د امريکا پر سفير د درغلۍ تور ولګول شو

په البانيا کې د امريکا سفير په غيرقانوني او پټه توګه د چينايي وسلو او مهماتو په کار و بار تورن شوى دى،  د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون قرارداد کوونکو دغه مهمات د افغانستان د امنيت لپاره رانيولي وو، په نيويارک کې د کانګرس څېړونکو دا خبره د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبريال ته د سه شنبې په ورځ وکړه. د نيويارک ټايميز ورځپاڼې د راپور په حواله:

يوه پوځي چارواکي څارنوالانو ته ويلي چې په البانيا کې د امريکا سفير د يوه پلان له مخې د دې هېواد د دفاع وزير ته ويلي وو، چې د چينايي وسلو او مهماتو څو بکسونه د نيويارک ټايمز خبريال له سترګو پناه کړي  او هلته خبريال ته داسې وښيي چې ګواکې دا وسلې اصلي دي او له البانيا څخه به افغانستان ته لېږل کېږي چې د امن په ټينګښت کې کار ځنې واخيستل شي.

په پام کې وه د دغو وسلو د لېږدونې کار د هغې کمپنۍ له خوا پيل شي چې د وسلو کار و بار کوي.

د نيويارک ټايميز د راپور پر اساس، د امريکا دغه سفير جون ويټرز، د البانيا له دفاع وزير فاتمير ميډيو سره د البانيا په پايتخت تيرانا کې د نيويارک ټايمز خبريال تر رسېدو څو ساعته مخکې وکتل، دغه خبريال غوښتل هغه امريکايي وسلې له نژدې وګوري چې په پام کې وه افغانستان ته ولېږل شي.

خبريال په خپل راپور کې ليکي:

د وسلو دغه امريکايي کمپني د يوه پوځي قرارداد له مخې کار کوي، چې د افغانستان د امنيت لپاره يې زيات مهمات رانيولي وو، خو  امريکا د قانون له مخې د چينايي وسلو کار و بار منع اعلان شوى دى.

په راپور کې د يوه بل تورن سړي، لاري، ډي، هرېسن نوم هم اخيستل شوى چې ګواکې په دې قضيه کې لاس لري.

د وسلو دغه کمپني په دې وروستيو کې تر څارنې لاندې وه، چې ګواکې په ناقانوني توګه يې د وسلو کار و بار کړى، چې زياتره يې چينايي وې.

د تېرې جمعې په ورځ د دې کمپنۍ مشر دوه ويشت کلن اېفرايم ډايورلي او د هغه د کمپنۍ درې نور کارکوونکي د منع شويو چينايي وسلو په پلورلو تورن شوي دي.