د ايران په دريځ کې نرمښت ليدل کېږي

د ايران يوه روحاني مشر او سلاکار د چهارشنبې په ورځ وويل چې دغه هېواد کولاى شي د نړيوالو وروستى وړانديز  ومني. نوموړى وايي دا وړانديز د اصولو له مخې د منلو وړ دى.د بهرنيو چارو پخوانى وزير علي اکبر ولايتي چې په نړيوالو چارو کې د ايت الله خامنه اى سلاکار دى، ويلي دي دا د ايران لپاره مناسبه ده چې د دغه وړانديز په برخه کې خبرې اترې پيل کړي، چې د جرمني په شمول د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو له خوا ورته شوى دى. په دې اړه (فانېنشل ټايمز) ورځپاڼې يو مطلب خپور کړى، چې لنډيز يې دلته لولئ

 

علي اکبر ولايتي وايي:

امريکا او اسرائيل، د اروپا خلاف غواړي ايران منزوي وي او د نړۍ د خلکو په پام کې ايران د يوه داسې هېواد په توګه انځور کړي چې له نړيوالو سره خبرو اترو ته علاقه نه لري. دوى اساساً غواړي چې د ايران پرضد د ملګرو ملتونو د سازمان فيصلې وشي، پوځي تهديدونه وکړي او اقتصادي بنديزونه ولګوي.

خو ښاغلي ولايتي، د جمهوري اسلامي په نامه يوې ورځپاڼې ته په ايران کې ويلي دي:

هغه هېوادونه چې زموږ د ګټو پرخلاف عمل کوي، غواړي چې موږ دغه وړانديز ونه منو، په دې صورت کې زموږ مصلحت په دې کې دى، چې هغه ومنو.

که څه هم ايران اړ دى د يورانيمو د غني کولو پروګرام ودروي او د دې پروګرام د راتلونکي په اړه جدي خبرې وکړي، خو کله چې په دې برخه کې د شپږو اوونيو ضرب الاجل وټاکل شو، ښاغلي ولايتي وويل چې دا ټاکل شوى وخت د منلو نه و، ځکه نه وه معلومه چې د خبرو اترو د اجنډا تيارول به څومره وخت ونيسي.

ولايتي وړانديز وکړ چې دواړې خواوې بايد پر خپلو ګډو بنسټونو تکيه وکړي، ولايتي وايي که دوى ايران ته وايي چې بايد اټومي بمونه جوړ نه کړي، خو موږ وايو چې ايران اټومي انرژۍ ته ضرورت لري.

د سياسي چارو څېړونکي وايي، پر دې نړيواله موضوع د ښاغلي ولايتي دا بيان کېدى شي د ايت الله خامنه اى، دريځ ته نژدېوالى ولري، ډيپلوماټان وايي دې بيان دا وښوده چې د ايران رژيم په جدي توګه د شپږو هېوادونو پر مشوقاتو غور کوي.

علي اکبر ولايتي د اټومي پروګرام پر کليدي شرط يعنې دا چې خبرې اترې به هغه وخت پيل شي چې ايران د يورانيمو له غني کولو څخه لاس واخلي، تبصره ونه کړه، خو ده د ايران هغه معياري خبره چې هېڅکله به د يورانيمو له غني کولو څخه لاس وانه خلي هم تکرار نه کړه.

د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست د مشر ښاغلي خاوېر سولانا وياندې کرستينا ګالاچ، د ښاغلي ولايتي د څرګندونو هرکلى کړى دى. هغې فانېنشل ټايمز ورځپاڼې ته ويلي دي:

زموږ د وړاندېز په مقابل کې که چېرې د ولايتي دا خبرې مثبت ځواب تر شا ولري، غوره به وي، خو موږ تر اوسه د ايران کوم رسمي ځواب نه دى ترلاسه کړى.