بهرني ځواکونه ناکامه دي؟

په افغانستان کې د هر کال په تېرېدو سره د وسلوالو طالبانو بريدونه زياتېږي، د وسلوالو طالبانو بريدونه د زياتېدو په حال کې دي، د جرمني خبري اژانس يا DPA  په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پر ماموريت او د وسلوالو طالبانو د بريدونو پر زياتوالي يو راپور خپور کړى چې دلته يې لولئ

 

کله چې ايساف ځواکونو د ٢٠٠٢م کال په پيل کې په افغانستان کې خپل ماموريت پيل کړ په سر کې شا و خوا اته سوه پنځوس جرمني عسکر ورسره ملګري شول، چې وروسته يې شمېر څلور برابره زيات شو.

جرمني عسکر په پيل کې يوازې پر کابل محدود وو، خو په ٢٠٠٦م کال کې د هېواد شمالي برخو ته هم ولېږل شول، تېر کال جرمني تورناډو جټ الوتکې هم د ايساف تر مشرۍ لاندې ناټو ځواکونو ته په واک کې ورکړې.

ايساف ځواکونه په دې هېواد کې په سختو شرايطو کې ماموريت لري، خو له دې سره سره بيا هم په دې هېواد کې سوله نه ده واکمنه شوې.

د جرمني خبري اژانس ليکي:

دا سمه ده چې وسلوالو طالبانو ته هم درانه تلفات رسېدلي او دوى کوښښ کوي د خپل مقابل لوري د جګړو مخه ونيسي، خو دا دا مانا نه ورکوي چې دا هېواد نور خوندي دى، تېر کال ١٦٠ ځانمرګي بريدونه وشول، چې هر کال يې شمېر زياتېږي.

وسلوال طالبان هم اوس له نويو چاودېدونکو موادو کار اخلي، د تېرو کلونو په پرتله د دوى بريدونه زيات شوي دي، تېر کال په افغانستان کې اته زره کسان ووژل شول، چې د ٢٠٠٦م کال په پرتله دا شمېره دوه برابره زياته ښکاري.

د روان ميلادي کال په جنورۍ کې وسلوالو طالبانو په کابل کې پر سرينا هوټل بريد وکړ، په اپرېل کې پر ولسمشر حامد کرزي هم وسلواله حمله وشوه او د جون د مياشتې په منځ کې وسلوالو طالبانو په کندهار کې پر زندان بريد او تقريبا نهه سوه بنديان يې ازاد کړل چې تقريبا څلورسوه تنه يې د دوى ملګري وو.

وسلوال طالبان له افغانستان سره پر پوله په وزيرستان کې هم خپلو بريدونو ته دوام ورکوي.  د جرمني خبري اژانس ليکي:  وسلوال طالبان چې په افغانستان کې پر ناټو ځواکونو بريدونه کوي جرړې يې په پاکستان کې دي.