په دوشنبه کې د يهودانو يو عبادتځاى له منځه لاړ

 په دوشنبه کې د يهودانو د يوه عبادتځاى له منځه وړل

د تاجکستان يوې پخوانۍ يهودي ډلې خپل هغه عبادتځاى له لاسه ورکړ چې په دوشنبې کې يې موقعيت درلود، چارواکي وايي دوى د ولسمشرۍ ودانۍ ته څېرمه د نورو زړو ودانيو تر څنګ دا عبادتځاى هم ړنګ کړى او دلته به د جمهوري رياست لپاره يوه نوې وداني جوړېږي، په دوشنبې کې د يهودانو دا وروستى عبادتځاى تېره اوونۍ له منځه يووړل شو، چې د سيمې دغه لرغونې يهودي ډله يې له عبادت څخه محرومه کړه.

دغې وداني د ښار په مرکزي برخه کې موقعيت درلود، اوس دلته چارواکو د جمهوري رياست لپاره يوه نوې پرمختللې وداني جوړوي، چې پارک او د اوبو فوارې به لري.

دا ځاى د ځايي يهودانو لپاره هم د عبادات يو مرکز و او هم د راټولېدنې سيمه، دلته زيات يهودان زاړه او غريبان دي، دلته دوى کولاى شواى وړيا ډوډۍ هم وخوري.

دا عبادتځاى او په شا و خوا کې يې ولاړې ودانۍ سل کاله مخکې جوړې شوي، چارواکي وايي له ډېرې مودې يې د پخوانيو ودانيو نړولو او ښاري پراختيا پلان درلود. د دې عبادتځاى د نړولو کار دوه کاله مخکې يانې د ٢٠٠٦م کال په فبرورۍ مياشت کې پيل شو، چې بلډوزرو د مذهبي تشريفاتو حمام او د عبادت نورې خونې واړولې. خو د نذهبي ډلو او د نړۍ د نورو يهودي ډلو انتقادونه زيات شول، نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو فرهنګي څانګې يا يونيسکو هم د دې عبادتځاى د نړولو د موقتي بندېدو غوښتنه کړې ده.

د دوشنبې د يهودي عبادتځايونو يوه مسوول ډېويډ کيسلکوف وايي د دوشنبې د فردوسي ولسوالۍ محکمې او استيناف محمکې هم د ځايي چارواکو هرکلى کړى دى:

ږغ

نوموړى وايي

دلته ولسوالۍ او ښار ته لارې غزېدلې وې، خو دوى دا پرېکړه وکړه، دا ډېره مهمه وه چې دا عبادتځاى له منځه يووړل شي، استيناف محکمې هم ونه کړاى شول دا لومړنى فرمان بدل کړي. د دغه ځاى ورانى لا روان دى.

د يهودانو دا لرغونى عبادتځاى له نن څخه يوسل او اته کاله مخکې جوړ شوى و، هغه مهال د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د يهودانو دوې ډلې موجودې وې.

د شوروي اتحاد له خوا شپږپنځوس کاله مخکې دغه عبادتځاى په ملي توګه ومنل شو چې حکومت ته يې هم هلته د عبادتځاى د جوړولو لپاره مځکه او د عبادت حق ورکړ.