامي هېوادونو هم غونډه وکړه
2008-07-09 10:36:18
اتو اسلامي هېوادونو، د تجارتي همکاريو لس کلن پلان تصويب کړ، چې د خوراکي موادو توليد به نور هم پياوړى کړي. د دې غونډې کوربانه ماليزيا او انډونيزيا دي. اتو مخ په وده اسلامي هېوادونو پرېکړه وکړه چې د غذايي موادو د زيات توليد لپاره به ګډ شرکتونه منځته راوړي او د دې موادو تجارت ته به پراختيا ورکړي. دوى د ايران د اټومي پروګرام ملاتړ کړى دى، د فرانسې خبري اژانس لنډيز دلته لولئ
د چهارشنبې په ورځ د خپرې شوې ګډې اعلاميې له مخې اتو مخ په ودې هېوادونو اخطار ورکړ چې په نړۍ کې روانه قحطي او د خوراکي موادو بېسارې لوړه بيه اقتصادي او ټولنيز ثبات ته يو جدي ګواښ ګڼل کېږي.
دوى پر نړيوالې ټولنې هم ږغ وکړ چې د تېلو لوړه بيه کنټرول او د تېلو د بديل په اړه فکر او د اټومي انرژۍ پر سوله ييزې کارونې يو غور وکړي. دا د ايران د اټومي پروګرام يو څرګند ملاتړ دى، چې لوېديځ انتقاد پرې لري.
د فرانسې خبري اژانس، فرانس پرېس ليکي:
د ماليزيا صدراعظم عبدالله احمد بدوي، وويل، دا هېوادونه به په ګډه د خپلو کمپنيو په مرسته د کيمياوي سرې او د حيواناتو د خوړو توليدات زياتوي او د اصلاح شويو تخمونو لپاره به يو بانک جوړوي، چې د زراعتي توليداتو په برخه کې ټولې ستونزې له منځه لاړې شي.
صدراعظم، د ماليزيا په مرکز کمولالمپور کې وويل:
موږ غواړو د غذايي توليداتو د زياتوالي په برخه کې همکاري وکړو، د غذايي موادو رسول زيات کړو.
ښاغلي بداوي په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل:
موږ مځکه لرو، يوه حاصلخېزه او ښه مځکه، موږ کولاى شو کمپنۍ دلته پانګه اچونې ته راوبولو.
دا سرمشريزه يوولس کاله مخکې پيل شوه، چې په کې انډونيزيا، ماليزيا، بنګله دېش، پاکستان، ايران، ترکيه، مصر او نايجريا سره راغونډ شوي دي، دا هېوادونه نژدې د يو بليون خلکو بازار دى. په عين حال کې د جاپان په شمال کې د اتو لويو صنعتي هېوادونو غونډه روانه ده.
د اسلامي هېوادونو په غونډه کې دغه راز د يوه، لس کلن تجارتي پلان په اړه هم تصميم ونيول شو، چې د غړو هېوادونو تجارت وده وکړي او تر دوه زره اتلسم ميلادي کاله پورې، دا تجارت پنځه سوه اوولس اعشاريه پنځه بليونه ډالرو ته لوړ شي، چې د دوى د اټکل له مخې له پنځلسو تر شلو فيصدو پورې زياتوالى په کې راشي. دا مهال د دغو هېوادونو ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه نهه څلوېښت بليونه ډالره ده. چې د دوى د ټول تجارت پنځه فيصده کېږي.
ماليزيا، انډونيزيا، ايران او نايجريا د تېلو توليدوونکي هېوادونه دي، خو اقتصاد يې د تېلو د بيې د لوړېدو له کبله ځپل شوى دى. د دوشنبې په ورځ د تېلو د يوه بېرل تېلو بيه څلور ډالره کمه شوه. په دې وروستيو کې ماليزيا او انډونيزيا د تېلو بيې نورې هم لوړې کړې، چې د ولس انتقادونه يې راوپارول.