انځورګره مبارك شه!
2008-02-19 06:56:34
انځورګره مبارك شه!
د قاسم عارف پر کتاب ليکل شوې سريزه
”كه څه هم ځينې كسان كيسه او داستان سره يو ګڼي، خو كه داستان د ادبياتو يو داسې ډول وګڼو، چې شپېته اويا كاله وړاندې زموږ په هېواد كې دود شوى، بيا يې د اروپايي ليكوالو د سبك پر بنسټ يوه بڼه خپله كړې ده، نو بايد چې د كيسې او داستان ترمنځ توپيرونو ته هم نغوته (اشاره) وكړو.
كيسه ليكنه او ويل، زموږ په هېواد كې له ډېر پخوا څخه ځانګړى ځاى لري. په پخوا وختونو كې به كيسه له يوې سينې څخه بلې ته لېږدېدله، كيسه ويل او د پېښو بيانول به د تېر او راتلونكي وخت ترمنځ د اړيكي يوه وسيله وه. په حقيقت كې كيسې او داستان ته د انسان لېوالتيا، د تجربو د لېږدونې رالېږدونې يوه وسيله وه او ده. كيسه، يوه ساده او يېطرفه روايت دى، چې پر پېښو او څرګندونو ولاړه ده. كله چې يې لوستونكى لولي، يا يې اوري، له كومې ځانګړې پېچلتيا، لوړتيا او ځوړتيا سره نه مخ كېږي.
په كيسه كې، د پېښو چورليځ (محور) پر بېړنيو پېښو راڅرخي، يانې پېښې كيسه زېږوي، په حقيقت كې يې بنسټيز ركن جوړوي. پرته له دې چې د كيسې د شخصيتونو په پراختيا او جوړونه كې كوم رول ولوبوي.“(داستان څه دى او څنګه ليكل كېږي)
په دې وروستيو كې د كيسو ګڼې ټولګې خپرې شوې، خو ځينې كره كتونكي بيا وايي چې ځينو ټولګو ته بايد د كره كتنې ذره بين سترګه ورواړول شي چې كره او ناكره يې په ګوته شي. دوى وايي هرې كيسې ته كيسه نه شو ويلاى، دا ځكه چې ځينې يې پر چوكاټ برابرې نه دي، هاخوا ځينې نور بيا په دې باور دي چې هسې هم د كره كتنې اړخ ډېر كمزورى دى له دې كبله د معياري تخليق په برخه كې ګڼې ستونزې موجودې دي. ښايي د دې ستونزې يو لامل د بوخت او ښاري ژوند پراخوالى وي، چې اوس مهال ډېر قلموال وخت نه لري يا هم كېدى شي ځينې ليكوال، په ځانګړې توګه ځوان پوړ د كره كتنې د منلو او اورېدلو حوصله ونه لري. په نوره نړۍ كې يو اثر په دومره اسانۍ نه چاپېږي لكه په افغانستان كې، هلته يو كتاب تر ډېره د اړوندو چارواكو له خوا لاس په لاس كېږي چې وروستۍ كاپي يې تر ډېره بشپړه او دقيقه وي.
په دې ټولګه كې پنځه كيسې ژباړې دي او لس كيسې په خپل ليكوال ليكلي، چې ټولټال ۱۵ كېږي. چې په كيسو كې يې د مينې څرك هم تر سترګو كېږي. د ښو او بدو قضاوت تاسو لوستونكو ته پرېږدم.
په عمومي ډول، زه په عشقي كيسو كې دافغاني ټولنې د رواياتو او كلتور خيال ساتل ډېره جدي موضوع ګڼم چې بايد پام ورته وشي، دا سمه ده چې په ځينو ادبي او هنري ژانرونو كې هڅه كوو د مينې يو څرك راواخلو، دا مينه بايد د حيا په چوكاټ كې دننه وي. بغاوت له ټولو حدودو پښه اړولو ته نه شو ويلاى.
بله ستونزه په ځينو كيسو كې د تكرار مسئله ده چې ځينې سوژې ډېرې تكرارې شوې دي، د ساري په توګه موږ ځينې كيسې لولو، چې پر مركزي كركټر (اتل) باندې حيرانوونكې پېښې راځي، خو د كيسې په پاى كې څرګندېږي چې دا هرڅه يو خوب و. په دا ډول كيسو كې پيغام هم ډېر كمزورى وي.
په ځينو كيسو كې ليكوال هڅه كوي تش شخصي قضاوتونه لوستونكو ته ولېږدوي، چې د كيسې د منځ او روان بهير د اتموسفير او چاپېريال انځور لوستونكو ته په سمه او راڼه ډول نه شي وړاندې كولاى، چې ځينو كيسو ته سړى د يوه وچ رپوټ نوم وركولاى شي. هغه هم د باختر اژانس رپوټ، چې تر ډېره يواړخيز قضاوت په كې له ورايه سترګك وهي.
د دې تر څنګ ځينې داسې ليكوال هم لرو چې كيسې يې ډېرې هنري دي او سړى هرڅه په كې له كوم تكلف پرته احساسولاى شي، ان په ځينو كيسو كې سړى د كاڼي، ونې، يوه حيوان او بې ژبې څيز احساس هم درك كولاى شي. دا ځكه هنر دغو بې ژبې او بې حسو شيانو ته هم حس وركولاى شي.
څو لسيزې وړاندې چې په روسيه كې د انقلابونو څپې ډېرې مستې وې، ګڼ برلاسي ليكوال هم په كې وځلېدل چې په دې بهير كې رمان ليكلو ته ډېر پام واوښت، كه په ځينو رمانونو كې د طبقاتي ژوند ستونزې او د كمترۍ يا هم برترۍ احساس راواخيستل شو، ځينې اثار يې دومره په هنري ګاڼه سمبال وختل چې تر لسيزو وروسته هم د نړۍ په كچه لوستونكي لري او ګڼو ژبو ته ژباړل شوي دي. دې ټكي ته مې اشاره ځكه وكړه چې زموږ په هېواد كې ټولنيزې ستونزې خورا ډېرې دي، همدا اوس هم د هېواد په كچه د ډيموكراسۍ او بشري حقونو تر سيوري لاندې يوه داسې پټه غميزه روانه ده چې له بده مرغه زموږ ځينې”خواخوږي“ او په ظاهره ډيموكرات او تكنوكرات دوستان يې اور ته لمن وهي او د دې اور له رڼا څخه ګټه او خوند اخلي، حال دا چې زموږ د خلكو بېګناه ماشومان او بېګناه ميندې او خويندې په دې اور كې لولپه كېږي.
په هېواد كې مو د حضرت انسان ژوند دوه لكه افغانۍ ارزښت لري، په دې مانا، اكثره مهال چې په نښتو، جګړو او بمباريو كې ولسي وګړي وژل كېږي، د هېواد ولسمشر د هر وژل شوي بېګناه سړي له كورنۍ سره د دوه لكه افغانيو مرسته كوي او د ټپي شوي ملكي وګړي كورنۍ ته پنځوس زره افغانۍ وركوي او بس. هېچا هم د بېګناه خلكو متمدن قاتلين، د محاكمې مېز ته راكش نه كړل او نه به هم څوك په ترخه نظر ورته وګوري، زموږ رښتيني نړيوال خواخوږي دا مهال د لسګونو افغانانو تر وژنې وروسته يوازې په بخښنه اكتفا كوي. د لسګونو انسانانو د وژنې په بدل كې يوازې يو څو لفظونه راكوي.
فكر كوم چې د هنر لپاره موږ دومره رښتينې او قوي سوژې او موضوعات لرو چې نور نو كاپي كولو او په زوره د يوې موضوع شاربلو ته اړتيا نه ليدل كېږي. راشئ ژوند، حركت او هيلې په هنر كې راګډ كړو. راشئ د هېواد روان حالت په ناپلوي او رښتيني ډول خلكو ته وړاندې كړو، چې هم به مو ټولنيز، اسلامي او كلتوري مسووليت ادا كړى وي، هم به مو ناويلي حقايق راسپړلي وي.
ښاغلي محمد قاسم عارف تر (انځورګره) وړاندې په ۲۰۰۴م كال كې د (سمندري باغيانو) په نامه ناول هم ليكلى دى، چې له ځينو دوستانو مې ستاينه اورېدلې ده، خوشحاله يم چې ځوان عارف په ډېر تنكي عمر كې دومره پوخ قلم لري. نوموړي دغه راز په دې برخه كې ځينې ژباړې هم كړې دي. بريالى دې وي.