رواني داستاني ادبيات

رواني داستاني ادبيات

 

استاد اسد اسمايي- فرانسه، بزانسون، د ويكـټـور هوګو كور



عقل د زره په خوښه كار كوي او زره ته ګوري. هغه چې زړه يې نه غواړي عقل په كې لاره نه شي پيدا كولاى.
شوپنهارو

هغه ادبيات چې تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته په اروپا او ان په ټولـه نړۍ كې پيدا شول خصوصاً د روانشناسۍ تر اغېزې لاندې دي او تر ډېره حده هغه پولـه چې د هنر، ادبياتو او روانشناسۍ تر منځ موجوده وه لـه منځه لاړه. كه ديونان كلاسيكو ادبياتو ته ځير شو ، دا به جوته شي چې د هغه وخت ادبياتو هم د خپل زمان لـه رواني تندې څخه رنګ اخيستى دى. هومرته چې د خپل وخت خلكو د ملت معمار او د خلكو د لارښود القاب وركړي وو، دهغه د ((ايلياد)) او ((اوديسوس)) ليكنې، د سوفوكل ((اوديپ)) د اوروپيد (( الكتر)) او ((ايفي ژبي)) تر هر څه وړاندې رواني اهميت لري.
سقراط او بيا اپلاتون دهغه وخت پر شاعرانو دا انتقاد كاوه، چې ګواكې هغوى احساسات راپاروي او عقل تر سيوري لاندې نيسي ، يا يې كه په بل ډول ووايم اپلاتون وايي چې شاعران لـه احساساتو ناوړه استفاده كوي. مګر په خپلـه داپلاتون ليكنې دومره شاعرانه دي چې ته به وايې فلسفه د شعر په ژبه بيان شوې ده او زموږ لپاره د هغوى رواني او هنري ارزښت هم د پاملرنې وړ دى.
د ويرژيل د "انيياد" او د دانتې د "الـهي كومېډي" شاعرانه او سمبوليكه ژبه نه يوازې هنري ارزښت لري، بلكې ډېر زيات رواني ارزښت هم لري. د جېمز جويس (اوليسس) په يوه مانا هماغه د هومر د (اوديسوس) ادامه ده، چې د رواني سمبولونو په مرسته يې د ټول بشريت تاريخي ارماني انځور د مانا د تداعۍ په مرسته زموږ په ذهن كې تمثيلوي، يانې دهغه هر سمبول او نخښه تر يوه حده د ټول بشريت تېر ژوند انځوروي.
د مارسل پروست "د تېر شوي وخت په لټه كې" اود ويرجينيا ولف " د سمندري څراغونو پرلوري" نومي اثار، نه يوازې ادبي ارزښت لري، بلكې رواني اهميت يې هم تر ډېره كچه د يادونې او ستاينې وړ دى. د فلوير په آثارو كې هم د پېښې ځاى اغېزلري.
د سامويل بكت " د ګودو په انتظار كې " او د كافكا ليكنې هم د انسان د رواني ډرام سمبوليكه او هنري ژبه د هغې" بېهودګۍ" د تمثيل لپاره استعمال كړې، چې انساني فرد په كې د يوازېتوب لـه اضطراب څخه اغېزمن دى. دغه تر عقل هاخوا تمايلات چې د فرد منطقي سير ته ورته والى لري. لـه شك پرته چې ډېر رواني ارزښت هم لري او كولاى شي د اوسني انسان لـه ستونزو مو خبر كړي.