په يوه اوونۍ کې ٢٥٠ ملکيان مړه او ټپيان دي

د فرانسې خبري اژانس د راپور په حواله، په تېره يووه اوونۍ کې په افغانستان کې د هوايي بمباريو او وسلوالو بريدونو په نتيجه کې لږ تر لږه ٢٥٠ تنه ملکي خلک مړه او زخميان شوي دي، دا خبره د نړيوال سره صليب کمېټې کړې ده، صالح محمد صالح د فرانسې اژانس د راپور لنډيز رااخيستى دى

 

د سره صليب نړيوالې کمېټې د جګړې پر ښکېلو غاړو ږغ کړى، چې بشري قوانينو ته دې درناوى وکړي.  د افغانستان په دوو شرقي ولايتونو کې د جولاى له څلورمې راهيسې، د تېرو دوو اوونيو هوايي بمباريو، ځان وژونکو حملو او بمي چاودنو، دوه سوه پنځوس ملکيان وژلي يا ټپيان کړي دي. يوازې په کابل کې د هند پر سفارت وروستۍ حملې تر څلوېښتو زيات کسان ووژل.

د سره صليب نړيوالې کمېټې په يوه بيان کې ويلي دي، دا يو لوى او د افسوس وړ شمېر دى.  په کابل کې د دې کمېټې مشر فرزان روچنسټېن وويل: نړيوال بشري قوانين هېچا ته دا اجازه نه ورکوي چې عام خلک ووژني.

سره صليب له دولتي ځواکونو، نړيوالو پوځيانو او وسلوالو مخالفينو څخه غوښتنه کړې، چې نړيوال بشري قوانين په پام کې ونيسي. په کابل کې د هند پر سفارت وروستۍ خونړۍ حملې يوسل او پنځوس کسان مړه او ټپيان کړل، چې په ٤١وژل شويو کې څلور هندي ډيپلوماټان هم شامل وو.

فرانس پرېس ليکي:  وسلوالو طالبانو په افغانستان کې خپل ځانمرګي بريدونه زيات کړي، خو د هند پر سفارت يې شوې حمله خپل کار نه دى ګڼلى.

افغان چارواکي وايي د جولاى پر شپاړسمه په ننګرهار کې پر يوه واده باندې د اتلافي ځواکونو شوې بمبارۍ د ناوې په ګډون ٢٧ ملکيان ووژل، هاخوا اتلافي ځواکونو وژل شوي کسان وسلوال ياغيان وګڼل. سره صليب ويلي د زياتو ټپيانو تداوي په جلال اباد کې د دوى په رغتون کې شوې ده. په عين حال کې د جولاى پر څلورمه په نورستان ولايت کې هم د ائتلافي ځواکونو بمبارۍ د دوو ډاکټرانو او دوو قابله ګانو په ګډون ١٥تنه نور ووژل. افغان دولت وايي په دې اړه پلټنه کوي.