د سوريې او اسرائيل ترمنځ د غيرمستقيم خبرو د درېيم پړاو
2008-07-06 12:36:57
د سوريې او اسرائيل ترمنځ د غيرمستقيم خبرو د درېيم پړاو تر بشپړېدو وروسته چې د پنج شنبې په ورځ په استانبول کې د ترکيې په کوربه توب وشوې، د اسرائيل لومړي وزير يوهود المرت، د سوريې او اسرائيل د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه، المرت په يوه اقتصادي کنفرانس کې چې د اسرائيل په جنوب کې وشو، پر دې ټينګار وکړ، چې مخامخ خبرې ډېرې مهمې دي
د ترکيې په منځګړيتوب د اسرائيل او سوريې غيرمستقيم خبرې تر اته کلن ځنډ وروسته وشوې، د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې دا خبرې اترې مثبتې ګڼلې دي.
بل لوري ته د سوريې خبري رسنيو هم د دواړو خواوو خبرې مهمې او له لاسته راوړنو ډکې ګڼلې دي.
که څه هم اسرائيل او سوريې د بحث وړ مسايلو په اړه ډېره تبصره نه ده کړې، خو عربي ژبې مطبوعات ليکي، چې دمشق غواړي د جولان په نامه هغه لوړې چې له ١٩٦٧م کال راهيسې د اسرائيل په ولکه کې دي بېرته ورکړل شي، اسرائيل له سوريې څخه غواړي له ايران، لبناني حزب الله او فلسطيني حماس سره خپل روابط کم کړي، خو سوريې تل د اسرائيل دا غوښتنه رد کړې او له قيد او شرط پرته د جولان د سيمې راخپلول غواړي.
د دواړو غاړو د غير مستقيم خبرو لومړى پړاو د مې د مياشتې پر يوويشتمه پيل شو، چې دويم پړاو د جون پر ١٦مه پيل شو.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير علي باباجان په وينا، دواړه هېوادونه هوډ لري د جولان د سيمې په اړه يوې موافقې ته سره ورسېږي، په ځانګړې توګه ملګري متلونه په دې باور لري، که سوريه د سولې په بهير کې راګډه شي کېدى شي په سيمه کې دايمي سوله ټينګه شي.
د فرانسې ولسمشر نيکولاى سرکوزي د دې هدف د پلي کېدو لپاره د سوريې له ولسمشر بشار الاسد او د اسرايل له لومړي وزير يهود المرت څخه د مديترانې د استازو په کنفرانس کې د ګډون غوښتنه کړې ده چې په روانه اوونۍ کې به د فرانسې په پايتخت پاريس کې جوړېږي، ټاکل شوې ده د سوريې او اسرائيل استازي په پاريس کې د کنفرانس په لړ کې د فرانسې په منځګړتوب مخامخ خبرې وکړي.