بشر حقوق: ښايي د سردار داود د مړي څېړنه علمي اړخ ونه لري

په افغانستان کې د بشر حقوقو خپلواک کميسيون وياند انتقاد کوي چې د سردار محمد داود خان د مړي په پېژندلو کې به علمي او مسلکي معيارونه په پام کې نه وي نيول شوي، نوموړى وايي تر دې مخکې هم د ډله ييزو قبرونو په راايستلو کې منل شوي معيارونه نه وو مراعت شوي.

 

د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کميسيون نادر نادري وايي د سردار محمد داود خان او د هغه د کورنۍ د غړو د اجسادو په پېژندلو او رايستلو کې به منل شوي نړيوال معيارونه نه وي مراعت شوي. نوموړى  وايي په دې اړه يو کمسيون ټاکل شوى و، خو بشر حقوقو په کې ګډون نه درلود،  نادري وايي دا يو مثبت ګام دى، چې معلومه شي په افغانستان کې د جنګ د قربانيانو په وړاندې له څنګه چلند څخه کار اخيستل شوى دى،

نادر نادري وايي

يو عمده تشويش چې موږ يې لرو دا دى چې دا ډول څېړنې يو لړ مسلکي مهارتونو ته ضرورت لري هغه هيئت چې اوس ټاکل شوى موږ يې پر ترکيب باوري نه يو، هغه لازم مسلکي مهارتونه نه لري چې د مړو د هډوکو جوړښت او د وژنې ډول وپېژني، ښه به دا واى که د نورو هېواونو له تجربو څخه استفاده وشي او د اجسادو حرمت وساتل شي. خو يوه تمه چې د قربانيانو کورنۍ يې لري هغه د دغو جنايتونو پېژندل دي، نوموړى وايي د خلکو غوښتنه هم دا ده چې د دغو پېښو عاملين وپېژندل شي

 

د پخواني ولسمشر محمد داود خان لمسي غازي داود د شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل: په دوو لويوقبرونوکې چې په يوۀ کې يې شپاړس تنه ښخ دي اوپه بل کې دولس تنه ،د داوودخان مړى هم وموندل شو .هغه همداراز وويل موږد محمدداوودخان مړى دهغه له کالواوبوټونوڅخه وپېژاندۀ. په افغانستان کې تر دې وړاندې هم څو څو ځلې ډله ييز قبرونه موندل شوي دي، ايا د عاملينو د پېژندلو لپاره د بشر حقوقو خپلواک کميسيون کوم اقدا کړى؟

نادري وايي:

د بشر حقوقو خپلواک کميسيون د دغو کسانو قضايي تعقيب نه شي کولاى، خو مکلفيت مو د سولې او عدالت لپاره دا دى چې دا څېړنه وکړو کومو پېښو دا ډول جنايتونو ته زمينه برابره کړې، تاريخي کتنه وکړو، د بېلابېلو حادثو رديابي وکړو، دا د افغان حکومت مسووليت دى چې د دغو کسانو قضايي څارنه وکړي. عمده مسووليت د افغان حکومت دى.

د بشر حقوقو خپلواک کميسيون وياند نادر نادري انتقاد کوي چې د دغه ډول ډله ييزو وژنو په وړاندې هېڅ ډول قضايي اقدام او پراخ جنايي تحقيقات نه دي شوي، د هغه په وينا د ځينو جنايي پېښو د څېړلو لپاره او ډله ييزو قبرونو د سپړلو لپاره څو کمېټې ټاکل شوې وې، څرنګه چې افغان پوليسو مهارتونه نه درلود، د اجسادو راايستل او نور کارونه د مسلکي مهارتونو له مخې ترسره نه شول، د دغه ډول اجسادو راايستل او پرانيستل بايد ودرول شي، چې سو استفادې کېږي، د عدالت تامين او حرمت ساتلو ته زيان رسولاى شي. هغه ساحې هم د حکومت او خلکو له خوا يې بايد امن وساتل شي.

کله چې حکومت دا توان پيدا کوي او مهارت پيدا کوي عدلي طب بايد څېړنه وکړي چې د جهاد او کورنيو جګړو پر مهال د  وژل شويو کسانو هويت تثبيت کړي.

داوودخان د ١٣٥٣کال  په سرطان کې د محمدظاهرشاه سلطنت ته په سپينه کودتا کې د پاى ټکى کښېښود اوځان يې دافغانستان لومړنۍ جمهوررئيس اعلان کړخو پنځه کاله وروسته د١٣٥٧ په ثورکې کمونستانود داوودخان واکمني په يوه کودتا کې نسکوره کړه .