پروېز مشرف:: زه پاکستان نه پرېږدم
2008-07-06 12:40:21
د پاکستان ولسمشر پروېز مشرف ټينګار کوي چې د دې هېواد غښتلى پوځ يې اوس هم ملاتړ کوي، خو نوموړى وايي که چېرې يې د هېواد ټولې ستونزې حل واى، دى به هم له دندې شاته کېداى.
مشرف په ١٩٩٩م کال کې واک ته ورسېد. ځينې کسان وايي، په اټومي وسلو سمبال پوځ چې شمېر يې پنځو لکو ته رسېږي، وروسته تر هغه د مشرف ملاتړ پرېښود چې په تېر نومبر کې ورڅخه پوځي رتبه واخيستل شوه.
پروېز مشرف د جمعې په ورځ په کراچۍ کې د تجارانو له استازو سره په کتنه کې وويل:
پوځ به هېڅکله ما يوازې پرې نه ږدي. هغه کسان چې وايي وسلوال پوځ زما ملګرتيا نه کوي، رياکاره او دوه مخي دي.
د فرانسې خبري اژانس، فرانس پرېس ليکي:
په دې وروستيو کې د پاکستان په زياتو خپرونو کې د پروېز مشرف او لوى درستيز جنرال اشفاق کياني د اړيکو په اړه ډېرې ليکنې راغلي دي. که څه هم ولسمشر مشرف تل د مخالفو مشرانو لکه نواز شريف دا غوښتنه رد کړې چې د جمهوري رياست له مقام څخه دې تر شا شي، خو د مشرف له بخته، د پيپلز او نواز شريف ګوندونو ترمنځ جلاوالى ليدل کېږي.
مشرف فرانس پرېس ته ويلي دي:
زه پاکستان نه پرېږدم، نه غواړم له پاکستان څخه وتښتم، په امريکا يا ترکيه کې پناه واخلم، زه ولې داسې وکړم؟ ما خو کوم جرم يا ګناه نه ده کړې.زما استفعا په يوه ورځ کې هم امکان لري، خو زه پوهېږم چې دا به د هېواد ګټو ته په زيان تمامېږي او مشکلات نه حلوي.
د فرانس پرېس خبري اژانس په حواله، مشرف له نوي ټاکل شوي حکومت څخه غوښتنه کړې چې پر سياسي روغې جوړې او د اقتصادي ستونزو پر حل دې تمرکز وکړي.د القاعدې او طالب جنيګاليو په وړاندې دې وجنګېږي، چې په پاکستان کې ځانمرګي بريدونه تنظيموي.