بسپن غاړى

بسپن غاړى

د دنګو غرونو په لمن کې يوه ارته ځمکه ده چې کلي او کورونه يې د ښارونو غوندې ګڼ نه دي، دا د غزني ولايت قره باغ ولسوالي ده، چې خلک يې ډېر ساده ژوند لري، په يوه برخه كې يې د چنارونو او سپېدارو دنګې دنګې او ګڼې ونې ولاړې دي، چې مازيګر مهال يې سړه هوا د هرچا زړه ته تازګي وربخښي. بل پلو بيا شنې کروندې او داسې ځمکې هم شته چې په دې وروستيو کې يخنۍ وهلي او زيانمنې کړې يې دي. د دې سيمې خلک ځانګړې لهجه لري چې له کندهارۍ او د ننګرهار ولايت له لهجو سره غوڅ توپير لري. خو لږ څه د كندهار لهجې ته نژدېوالى لري ?ږ? ته د ?ژ? او ?ښ? ته د ?ش? تون او اواز ورکوي. چې ما ته بېل خوند راکوي.
يوه شپه د يوه کور مېلمانه وو چې زيات کليوال کسان سره راغونډ وو، تر ډوډۍ وروسته مو د يوه ټوکمار تورږيري خبرو ته پام شو، چې ويل يې! ? هر وخت چې ډوډۍ وخورم، نو دا غاړې راڅخه کيږي?.
بيا يې زياتې ټوکې او مسخرې وکړې، چې ټول يې وخندول په ضمن کې يوه ځوان ورته اشاره وکړه چې د سند ولايت كيسه وکړي، ده هم پر خپله توره ږيره لاس راتېر کړ او په خپل ځاى کې لږ څه وښورېد.
?
پيسې راسره نه وې، يوازې سل کلدارې راسره وې اوس حيران وم چې تر سنده پورې ځان څنګه ورسوم. په کوټه کې مې ځان د کراچۍ اډې ته ورساوه غوښتل مې پوه شم چې موټر کله حرکت کوي. د يوه سماوار مخې ته يو کس ناست و چې ترې ومې پوښتل: د کراچۍ موټرونه کله روانېږي؟ خو هغه کس نه وړې نه راوړې راته وويل: ډېر د دووس رنګ دې دى?.
د ده له دې خبرې سره موږ ټولو وخندل. خو ده بيا هم خپله کيسه پسې راواخيسته: ?ما ورته هېڅ ژغ ونه کړ، خو هغه له چايو يو بل غوړپ هم وکړ او ويې ويل: زما سره ماتې نه شته خو دا يو پنځوس ګون واخله. ما هم دا پيسې واخيستې او ترې روان شوم. خو خبره دا ده چې زه وروسته وپوهېدم چې دوى دووس ?بسپن غاړي? ته وايي?.
تورږيري کس تر سنده پورې د خپل رسېدو ټوله کيسه ټکي په ټکي وکړه چې څنګه يې ځان ورساوه او په دې لږو پيسو څنګه تر منزله پورې خوندي ورسېد، خو زما چورت د ?بسپن غاړي? په توري کې بند شو، چې د خيراتخواره په مانا يې وکاراوه. بسپن ? بسپنه (پيسې يا شته غاړى(موصوف) لکه سندر غاړى يانې هغه کس چې سندرې وايي او بسپن غاړى هغه کس چې له خلکو خيرات ټولوي، يا بسپنه غواړي. زه باور لرم چې دا تورى به سوچه پښتو وي، ځکه چې دغه کس د غرونو او ليريو پرتو سيمو سړى و، چې له زده کړې او تعليم څخه هم ډېر وروسته پاته شوى، خو ما ته يې دې توري ډېر خوند را کړ، هيله ده چې نور دوستان هم دغه وړ سوچه وييونه راټول او خوندي کړي. موږ په خپله ژبه کې داسې مرستندوى کتابونه او نوى بشپړ سيندگى نه لرو، چې په دې وروستيو کې دې چاپ شوى وي، يا دې هم د كوم ارګان له خوا بل کس ګمارل شوى وي چې اوس مهال دې دغه کار ته ملا وتړي. همدا وجه ده چې زيات کسان، که له هېواد څخه ليرې پراته هم دي، په خپلسري ډول، له کوم اکاډميک صلاحيت پرته نوي پښتو توري جوړوي. چې اکثره خو يې سړى ډېر هېښوي هم، ځکه چې کوم بنسټ به نه لري او مصنوعي ښکاري. چې همدغو خپلسريو د دې پر ځاى چې له پښتو او پښتنو سره مرسته وکړي، لا يې ژبه ورته سخته کړې او هغه کسان چې غواړي پښتو زده کړي يا هم پښتو کتابونه ولولي لومړى به اړ وي چې دغه نوي او نابلده توري زده کړي، ذهن ته يې وسپاري بيا دې مطالعه وکړي، خو د دغو تورو مانا به په قاموسونو او سيندګيو کې هم نه وي ځکه چې په دې څو لسيزو جګړو کې خو نور بشپړ معياري او په تول پوره سيندګي نه دي چاپ شوي چې اوسني ټول نوي توري دې په کې مانا شوي وي.