د امريکايي سرتېرو تلفات په سلو کې ٤٠ زيات شوي
2008-06-30 09:07:10
افغانستان هغه هېواد دى چې امريکايي ځواکونه په کې د خپلې کاميابۍ په اړه په ډاډ سره خبرې کوي، خو اوس يې وضعيت له عراق سره ورته والى لري، دې کار د امريکايي چارواکو اندېښنې زياتې کړي دي. دا مطلب وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې خپور کړى، چې مهم ټکي يې دلته لولئ
د دې ليکنې ليکوال ياچي ډرېزن په دې مفصله ليکنه کې ليکي:
د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون د راپور له مخې، طالب ياغيان د خپلې واکنمۍ تر ړنګېدو وروسته بيا سره راغونډ شوي او اوس په يوه لوى قوت بدل شوي دي. د امريکا د دفاع وزارت راپور د افغانستان وضعيت ډېر له اندېښنې ډک انځور کړى دى. ورځپاڼه زياتوي
په داسې حال کې چې په هېواد کې امنيتي وضعيت ورځ په ورځ خرابېږي، په کابل کې نوى په پښو ولاړ حکومت، دا توان نه لري چې خپله واکمنۍ په ټول افغانستان کې وغزوي، او د مخدره توکو په وړاندې موثر اقدمات وکړي.
د ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي:
د افغانستان دا ناکراره وضع د ښاغلي بوش ادارې ته يوه معما بدله شوې، په داسې حال کې چې افغانستان تل د امريکايي ځواکونو له خوا د برياليتوب مهم مرکز ګڼل کېده، او د ټروريزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې دا هېواد بريالى ګڼل کېده، امريکايي قوماندانان وايي، ډېرو عسکرو ته ضرورت لري، خو دغه هېواد ته د زياتو عسکرو لېږل هغه وخت امکان لري چې له عراق څخه امريکايي عسکر وايستل شي.
نتيجه به دا وي چې امريکايي چارواکي د خپلو کمو سرتېرو حضور ومني او په افغانستان کې د خپل بد راتلونکي په تمه وي.
د پنټاګون چارواکي او پوځي قوماندانان لارښوونه کوي چې د امريکا ستراتيژي بايد له پايه تر سره او له سره تر پايه بيا وارزول شي.
يو پوه، پوځي قوماندان وايي:
د امريکا د ستراتيژۍ بيا کتنه له هغو تشويشونو څخه سرچينه اخلي چې ويل کېږي، د طالب ياغيانو فعاليتونه چې يو مهال يې ساحه ډېره محدوده وه، اوس د هېواد کرارو سيمو ته هم غزېدلي دي.
د هېواد په ختيځ کې د امريکايي ځواکونو يو قوماندان جنرال جفري شلوزر، وايي:
په افغانستان کې يې د ځواکونو تلفات په سلو کې څلوېښت زيات شوي دي، او افغانستان امريکايي عسکرو ته تر عراق ډېر خطرناک شوى دى.
وال سټريټ ژور نال ورځپاڼه زياتوي:
د امريکا دفاع وزير وايي، په قبايلي سيمو کې له توندلارو او ياغيانو سره د پاکستان د سولې تړون، په افغانستان کې مشکلات زيات کړي دي. ځکه دا تړون وسلوالو ياغيانو ته دا وخت ورکوي، چې هغوى ازادانه له کوم فشار پرته له سرحداتو راواوړي او په افغانستان، په خاصه توګه شرق کې خپل فعاليتونه زيات کړي.