د امريکا نوي کانديدان په خپله مبارزه کې

په امريکا کې جمهوري غوښتونکې جان مېکن او ډيموکرات بارک اوباما د امريکا د هسپانوي ژبو  سيمې ته رسېدلي او هڅه کوي د جمهوري رياست د ټاکنو په وخت کې ډېرې رايې خپلې کړي، دوى د کډوالۍ پر اصلاحاتو خبرې سره کړي، اسوشټېډ پرېس خبري اژانس په دې اړه راپور لري چې لنډيز يې دلته رااخلو

 

سناتور جان مېکن د کډوالو د اصلاحاتو موضوع يو مهم لومړيتوب ګڼي، خو بارک اوباما بيا جمهوري غوښتونکى ګوند په دې تورنوي چې له دې موضوع سره په ډېره محافظه کارۍ سره تماس نيسي.

د شنبې په ورځ په دې سيمه کې پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې د جمهوري غوښتونکو ګوند ډېر هرکلى وشو، جان مېکن سيمه ييزو خلکو ته وويل:

د مهاجرت پوره اصلاحات کوو، يوازې په فشار نه، دا به په دفتر کې زموږ د لومړيو سلو ورځو مهم لومړيتوب وي، موږ بايد خپل سرحدونه خوندي کړو، بايد پوه شو چې دلته ١٢ مليونه خلک ژوند کوي، دوى په غيرقانوني توګه دلته اوسېږي.

خو د مېکن د څرګندونو په ځواب کې بيا بارک اوباما وويل:

سناتور جان مېکن د اصلاحاتو لپاره پراخ کمپاين وکړ، زه يې ستايم، کله چې يې د خپل  ګوند  د کانديدۍ لپاره منډې ترړې وهلې، ده تر خپل تعهد پښه واړوله، ده وويل که رايې وګټي د قانون ملاتړ به نه کوي.

 اوباما وړاندې وويل:

موږ زړه نازړه نه يو او نه بدلېږو.

که اوباما بريالى شى، دى به د امريکا لومړنى تورپوستى ولسمشر وي، د جمهوري غوښتونکو پخواني کانديد جورج ډبليو  بوش څلور کاله مخکې د هسپانوي ژبو د سيمې په سلو کې څلوېښت رايې وګټلې.

د اوباما د کمپاين ډلې ويلي دي چې نوموړى به په روان دوبي کې منځنۍ اسيا او  اروپا ته هم سفرونه وکړي، هغه غواړي اردن، اسرائيل، جرمني، فرانسې او بريتانيا ته لاړ شي. دغه راز غواړي افغانستان او عراق هم وويني.