ڼکى که زڼکى؟
2008-02-15 07:51:30
ڼکى که زڼکى؟
محمد صادق ژړك، كوټه- پښتونخوا
ڼكى د ښآغلي نوراحمد قرانمل د كتاب نوم دى، د كتاب پر لومړۍ پښتۍ دغه جمله ليكل سوې ده: ”هغه پښتو نوم چي په سر كي يې (ڼ) كارول سوى دى“.
ښاغلي قرانمل ورور په دي كتاب كي دغه جوتېدو هڅه كړې، چي په پښتو كي هغه تورى هم پيدا سوى، چي له ڼ څخه پيلېږي. زه به دلته لومړى د ښاغلي نور احمد قرانمل دلايل رانقل كړم، چي په دي كتاب كي يې د دغه توري په باب راوړي دي.
د دې كتاب پر ارزښت د كتاب په سريزه كي يوځاى كاږي:
”د دې رسالې په اړوند بايد دومره وويل سي، چي هدف يې يوازي په پښتو علمي او اكاډميك چوكاټ كي د مربوطه نوم وراضافه كول وه، ترڅو د ګران هيواد او ګراني پښتنې سيمي ګران بچي او وارثين يې له يادوني ګټه پورته كړي“.
په سريزه كي پرمخ داسي كاږي:
”بلكي زما هدف بيا هم همدا و، چي د پښتو اكاډميك چوكاټ ته هغه اسم وراضافه سي، چي په سر كي يې (ڼ) كارول سويوي، چي دا كار دا دى صورت ونيوئ، زه هيله مند يم چي درانه لوستونكي به دغه زياتونه په پښتو كي يو نوښت وبولي او خداى دي نه كړي داسي ونه سي چي د خپلې بې وسۍ په درشل كي يې راتقبېح كړي“.
ښاغلى قرانمل د كتاب په سريزه كي دغه تورى د پښتو ژبي لپاره نوښت بولي، كه چيري دغه تورى ښاغلي قرانمل له ځانه جوړ كړى وي، نو بيا خو يقيناً د پښتو لپاره نوښت او كه چيري دى په دغه عقيده دى چي دغه د پښتو ژبي لرغونى تورى دى، نو بيا د (نوښت) توري كارول به سم نه وي. خير، ښاغلي قرانمل صاحب دې جملې ته زه خپله حيران يم، چي دى وايي: ”داسي ونه سي چي د خپلې بې وسۍ په درشل كي يې راتقبېح كړي“.
په پښتو- پښتو تشرېحي قاموس كي د تقبېح تورى داسي معنا سوى دى:
”تقبېح (Taqbíh) ښځ-م- غندنه، بدوينه، بدويل، د يو چا ناوړه كار ته بد ويل“.
ښاغلي قرانمل دا وېره هغه وخت احساس كړې وه، چي څوك دغه كار راتقبېح نه كړي، ما ډېر ځله له ځان سره دغه پرېكړه وكړه، چي پرېږده يې، خو بيا چي به مي دغه تېروتني ته وكتل، نو پر خپل ځاى پرېښودل هم زما په اند علمي او ادبي خيانت دى. په دې كتاب كي يوازي دغه يوه تېروتنه نه، بلكي څه نوري تېروتني هم ليدل كيږي، زه به هره يوه پر خپل وار رانقلوم او بيا به يې كره كوم.
ښاغلى قرانمل صاحب د كتاب پر ۲۲مخ باندي كاږي:
”په اردو ژبه كي هم داسي اصطلاحات سته، چي دا تورى دي په كي كارول سوى وي، خو اصلاً هغه په اردو كي (ڼ) نه بلكي (ن) مفهوم لري، د بېلګي په ډول (پاڼي) چي په پښتو كي په اوبو ترجمه كيږي، خو د پاڼي لغت د ڼوڼ په لرلو سره په اردو كي كوم تاريخي آر نه لري. د زيات استعمال له رويه په اردو كي د دې لغت يا اسم (نون) په (ڼوڼ) اوښتى دى، چي موږ يې د (پاني) پر ځاى په (پاڼي) تلفظ كوو. تاسي لاندي كاكړۍ غاړه ولولئ:
نن مي داسي ځاى ته وړي
چي اوبو ته وايي پاڼي“
لومړى بايد دا ووايم چي د دې غاړي سم شكل په لاندي ډول سره دى:
نن مه داسي ځاى ته وړي
چي و اوبو ته ياى پاڼي
دويمه خبره دا ده چي پاڼي د اردو ژبي نه، بلكي د پنجابي ژبي تورى دى، د اردو پاني تورى هم له پنجابي څخه اخيستل سوى دى، ځكه په پنجابي كي د پښتو (ڼ) تلفظ سته او په سندي ژبه كي هم د پښتو د (ڼ) توري تلفظ سته.
ښاغلي قرانمل د كتاب پر ۳۲او ۳۳مخونو باندي كاږي:
”يوه پښتو لنډۍ او درې كاكړۍ غاړي دي، چي تر اوسه نه دي راجسټر سوي او يوازي د (ږوب) خانوزۍ او داى چوپان په سيمو كي مروجي دي، چي په هغو كي داسي پښتو اسم سته، چي د هغه په سركي دي د (ڼوڼ) تورى كارول سوى وي، چي لومړى موږ دلته هغه پښتو لنډۍ تر څېړني لاندي نيسو، چي په هغه كي (ڼ) موجود وي، لكه:
(ڼكى) ليا خام دى پر وېرېږم
الله سې ځوان د لښكر ترمخ به ځينه
غواړم چي ليكنه له اوږدوالي څخه وژغورم، يوازي هغه كاكړۍ غاړي دلته راوړم، چي ښاغلي قرانمل د دلايلو په ډول راوړي دي:
ڼكى ډېر ستړى ستومان دى
كور يې لوړ پر خراسان دى
(۳۱مخ)
ڼكى خپل مرغومان بيايي
ټوله ورځ يې پر دښت پيايي
(۴۰مخ)
ڼكى نه راځي كهله (كاله) ته
سپيني پوڅي خوري هلته
(۴۱مخ)
ښاغلى قرانمل د ږوب، خانوزۍ او داى چوپان حواله وركوي، چي دغه لنډۍ او كاكړۍ غاړي هلته شته. د داى چوپان په باب زه پرېكړه نه سم كولاى، ځكه چي داى چوپان مي تر اوسه نه دى ليدلى، البته خانوزۍ زموږ سيمه او ږوب مي ډېر ليدلى دى، خو دغه كومي كاكړۍ غاړي او پښتو لنډۍ چي يې دلته راوړي دي، هغه خو په ږوب او خانوزۍ كي بيخي وجود نه لري، بلكي په ټول پښين او كاكړستان كي دغه غاړي او لنډۍ نه سته.
نه پوهيږم چي دغه لنډۍ يا غاړي كوم چا د ڼكي توري لپاره جوړي كړي، كه په (داى چوپان) كي وجود لري. راځم دېته چي دغه تورى (ڼكى) نه بلكي (زڼكى) دى، ځكه زڼكى تورى د پښتو په ځينو لهجو كي نن هم ژوندى دى، يعنې كارېږي او په ځانګړي ډول په ناصري (ناسري) لهجه كي دغه زڼكى تورى نن هم د هلك په معنا كاريږي.
بيا په كاكړۍ لهجه كي خو د هلك لپاره چورى تورى هم كاريږي، چي مونث يې چورۍ ده. كه چيري دغه تورى زڼكى، په دغو غاړو يا لنډيو كي راغلى واى، نو بيا تر يوه حده پوري منل كېدلاى سواى، چي دغه اوس غاړي دي. اوس لومړى د پښتو د لنډۍ خوا ته راځم، چي كه چيري ولسي وي، نو بيا په دغه شكل نه دي، لكه قرانمل صاحب چي يې راوړي:
ڼكى ليا خام دى پر وېرېږم
الله سې ځوان د لښكر ترمخ به ځينه
په كاكړو كي د پښتو لنډۍ دومره نه دي دود، بلكي (سې) كاكړان نه وايي، هغه چي په (څې) اړوي او بله دا چي لنډۍ جوړېدل خو د فطري شاعرانو كار دى، هغه دومره غلط څنګه كېدلاى سي. لكه د لنډۍ په دويمه نيم بيتۍ كي چي ليدل كيږي، كه يې موږ د سمولو هڅه وكړو، داسي به سمه وي:
چي كله ځوان سي د لښكر ترمخ به ځينه
لكه وړاندي چي مي ذكر وكړ، چي ڼكى نه، بلكي ناصر و هلك ته زڼكى وايي، كه چيري دغه غاړي ناصرو جوړي كړي وي، نو بيا به دغه تورى زڼكى وي او كه چيري كاكړو جوړي كړي وي، نو بيا هغه يا زنكى تور هم نه كاروي. اوس څرنګه چي په ظاهره له درېيو سرو غاړو څخه دغه جوتيږي چي ښځو به جوړي كړي وي، كه څه هم د د دې ليكني د غرض لپاره جوړي شوي دي. نو بيا كاكړي نجوني يا ښځي د زڼكي لپاره خو چورى كاروي. يا د خپل محبوب لپاره زياتره نازك، ګران او داسي نور... كاروي.
د ليكني په پاى كي به بس دومره ووايم، چي يوه ژبه په دې اسمان ته نه رسي چي له (ڼ) څخه پيلېدونكى تورى لري او نه په دې شاته پاتيږي چي له (ڼ) څخه پيلېدونكى تورى نه لري، خو داسي په نورو ژبوكي هم داسي توري سته، چي له هغو څخه توري نه جوړيږي، لكه په اردو ژبه كي له (ړ) څخه كوم تورى نه پيلېږي. بيا انګرېزي چي يوه پرمختللې ژبه ده، نو په دې ژبه كي هم خپل داسي توري نه سته، چي هغه دي له (X) څخه پيلېږي.
موږ ته په كار ده چي موږ په پښتو كي داسي نوښت راولو، چي په رښتيا ژبه ورسره پرمخ ځي او يوه داسي ناوړه كار ونه كړو، چي سبايې څوك راتقبېح كړي!.