د ليكوالو د پاملرني وړ

د ليكوالو د پاملرني وړ

ولي شاه طبيب

ليكوال د ټولني هغه منور كسان دي چي په ټولنه كي لوړ او اوچت ځاى لري، لوستونكي د دوى هري وينا او ليكني ته په قدر او عزت ګوري او حتى د دوى ويناوي او پندونه د خپل ورځني ژوند موخه او كړنلاره ګرځوي.
ليكوال د دې توان لري چي يوه ډېره وړه مسئله لويه كړي، هغې ته پرداز وركړي، د هغې وړې مسئلې جسامت او ابعاد د خپل ليكوالي ذره بين په ذريعه دومره لوى كړي چي د عامو لوستونكو يا اورېدونكو پاملرنه د ليكوال د غوښتني مطابق هغي وړې مسئلې ته واړوي، دلته بيا ليكونكي خپل د ليكوالۍ دوربين سرچپه كړى دى چي د مسئلي جسامت ډېر را كوچنى كوي، دا لوړ ټكي مي په دې سبب بيان كړل چي د ليكوال توان رابرسېره كړم.
ليكنه ډېره پاملرنه غواړي، ليكوال بايد د خپلي ليكني ټول اړخونه په نظر كي ونيسي، واقعيتونه بيان كړي، داسي موزونه ليكنه وكړي چي په هغي كي د خپلي ټولني او بالآخره د خپل ګران هيواد ملي منافع تاواني نه سي.
يو تعداد ليكوالان چي د يوي ځانګړي موخي لپاره ليكني كوي، مثلاً د يوې سياسي ډلي يا حزب په ګټه مسايل څېړي، واړه مسائل داسي ترسيموي او يا تمثيلوي چي د عامو لوستونكو احساسات پر وچه مځكه راپاروي او په معنٌى كي ليكوال د خپل حزب په ګټه د بې خبره او رښتيني هيوادوال د نېكو احساساتو بېځايه كارونه كړې وي، دا ډله ليكوالان خو د خپل سياسي ګوند لپاره كار كوي.
يو شمېر ليكونكي آزاد ليكوالان دي چي د كومي سياسي ډلي سره اړيكي نه لري، بلكي په مستقل ډول د ولس په ګټه كار كوي چي د دې ډلي ليكوالانو څخه ډېره توقع كېږي چي همېشه آزادي، رښتيني او بې غايې ليكني وكړي.
دا ډله ليكوالان تور ته تور وايي او سپين ته سپين، مسايل داسي ښكاره كوي لكه څنګه چي وي، د ستونزو تصوير نه لوى او نه كوچنى كوي او لوستونكو ته د ستونزو واقعي او پر ځاى څېړنه وړاندي كوي، نه دا چي د خپلو افكارو ښكار يې وګرځوي او دا هېر كړي چي ليكنه يې د بېطرفۍ او رښتينولۍ څخه ليري كېږي. دلته يو مثال وړاندي كوم :
يوه ليكونكي ته دنده وركول كېږي چي د پلاني كور څخه ليدنه وكړه او د هغه په هكله يو څه وليكه، دغه لومړى ليكوال د كور څخه ليدنه كوي او داسي ليكي :
دا كور كوچنى دى، د خټو څخه جوړ دى نو ځكه ښكلى نه دى، د ښار په پس كوڅو كي واقع دى، وني او ګلان نه لري، مېز او چوكۍ پكښي نسته، كاچوغي او پنجې د ډوډۍ خوړلو لپاره نه سته، عصري تشناب او شاور نه لري، برقي جارو او د كور دروازه يې برقي زنګ نه لري او داسي نور.
دوهم ليكونكي ته دنده وركول كېږي چي د نوموړي كور په هكله يو څه وليكي.
دويم ليكونكى ليكي :
دا كور بازار ته نژدې د، د خټو جوړ دى نو ځكه په دوبي سوړ و په ژمي تود دى، د كوټو جګوالۍ يې د دغه ګرم اقليم لپاره ښه دى، د كور اوسېدونكي پر مځكه پر كوربچه كښېني او هوسا دي حمام نژدې دى، د دروازې زنځير د زنګ كار وركوي، د كور دېوالونه يې ښه جګ دي د غلو بېره نسته.
كه موږ د دې دوو ليكونكو ليكنو ته پاملرنه وكړو، لومړي ليكوال ټول منفي ټكي ليكلي دي، او دوهم ليكوال بيا ټول مثبت ټكي ليكلي دي.
دلته اړتيا ليدل كېږي چي درېيم ليكونكى بايد ليكنه وكړي ټول پر واقعيتونو ولاړ منفي او مثبت مهم ټكي وليكي.
يو ليكوال په يوه انټرنيټي پاڼه كي په خپله ليكنه كي ډېر منفي ټكي ليكلي وه د خپلي اوږدې ليكني په اوږدو كي يې يوه كوچنۍ جمله داسي ليكلې وه :
تعميرات جګ سوي او موټران ډېر سوي وه.
كه موږ وګورو چي زموږ په ښار كي په سلهاوو شخصي او دولتي ودانۍ جوړي سوي دي (زياتي يې شخصي ودانۍ دي) كه موږ سوچ وكړو چي په دا دېرش كاله كي څومره كورونه جوړ سوي دي شايد ډېر لږ، او كه وګورو په هغه وخت كي د ګوتو په شمېر موټران وه اوس ډېر دي، دا دواړه د انكشاف نښي دي چي د خلكو د ژوند اقتصادي اړخ ښه والى پيدا كړى دى. كه جګي ودانۍ جوړي سوي دي نو هلته ډېرو بنايانو او كاريګرانو كار كړى دى او هغوى ته د كار زمينه پيدا سوې ده، حتٌى ډېرو بهرنيو بنايانو او كاريګرانو ته موقع پيدا سوې ده.
دا چي بهرني كاريګران دلته كار كوي دا ښكاره خبره ده چي د هغوى د كار كيفيت او ښايسته ډيزاين زموږ تر كاركوونكو ښه دى دا ټول د انكشاف نښي دي، مګر ښاغلي ليكوال يوازي په يوه لنډه جمله كي صرف د تعميراتو د جګوالي ذكر كړى دى، نوموړى ليكوال ليكي چي اوس حتٌٌى د مستې والا سره هم موبايل تليفون موجود و او د ډېرو كسانو سره د فيشن او موډ له سببه موبايل تليفون موجود و.
زه د ښاغلي ليكوال ليكني خپه كړم، نموړي د مستې والا بې قدري او بې عزتي وكړه، د ليكوال په اند يوازي بايد تاجر او بډاى خلك موبايل تليفون ولري نه مستې والا. مګر څومره د خوشبختۍ ځاى دى چي هر افغان تليفون ولري كه مستې والا دى كه شتمن سړى او د وياړ ځاى دى چي مستې والا د دې توان لري چي موبايل ولري. دا ټول د اقتصادي انكشاف نښي دي، كه څوك د موډ او فېشن په خاطر موبايل لري، خو د دې حقيقت ښكارندوى دى چي د نوموړي شخص اقتصادي حالت سم سوى دى.
زه د خپلو ګرانو معززو ليكوالو څخه هيله كوم چي د ډېرو منفي بافۍ څخه ډډه وكړي كه لس كرښي منفي ټكي ليكي حد اقل يو دوې كرښي دي د مثبتو ټكو څخه هم وليكي.
خصوصاً په دې نازك حالت كي چي ګران افغانستان د ډېرو لوړو ژورو څخه تېرېږي، او كه د ليكوال همدا موخه وي او د خاصي ډلي لپاره كار كوي نو دا بېله خبره ده، د قدر وړ ليكوالان بايد ډېره پاملرنه وكړي چي د ده ليكنه د نننۍ تكنالوژۍ يعني انټرنيټ په وسيله د نړۍ په هر ګوټ كي افغانان لوري. زه هيله لرم چي ليكوال له ما خپه نه سي او آرزو لرم چي موږ ټوله يو او بل وزغمو او تحمل پيدا كړو.