ناول، ولې او څنګه؟
2008-02-19 06:59:15
ناول، ولې او څنګه؟
د حميد فراز پر کتاب (بڼکه) ليکل شوې
يوه كتاب پلورونكي ملګري هغه ورځ راته وويل چې په دې ورځو كې ناولونه خورا ډېر لوستونكي لري، چې زياتره يې ځوانان دي.
ښايي همدا وجه وي چې ناول ليكلو او ژباړلو ته ګڼو كسانو مخه كړې او د ناولونو ليكوالان هم ډېر شوي دي. كه چېرې د نړۍ غوره ناولونه خپلې ژبې ته راوژباړو، وروسته به د غوره تخليق لپاره ښايسته مرسته راسره وكړي.
د طالبانو تر واكمنۍ وړاندې به مې له ځينو ټولګيوالو سره يوځاى له يوه كتاب پلورنځي څخه ناولونه كرايه كول، چې تر لوستلو وروسته به مې بېرته ورسپارل. له ناولونو سره مې ډېره مينه وه، ان چې د بايسكل مخې ته مې يوه وړه كونجوغه جوړه كړې وه، چې ناول به مې په كې ټينګ كړى و، د بايسكل چلولو پر مهال به مې هم لوستل. كور مو له ښاره ښه په اوږده فاصله كې پروت و او هغه وخت كابل د دومره ګڼه ګوڼې كوربه هم نه و، چې د ټكرېدو وېره راسره وي.
په هغو كلونو كې د پښتو ناولونو شمېر ډېر كم و، خو سړى اوس ګڼ پښتو ناولونه يادولاى شي چې ان څو- څو ځله چاپ شوي هم دي.
زما په اند ناولونه د بوختو ښارونو په پرتله په نورو سيمو كې ډېر لوستونكي لري، چې اكثره ځوانان هلته د تفرېح لپاره ځاى نه لري، له دې كبله د ناول په پاڼو كې خپله وركه لټوي او د چا خبره وخت لنډوي، له نېكه مرغه په ځينو مجلسونو كې سړى د ذوق له خاوندانو سره ډېر مخ كېږي، چې د پرېوتو بحثونو پر ځاى، د يوه ناول يا بل هنري اثر د منځپانګې پر څرنګوالي او څومره درسره خبرې كوي، پر ځينو برخو يې نيوكه او د ځينو دا ستاينه كوي.
ناول ليكونكو ته زموږ د ټولنې په لمن كې ډېرې بكرې او نه تمامېدونكې سوژې پرتې دي، چې دا ښاغلي يې بايد په هنر سره راواخلي، صيقل يې كړي او بيا د ناول بڼه وركړي، ځكه موږ د علمي او كلتوري فقر په ګرداب كې لاهو او د يوه ناپېژندويه ماڼو په بېړۍ كې ناڅرګند لوري ته درومو، نو كه چېرې په ناولونو كې له پيام او عبرت څخه ډكې كيسې راواخيستل شي، چې د يوې انساني او اخلاقي رغونې لپاره لار صفا كړي، دغه راز عقيدوي او اخلاقي سمون رامنځته كړي، ډېره غوره هڅه به وي.
كه يو سړى جامې وكاږي او په ګڼه ګوڼه كې روان شي، ښايي ډېر كسان سترګې ورواړوي، خو كه چېرې د نورو غوندې عادي جامې ولري، دومره به د حيرانۍ وړ ونه ښكاري، اوس مهال هم ځينې كسان داسې كتابونه خپروي، چې د ټولنې اخلاقي نظام ګډوډوي، كه چېرې موږ له نورو ژبو څخه هم ژباړې كوو، په ځانګړې توګه د ناولونو په ټاكنه كې بايد ډېر دقت وكړو، ځكه په نورو ژبو كې داسې كتابونه هم شته چې سړى يې بايد (ناولي) ونوموي، نه ناولونه.
په پوليسي او جنايي نالونو كې هم يوه ستونزه شته چې كه څوك يې لولي، خوند ځنې اخلي، ډېره تلوسه په كې موجوده وي، خو د پيغام اړخ يې كله- كله كمزورى وي، كه څه هم په پښتو كې پوليسي او جنايي نالونه د ګوتو په شمار ليكل شوي، خو په دې وروستيو كې دغسې څو ناولونه ليكل شوي او ځوانانو خوښ كړي هم دي.
د ژباړې لپاره په نورو ژبو كې داسې ناولونه هم شته چې د يوې سترې بشري غميزې كيسې كوي، يا هم د ”متمدن وحشت“ منفي جريانونه څېړي، چې ځينې مهال يې پيغام هم ډېر قوي وي.
بڼكه هم د مينې يو امتزاج دى، په كيسه كې دننه د يو ډول رواني كشمكش جګړه رااخيستل شوې چې پاى يې هم په زړه پورى دى او سړى يې د دې ډول پاى تمه نه لري، ځكه د ناول لوستلو پر مهال لوستونكى ګومان كوي پېښې به بل لوري ته درومي خو په پاى كې كيسه بل ډول وي. د ځوانۍ دوره اكثره وخت د تېروتنو، بېړنيو پرېكړو او سركشيو پړاو وي، چې زياتو ځوانانو ته خپله رايه غوره او د نورو ناسمه ښكاري، له دې كبله دوى په راتلونكي ژوند كې له ډېرو ستونزو سره مخ كېږي چې پښېماني بيا هېڅ ګټه هم نه ورته كوي. په يوه ټولنه كې هم د نورو په پرتله ځوانان ډېر سمون او اصلاح ته اړتيا لري.
په دې ناول كې د مينې په خوا كې د يوې پردۍ ټولنې بېل اړخ هم څېړل شوى دى، ژباړه يې هم ښه ده، ښاغلي عبدالحميد ترابي په كم عمر كې د انتون چيخوف كيسې هم ژباړلې دي، چې دا اثر يې څو كاله وړاندې خپور شوى دى، تر خپل مشر ورور ښاغلي عبدالجبار ترنګ يې په دې ډګر كې يو ګام وړاندې اخيستى او هيله ده دا ډګر پرې نه ږدي.
د كاروان صاحب په اصطلاح: د خپلو زړونو كتاونه پرانيزئ دا بڼكه په كې كښېږدئ او له ښكلا څخه يې خوند واخلئ.
په درناوي
صالح
د ۱۳۸۵لمريز كال د كب ۲۲مه
كندهار