د هلمند موسى کلا ولسوالي
2008-07-06 12:38:53
د هلمند موسى کلا ولسوالي چې شا و خوا يې اوس هم ګڼ وسلوال طالبان فعال دي، د هلمند هغه سيمه ده چې ډېرې جګړې په کې شوي دي، دوې بهرنۍ خبريالانې دې ولسوالۍ ته ورغلي له اوسني ولسوال سره يې کتلي، ولسوال څه ورته ويلي؟ صالح محمد صالح يې مهم ټکي يې رااخيستي دي
د سکاټس من ويبپاڼې له خبريالې (اېما کووينګ) سره يوه بله خبرياله هم ملګرې وه، دوى چې د هلمند ولايت موسى کلا ولسوالۍ ته يې سفر کړى دى، کووينګ ليکي:
تر هغو چې د ولسوالۍ ودانۍ ته رسېدو، دوو وسلوالو زموږ ساتنه کوله، دوى د ډکو کلاشينکوفونو پر ماشو تيارې ګوتې ايښې وې، يو څو سوه متره ليرې، تر يوې سپېرې او دوړنې غونډۍ پورې په پښو تګ موږ ته يو څه سخت و، دا د هلمند ولايت موسى کلا ولسوالي ده، موږ دلته غواړو له ولسوال سره وګورو.
ملا عبدالسلام پخوا د طالبانو قوماندان و، چې تېر کال يې له هغوى څخه خپله لار بېله کړه، دې کار بريتانوي او افغان چارواکي سخت حيران کړل، د تېر ميلادي کال د ډسمبر په مياشت کې دا ولسوالي د وسلوالو طالبانو له کنټرول څخه وايستل شوه.
خبرياله ليکي:
ملا سلام د يوه قبيلوي جنګسالار په توګه موسى کلا کنټرولوي، ويل کېږي نوموړى د ترياکو ماليه راټولوي او شخصي ملېشې لري. خو اوس هم د هغه ژوند له خطر سره مخ دى، لکه څنګه چې يوه افغان عسکر راته وويل، که دى د ولسوالۍ له ساحې څخه لږ ليرې شي، ښايي ووژل شي.
ملا سلام خپل ملي کالي په تن کړي وو، زياتې ګوتمۍ يې په ګوتو وې، ولسوال د سکاټمن خبريالې ته ويلي دي، چې هيله لري افغان ښځې زده کړه وکړي، ملا سلام ان د خپلې کورنۍ د ښځينه کسانو تعليم ته هم لېوالتيا وښوده.
هغه ويلي دي:
ښځو ته په اسلام کې هم د تعليم حق ورکړل شوى دى، دوى بايد د اسلام له اساساتو سره سم زده کړه وکړي، خو حجاب دې له پامه نه غورځوي.
خبرياله اېما کووينګ ليکي:
له دې خبرې سره ملا سلام په خپله څوکۍ کې نور هم وغزېد او تکيه يې وکړه، بيا يې پر خپله اوږده ږيره لاس تېر کړ او زياته يې کړه:
وسلوال طالبان افغانان نه دي. دوى له پاکستان او ايران څخه ورته راځي. ماينونه ښخوي، بمونه عياروي او نور چاودېدونکي مواد چووي، چې د استخباراتي سرچينو په حواله، يوازې په موسى کلا کې د دوى تقريبا پنځه سوه تنه فعال دي.
ملا عبدالسلام خبريالې ته ويلي:
هغه څوک چې ځانمرګي بريدونه کوي، د ناروغانو غوندې دي، زموږ په مذهب کې د ځانمرګي بريد غوندې شى نه شته.
ملا سلام زياته کړې ده:
موږ فکر کوو چې اصلي ډيموکراسي تر بهرنۍ ډيموکراسي يوڅه فرق لري، موږ اسلامي قوانين او اسلامي ټولنه لرو، چې د ډيموکراسۍ په صورت کې بايد اسلامي او مذهبي قوانين هم مراعت شي.
خبرياله د ليکنې په دوام کې ليکي:
زه او يوه بله ښځينه خبرياله، لومړني بهرنۍ خبريالانې وو، چې د ده شخصي کور مو هم وکوت، يوه وړه اوسپنيزه دروازه مو ټېله کړه، بيا يوه خړ سراى ته ننوتو، وروسته يوې کوټې ته لاړو چې د ملا عبدالسلام مېرمنې په کې وې، د هغه د ٢٧ اولادونو له منځ څخه پنځلس تنه موږ ته په ښه راغلاست ويلو اخته وو. زموږ ورتګ ډېر خوشحاله کړي وو.
د خبريالې په وينا:
کله چې موږ د هغه له کوره راووتو، ښځو د شا له خوا دروازه په بيړه پورې کړه او له هغې خوا يې قلفک تينګ کړ. خبرياله ايما کووينګ خپل رپوټ په دې جملې سره پايته رسوي:
که څه هم زه له ملا سلام سره څه مرسته نه شم کولاى، خو د هغه په وړاندې يو اوږد مزل پروت دى.