شاعر

ليكوال : هرمان هسه
ژباړه : پيرمحمد كاروان

فلسفي منظوم داستان

شاعر


هرمان هسه په 1877 ع كال د المان په جنوب كې زېږېدلى دى. په 1946 ع كال يې د نوبل ادبي جايزه واخيسته. د هسه په ټولو اثاروكې د شرق د فلسفې اروا ځلېږي.

د شاعر په نوم ټوټه د هرمان هسه د فلسفي او ښكليو شعرونو لـه جملې ځنې يوه ده، چې د شرق لـه اروا څخه يې سر چينه اخيستې ده.

وايي چې هان فوك چيني شاعر لا په ځوانۍ كې شوق درلود چې ډير څه زده كړي، تر هر څه غېږه را تا و كړي او يو مكمل شاعر شي. دى په خپل وطن كې د زېړ سمندرګي په لمن كې اوسېده . پر مور او پلار ډېر ګران و. د يوې سترې كورنۍ يوه ډېره ښكلې نجلۍ يې ورته كوژده كړه. مور او پلار يې هيلـه درلوده چې د هان فوك دناوې ډولۍ په بختورو او زرينو شېبو كې كورته راوړي. هان فوك شل كلن زلمى و، خورا ښكلې ځواني يې وه، ملنګ خويه او د ښه نيت څښتن و. لـه خلكو سره يې په مينه او موسكا راشه درشه كولـه. په ډېرو علومو كې يې لاس درلود. يو څو لوړو شعرونو، په كم عمرۍ كې مشهور كړى او د ښار د اديبانو په منځ كې يې نوم ګټلى و. كه څه هم شتمن نه وخو په زړه كې يې ګوړې ماتولې چې ډېر ژر به د شتو خاوند شي. د خپلې ناوې جهيز خويې پر خپلو راتلونكو شتو سر بارى بالـه . ناوې يې زښته زياته ښايسته او پاك لمنې وه . لـه دې كبلـه يې زړه باغ باغ و خو بيا هم لـه ژوند راضي نه و، زړه يې لـه ولولو ډك ، ارمان يې دا و چې تر ټولو لوى شاعر شي.
يوه شپه د زېړ سمندرګي پر غاړه د ډيوه ګيو جشن و، هان فوك د ساحل پر غاړه ورو ورو قدم واهه ، يوې ونې ته يې ډ ډه ووهلـه. ونه او بوته وركږه وه او ځينې څانګې - يې په اوبوكې لګېدلې. هان فوك د اوبو - په هنداره كې د زرګونو ډيوه ګيو د لمبېدونكو وړانګو د تصويرونو ننداره كولـه. په بېړيو كې يې ښځي،گ سړي، نجونې او ځوانان ليدل چې يو بل ته سلامونه كوي او د جشن په ښكلو جامو كې د ګلو نو غوندې ښكاري. د وړانګينو او بو زمزمې يې په خوند اورېدې. د سندرغاړو سندرو، د بربط لړزانده نغمو اود شپېلۍ خواږه غږلـه ځانه بې ځانه كړى و. ددې ټولو تر څنګ شين بخونې شپې ته ځيرو چې د معبد د ګيډوونكو منارونو او كومبزو غوندې راځوړنده وه. ځان يې تر هرچا زيات د ښكلا نندارچي وليد، زړه يې بې واره ټوپونه وهل. ددې پر ځاى چې د سيند هغې بلې غاړې ته لاړ شي، لـه خپلې ناوې او دوستانو سره لـه جشن ځنې خوند واخلي دايې غوره وبللـه چې په ټول قوت د ښكلا ننداره وكړي او بيا دا ټولـه ښكلا په يوه شعر كې راټولـه كړي. زړه يې و، چې شين بخو نه شپه ، د اوبو په څپو كې د بلو ډيوه ګيو پړكا ، همدارنګه د مېلمنو خوشحالۍ او د ساحل پر غاړه كږ ې ونې لكه ته د تكيه كړي چوپ نندارچي ټول كيفيات په خپل شعر كې ونغاړي. خو دنيا ټولو جشنو نو او خوښيو خوښي نه وربخښلـه . ځان ورته يوازې نا پېژندويه نندارچي برېښېده . په زړه كې ورګرځېدل چې تنها دده اروا د خلكو په ټولي كې داسې پيداده چې هم ښكلا او هم خپل نا پېژندويه وجود حس كړي. ځكه خو ډېر زړه تنګى شو او تر ډېره په ژورو چورتو نو كې لاړ . تر ډېر سوچ وروسته په دې ورسېده چې كاملـه او حقيقي خوشحالي به هغه وخت تر لاسه كړي تر څو د ښكلا جاويدانه او هميشنۍ دنياګۍ په خپلو شعرونو كې را زرغونه كړي.
هان فوك په دې نه پوهېده چې ويښ دى كه ويده . ناڅا په يې د چادپښو پسته مسته ښكالو په غوږ شوه. يو څوك يې د كږې ونې په خوا كې وليد چې بنفشه يي لباس په غاړه ، پر تمينه څېره ، د مينې او درناوي وړ.... هان فوك لـه ځايه راولاړ شو، نا پېژندويه مېلمه يې په داسې درناوي ونمانځه چې ډېر لوړ خلك پرې نمانځل كېږي. ښه راغلى يې ورته ووايه .
ناپېژندويه موسكا وكړه، يو څو شعرونه يې وويل، داسې شعرونه چې څو شېبې وړاندې د هان فوك په روح كې ورګرځېدل. دومره زړه راښكونكي او ښكلي، لكه د دنيا د ډېرو لويو شعارانو شعرونه، ځوان هك پك شو . په داسې حال كې چې سريې د ناپېژندويه په وړاندې په درناوي ټيټ كړ، په لوړ غږ يې وپوښتل:
دا ته څوك يې چې زما لـه اروا خبر يې او داسې شعرونه دې راته وويل چې تر اوسه مې د شعر لـه استادانو نه وو اورېدلي؟
نا پېژندويه بيا موسكا وكړه، داسې موسكا چې د سترو او كاملو انسانانو پر شونډو يې ليدلاى شوه.
ويې ويل:
كه ستا زړه وي چې شاعر شي، نو ماته راشه . زما كورګى په شمال غربي غرونو كې د لوى سمندر د سر چينې پر غاړه دى. زما نوم د خبرو كامل استاد دى. تر دې خبرو وروسته سپين ږيرى د ونې د تياره سيوري خواته لاړ او تر لږ ځنډ وروسته ترى تم شو. هان فوك اخوا دې خوا منډې ترړې وكړې، خو د خبرو كامل استاد يې ونه موند. لـه ځانه سره يې وويل: لكه چې دا هر څه يو خوب و. په بيړه دبيړ يو خواته ورغى . په جشن كې يې ګډون وكړ. د خلكو په مجلس او د شپېلۍ په غږ كې يې هماغسې د ناپېژندويه سپين ږيري لـه رازونو ډك غږ اورېده . ته وا اراوايې اوس هم لـه سپين ږيري سره ملګرې ده. لكه يو نا بلد، لـه خوب نه په ډكو سترګو د خپلو خوشحالو ملګرو په منځ كې ناست و. ملګرويې دده او دده د نامزادې مينه د ټوكو او شوخۍ موضوع ګرځولې وه.
څو روځې وروسته د هان فوك پلار و پتېيله چې دوستان اوملګري را خبر كړي او د هان فوك د واده جشن ونيسي، خو هان فوك ورسره ونه منلـه او ويې ويل: پلارجانه! زما ګستاخي وبخښه ، زه پوهېگږم چې يو پلار پر زوى څومره حق لري، خو داځل زما لـه سر غړونې راتېر شه. يوازينۍ هيلـه مې دا ده چې يو لوى او هنر مند شاعر شم. كه څه هم ځينې دوستان مې د شعرونو زښته زياته ستاينه كوي، خو زه ډېر ښه پوهېږم چې څومره په اوبو كې يم. زه پوهېږم چې د هنر ددنيا ګۍ يو ماشوم يم او په پالي پالۍ روان يم. پلارجانه! هيلـه لرم يو څه موده مې يوازې پرېږده چې د خپل هنر لمن ونيسم.
كه زه د كور او اور څښتن شم، نو خامخا به لـه خپلـه كاره پاتې شم . اوس چې ځوان يم او بلـه وظيفه نه لرم پرې مې ږده چې ځان د شعر او هنر په خوږه غېږه كې ور واچوم.
پلار يې هك پك شو او ويې ويل:
عجبه ده، دا هنر اوس دومره قيمتي دى چې خپل واده هم ځنډوې؟ كه ستا او ستا د نامزادې ترمنځ كوم تا و تريخوالى راغلى وي، ما ته ووايه چې زه مو سره خواږه كړم. كه سره مرور ياست سره پخلا به موكړم ، كه خو ښه دې نه وي، بلـه نجلۍ به درته وغواړم.
زوى يې قسم وخوړ چې لـه خپلې ناوې سره د پخوا په څېر مينه لري او ددوى تر منځ هيڅ خبره نه ده را پيدا. پلار جانه! زه د ډيوه ګيو د نندارې په شپه په خوب كې لـه يوه استاد سره آشنا شوى يم. اوس نو لـه خپل كامل استاد سره د شاګردۍ وياړ ددنيا پر ټولو نعمتو نو غوره ګڼم. پلار يې وويل : ښه ډېر ښه . ځه يو كال وخت در كوم . كېداى شي په يوه كال كې خپل آرمان ته ورسيږې. ښايي لوى خداى به كامل استاد درته رالېږلى وي. هان فوك لږ غلى شو، غاړه يې تازه كړه او ويې ويل:
څوك نه پوهېږي، كېداى شي دوه كالـه رانه شم. پلارنور څه ونه ويل ډېر اندېښمن د خپل زوى لـه څنګه را ولاړ شو. ځوان خپلې ناوې ته ليك وليكه. په ليك كې يې خداى پاماني ترې واخيسته او ور ويې لېږه. د سفر موزې يې په پښو كړې. هه هه مزل يې وكړ. آخر د سيند هغې سر چينې ته ور ورسېد، چې كامل استاد يې نښه وركړې وه. لـه سر چينې لږ ليرې په ګوښي ځاى كې يې د خپل استاد ساده باده جونګړه وليده. د جونګړې مخې ته د خبرو هماغه كامل استاد پرپوزي ناست و، چې د ډيوه ګيو د نندارې په شپه يې د ساحل پر غاړه كږې ونې ته تكيه وهلې وه. استاد عود غږاوه . كلـه يې چې ځوان مېلمه وليد چې لـه درناوي په ډكه وېره ورنږدې كېږي لـه خپلـه ځايه پاڅېد خو مېلمه ته يې ښه راغلاست ونه وايه ايلـه موسكى شو او بيا يې خپلې نازكې ګوتې د عود پر تارو نو وځغلولې.
يوه زړه وړونكې نغمه د سپينو زرو دورېځو په څېر په دره كې تاوه را تاوه شوه. ځوان لـه ډېرې حيرانۍ پاڅېد او په دې خوږه حيرانۍ كې يې هر څه هېركړل. دخبرو كامل استاد عود يوې خواته كېښود او خپلې جونګړې ته ننوت، هان فوك هم ورپسې روان شو، د خپل كامل استاد نوكري او شاګردي يې پيل كړه. يوه مياشت تېره شوه. په دې يوه مياشت كې هان فوك په دې ورسېد چې خپل پخواني شعرونه يې په دوه توته نه ارزي. يوه مياشت وروسته يې هغه شعرونه هم لـه زړه څخه وغورځول چې لـه خپلو استادانو يې زده كړي وو. سپين ږيري لـه هان فوك سره كمې خبرې كولې، خو ورو ورو يې د چنګ غږول وريا دول ترڅو چې د موسيقۍ مهينې څپې د شاګرد په ټول بدن كې خورې شوې. يوه ورځ هان فوك يو كوچنى شعر وليكه چې د مينې په آسمان كې يې د دوو الوتونكو الوتنه په كې انځور كړې وه. دا شعر يې ډېر خوښ شو، خو جرئت يې ونه كړ چې خپل كامل استاد ته يې وښيي. يو مازديګر د لمر ډوبېدو پرمهال يې دا كوچنى شعر په لوړ غږ واوراوه. استاد يې په ډېره مينه ورته خوږ شو خو څه يې و نه ويل. په خپل چنګ كې يې ورو ورو يوه نازكه نغمه واړولـه. وروسته هوايخه شوه ، د شفق سرخي پسې كمه شوه او توند باد ولګېده . كه څه هم نيمه اوړى و،ولې په خړ آسمان كې يوې جوړې زاڼو په ډېر شوق الوتنه كولـه. دا هر څه د ځوان تر شعرونو ډېر ښكلى و. ځوان غمګين او غلى و. د فطرت ددې ښكلا په وړاندې ځان ورته هېڅ برېښېده. تر يوه كال وروسته هان فوك په چنګ غږولو كې ښه لاسبرى شو خو د شعر ويل، تر اوسه لاګران كار و چې پر خپل ځاى پاته و.
دوه كالـه وروسته يې خپل وطن او عزيزان پر زړه راواورېدل. خپلـه ناوې يې ډېره سخته ورياده شوه. لـه خپل استاد نه يې وغوښتل چې خپل وطن ته د تګ اجازه وركړي. استاد موسكى شو. سر يې وښوراوه. ويې ويل: آزاد يې، هر چېرته چې ځې ورځه، اللـه دې مل شه. كولاى شې دويم ځلي بيا دلته راشې. كولاى شې ټول عمر په خپل كور كې پاتې شې، بس خو ښه دې خپلـه.
شاعر خپل وطن ته د سفر نيت وكړ. زړه ماتى پر لاره روان شو. يوه ورځ سهار د لمر ختو پر مهال د خپل وطن ساحل ته ورورسېد، لـه لرى يې د خپل پلرني ښارپل وليد . بې لـه دې چې د چاور پام شي غلى خپل باغ ته ننوت . لـه كړكۍ نه يې د خپل پلار د خوب كوټه وليده . پلار يې ورو ورو ساه اخيسته او په درانه خوب ويده و، بيا راغى د باغ تر هغو ونو لاندې غلى شو چې د نامزادې د كورتر څنګ يې ولاړې وې، يوې ونې ته ور وخوت. د ونې لـه سره يې خپلـه ناوې وليده چې ولاړه ده او زلفې ږمنځوي. دا ټول څه يې چې په سترګو وليدل لـه هغو تصويرونو سره خوا په خوا شول چې په پر دېسۍ كې يې كښلي وو. ښه و پوهېده چې دى شاعرۍ ته جوړ شوى دى. په دې ورسېده چې د شاعر په تخيل او رويا كې كومه ښكلا او نازكي شته. په واقعي عالم كې د هغې پلټنه بې ځايه ده .وروسته لـه ونې راكوز شو او لـه باغه و تښتېده. د پلـه لـه سره تېر شو او لـه خپل پلرني ښاره ووت . يو ځل بيا هغو لوړو او غرنيو درو ته ور پورته شو.
هلته يې خپل استاد د پخوا په څېر د جونګړې مخې ته پرپوزي ناست و او چنګ يې غږاوه. د ښه راغلي پر ځاى يې ځوان مېلمه ته دوه زړه راښكونكي بيتونه واورول . بيتونه دومره خواږه او لـه ترنمه ډك وو چې د ځوان سترګې د اوښكو پيالې شوې. هان فوك دويم ځلي لـه استاد سره پاتې شو. استاد ته څرګنده شوه چې هان فوك په چنګ غږولو كې ماهر دى هغه و، چې د بربط www.bloguna.com