اته ستر صنعتي هېوادونه خپلې ژمنې تازه کوي
2008-06-25 10:56:25
د جاپان په کيوتو ښار کې د اتو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د يوې سرمشريزې لپاره تيارى نيسي چې به په کې د افغانستان په برخه کې شوي تعهدات، د ايران او شمالي کوريا د اټومي پروګرام پر مسايلو خبرې کېږي، په دې اړه د جرمني خبري اژانس يو راپور خپور کړى چې لنډيز يې دلته لولئ
افغانستان، د ايران او شمالي کوريا اټومي پروګرامونه به د د ې غونډې د اجنډا په سر کې راځي، په دې غونډه کې به د مربوطه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران ګډون کوي. دا غونډه به د جاپان په کيوتو ښار کې جوړېږي.
د جي اته، يا د اتو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به په دې تاريخي ښار کې د جي اته سرمشريزه کې ګډون کوي چې کوربه به يې د جاپان د بهرنيو چارو وزير مساهيکو کومورا وي.
نور ګډون کوونکي به د خپل هېواد او سيمې په سطحه پر مسايلو خبرې سره کوي، پر دې سربېره، د شمالي کوريا د اټومي پروګرام پر نه پراختيا به هم بحث کېږي، د ايران د اټومي پروګرام په برخه کې موضوع نوره هم جدي شوې ده، دې هېواد ملګري ملتونه هم دېته اړ کړي چې د يورانيمو د غني کولو پروګرام په وړاندې د مبارزې لپاره لستوڼي بډوهي.
د اتو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پر ايران ږغ کړى چې د نړيوالو غوښتنې ته دې مثبت ځواب ووايي، پر تهران فشارونه زيات دي.
افغانستان او پاکستان ته به د سولې راستنول هم د غونډې مهمه موضوع وي، چې د منځنۍ اسيا د سولې پر بهير مثبت تاثير کوي.
د افغانستان په اړه به اته ستر صنعتي هېوادونه يوه ګډه اعلاميه خپره کړي، چې د افغانستان د بيارغونې په برخه کې به د مالي مرستو په شمول، د دغو هېوادونو تعهدات بيا تازه شي او کابل به دېته تشويقوي چې د اداري فساد او مخدره موادو په وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.
د اتو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران غواړي د افغانستان او پاکستان پر پوله ټولنيز او اقتصادي پرمختګ ګړندى کړي، چې په دې سيمه کې به شا و خوا د درېيو مليارده ډالرو په ارزښت د بيارغونې پروژې عملي کېږي.