په ازبکستان کې بشري وضعيت خرابېدونکى دى

درې ميآشتې وروسته تر هغه چې اروپايي اتحاديې د  بشر حقوقو د پراختيا په برخه کې د ازبکستان د ولسمشر د هلو ځلو ستاينه وکړه، په دې راپور کې چې اوس يې اورئ ويل شوي دي چې د دې هېواد بشري وضعيت کړکېچن دى، چارواکي د نظر د اختلاف هر ډول شکل تر پښو لاندې کوي، ازاد مطبوعات سانسوروي او انټرنټي پاڼې بندوي. د ازادۍ راډيو خبريالې فرنګېس نجيب الله په دې اړه راپور برابر کړى چې لنډيز يې دلته لولئ

يو پخوانى مخالف او د بشري حقوقو فعال غړى نورباى هولجي ګيتوف له اوږدې مودې راهيسې په بند کې شپې سبا کوي چې په دې وروستيو کې يې ناروغي زياته شوې ده. په تاشکند کې د مدني قوانينو يو بل فعال شخص عبدالرحمن تشنوف ازادۍ راډيو ته وويل چې د هولجي ګيتوف پښه اوس د ګور پر غاړه ده او د کارشي په زندان کې يې حالت ډېر بد دى

نورباى اکا په بد حالت کې دى، ژوند يې له خطر سره مخ دى، د وينې فشار يې لوړ دى، څنګل او پښې يې فلج شوي دي، کله چې دباندې وځي خامخا بايد يو بل زنداني ملګرى ورسره کومک وکړي

شپېته کلن هولجي ګيتوف درې کاله مخکې تر نيول کېدو وروسته په لس کاله بند محکوم شو، د بشري حقوقو د څارنې ډله وايي چې دى د جعلي او بې اساسو تورونو پر اساس بندي شوى دى.

د اروپا د بشر حقوقو د څارنې ډلې هم له تاشکند څخه د ښاغلي ګيتوف خوشې کېدل غوښتي، دا ډله وايي تر دا مهاله د بشر حقوقو يوولس فعالين د ازبکستان په زندان کې بنديان دي، چې يو په بل پسې د رواني درملنې لپاره روغتون ته انتقالېږي.

که د ازبکستان له زندان څخه د بشر حقوقو يو فعال غړى خوشې کېږي، په لسګونو نور يې په دې تور هلته بنديان دي چې ګواکې تروريستان يا مذهبي توندلاري دي. حکومت کوښښ کوي ازبک خبريالان تر پولو هاخوا هم له څه ويلو راوګرځوي. د ازادۍ راډيو د ازبکۍ د څانګې خبريال ته مزاحمت وشو،  بله ورته پېښه د ازادۍ راډيو د بل خبريال سوليجن عبدالرحمنوف نيول دي. هغه د ازبکستان په نوکس ښار کې په دې تور ونيول شو چې ګواکې نشه يي مواد کاروي.