هلمند د کوکنارو په کښت کې نړيوال ريکارډ ټينګوي
2008-06-25 10:55:30
نژدې دى چې هلمند ولايت يوځل بيا د ترياکو په کښت کې يو بل نړيوال ريکارډ مات کړي، زيات کوکنار د دې ولايت په مرکزي برخو کې کرل شوي چې اندازه يې پنځه دېرش زره هکټاره ځمکې ته رسېږي، په دې ولايت کې اته ويشت کاله مخکې چا ترياک نه کرل، خو اوس دا ولايت د ټول هېواد په سطحه ډېر ترياک توليدوي. ويل کېږي د ترياکو کښت په سيمه کې امن هم ګډوډ کړى، د افغانستان د زراعتي چارو يو يو بهرنى متخصص ريچارډ بي، سکاټ، په دې اړه يوه مقاله ليکلې ده، چې دلته يې لنډيز اورئ.
د افغانستان د زراعتي چارو متخصص ريچارډ بي، سکاټ چې څو لسيزې مخکې يې په افغانستان، په خاصه توګه هلمند کې کار کړى، ليکي:
زموږ هڅې، د بيارغونې چارې او د ترياکو کښتونو له منځه وړل ناکامه شوي دي، ځکه پخوانيو سازمانونو، ايجنسيو، بهرنيو هېوادونو، افغان مرکزي دولت دغه راز ولايتي چارواکو هم دا توان ونه موند چې ولسي خلک د دې کښت نه کرلو ته راضي کړي.
دا کار له سيمه ييزې ادارې سره د نژدې اړيکو له لارې کېداى شواى. د هلمند اوسنى والي ګلاب منګل چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د دې ولايت څلورم والي دى وايي څلور کاله مخکې په دې برخه کې يو برى ليدل کېده، خو هغه وخت موږ پر خلکو په خاصه توګه د هلمند د مرکزي سيمو پر اوسېدونکو باور ونه کړ او بې ارتباطه پروژې، بد وختونه، د رهبرۍ نشتوالى او د بېګناه خلکو وژل زيات شول.
د مقالې ليکوال ليکي:
د ترياکو کښت ته بيا مخه خلاصه شوه، چې لويه وجه يې د رهبرۍ نشتوالى او بې تاثيره پروګرامونه وو، په دې توګه د وسلوالو طالبانو بيا راګرځېدو ته هم لاره اواره شوه، چې په سيمه کې بې قانوني هم پراخه شوه. د دې تر څنګ سيمه ييزه اداره هم ناراضه شوه چې دې ادارې هم د مخدره موادو قاچاق ته مخه کړه، اداري فساد پراخ شو چې دې کار مايوسي زياته کړه.
د مخدره موادو دکښت مخنيوى وخت غواړي، چارواکي هم نه دي توانېدلي په موثره توګه اجراات وکړي او د بديل ژوند لپاره پلان نه ليدل کېږي، د کوکنارو مخنيوى د پنبې د نرخونو په لوړېدو، د بيارغونې په زياتېدو او د اصلاح شويو تخمونو په وېشلو سره کېږي. د هلمند ولايت يو اوسېدونکى له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې وايي چې د مجبورۍ له کبله کوکنار کري.
د مقالې ليکوال ښاغلى سکاټ زياتوي:
د هلمند اوسېدونکي هم نه غواړي دا بوټى وکري، دوى ورته د شيطاني بوټي په سترګه ګوري، دوى پوهېږي چې زيات افغانان د دوى د خپل خپلوانو په شمول په دې توګه په نشو اخته کېږي، خو په دې ولايت کې مزدوري ارزانه او د نورو زراعتي توليداتو بيې ټيټې دي، چې د خلکو ضرورتونه، نه شي پوره کولاى. چې دې کار امن هم خراب کړى دى.
نوموړى وايي
يوازې سيمه ييز خلک کولاى شي سيمې ته امن راولي، دا يوازې په فشار او نورو ځواکونو په راتلو سره نه کېږي، دا د خلکو په خاصه توګه کروندګرو په هڅو پورې اړه لري، چې څه کولاى شي. ولسي خلک په خپله امن ټينګولاى شي نه بهرني ځواکونه، د ترياکو د مخنيوي لپاره بايد يو منظم پروګرام موجود وي، د هغه مارکېټ دې ختم شي
ليکوال د وړانديز په توګه ځينو ټکو ته هم اشاره کړې ده چې د کوکنارو کښت کمولاى شي، مثلاً د بيارغونې د کارونو زياتوالى، له کروندګرو سره مستقيمې خبرې، د مصروفيتونو او کار و بار برابرول، نورو زراعتي توليداتو ته مناسب بازار پيدا کول او د کوکنارو د له منځه وړلو د کمپاين د موظفينو روزنه.
ليکوال وايي له تېرو شپږو کلونو راهيسې د دې ولايت په څو ولسواليو کې هر کال د کوکنارو له منځه وړلو کمپاين عملي کېږي خو د تېر کال په څېر هر وخت له ناکامۍ سره مخ کېږي، چې مارجه او نادعلي ولسوالۍ يې ښه مثالونه دي.
ليکوال وايي د پوځي فعاليتونو او پرمختيايي کارونو ترمنځ بايد فرق وشي، خوپه اوس مهال کې دې مشکل کروندګر اندېښمن کړي دي. د مقالې ليکوال ريچارډ بي، سکاټ ليکلي دي:
د کوکنارو له منځه وړلولپاره بايد د هلمند والي او د هغه کاري ګروپ له کروندګرو، قومي مشرانو او نورو بانفوذو شخصيتونو سره خبرې اترې وکړي، دا خبرې اترې بايد د اخطار شکل ونه لري.