د کوکنارو پر ځاى پټاټې

د کوکنارو پر ځاى د کچالانو يا پټاټو د خرڅلاو له لارې د کافي پيسو ګټل کليوالو افغانانو ته په باميان ولايت کې اسانه شوي دي. هلته د يوه بهرني په مرسته د کچالانو د ساتلو څو زېرخانې جوړې شوې دي چې تر ډېره يې تازه ساتي، دا تجربه د ٦٨کلن رووي، له خوا شوې چې په امريکا کې د غنمو او نورو سبزيجاتو اته سوه نهه هکټاره کروندې لري، اسوشټېډ پرېس خبري اژانس په دې اړه راپور لري، چې مهم ټکي يې دلته لولئ 

ښاغلي رووي په ١٩٣٠م او ١٩٤٠ م کلونو کې د پټاټو يا کچالانو د ساتلو دا زېرخانې خپل کور ته نژدې جوړې کړې، وروسته يې دا تجربه په منځنۍ اسيا کې وکړه. اوس يې دا کار په باميان کې پيل کړى، چې د کابل د لوېديځ په ١٦٠ کيلومترۍ کې پروت ولايت دى. دا سيمه چې د بابا او هندوکش غرونو ترمنځ پرته ده بايد د پټاټو د ساتنې لپاره يې داسې ځاى لرلاى چې ژر په کې نه خرابېږي.

نوموړي چې په دې وروستيو کې يې باميان ته سفر کړى دى، د اسوشټېډ پرېس خبري اژانس خبريال ته ويلي دي:

سړى د دغو مفکورو په لرلو سره نه غواړې يو لېونى بهرنى ښکاره شي، بايد د غوښتنو په مقابل کې عملي اقدام وکړې.

افغانستان چې د کرنې رياست له خوا يې د غذايي موادو د کموالي لپاره ٦ اعشاريه څلور مليونه امريکايي ډالره ځانګړي شوي، د دې هېواد زراعتي پرمختګ هم په پام کې نيول شوى، چې د کوکنارو د منع شوي کښت مخنيوى وشي او د هيروئينو د تجارت بهير هم شنډ شي.

دوه کاله مخکې د ښاغلي رووي کار د خلکو پام راجلب کړ چې د همدې روانې مياشتې په پيل يانې د جون پر دوولسمه لورا بوش هم په فرانسه کې د خپلې وينا پرمهال د ښاغلي رووي د دغو زېرزمينيو يادونه وکړه.

لورا بوش وويل:

په باميان کې اوس کروندګر په دې پوهېدلي چې خپلې پټاټې څنګه د ډېر وخت لپاره وساتي.  تر دې مخکې لورا بوش باميان ته سفر کړى و.

ښاغلي رووي وړاندې په افغانستان کې د زراعتي توليداتو په خاصه توګه پټاټو د ساتلو پنځوس دا ډول ګودامونه جوړ کړي دي.

ښاغلي رووي تر دا مهاله دېرش پرمختيايي يا د ودې په حال کې هېوادونو ته سفرونه کړي، لکه مصر، چين او زمبابوې، چې يوه نوي زراعتي تخنيک ته وده ورکړي.

په باميان او د ابرېشم لرغونې لارې کليوال کروندګرو د بودا د سترو مجسمو سيوري ته پنځلس سوه کاله عمر تېر کړى، چې اووه کاله مخکې وسلوالو طالبانو هغه ونړولې. دلته د پټاټو د ساتلو لپاره مناسبې لارې چارې نه وې، کله به نرخونه بره ختل او قحطي به هم راتله.

په خپله رووي د اسوشټېډ پرېس خبري اژانس ته په خپله مرکه کې ويلي دي:

 که تاسې د زراعتي توليداتو دا ډول زېرزمينۍ ولرئ خلک به ډېره غذا په واک کې ولري او نرخونه به هم مناسب وي.