لـهـجه يـي يـووالـى، سـتــونـزه كــه اړتيا؟

لـهـجه يـي يـووالـى، سـتــونـزه كــه اړتيا؟

ځينې كسان كه د كوم ستر او ګټور كار لپاره ذهني تيارى نيسي، نو خامخا به له يوشمېر داسې ټكرونو، ستونزو او خنډونو سره مخامخېږي، چې بايد ځان ورته چمتو او ځواكمن كړي. ځكه د ځينو كارونو پيل ستونزمن وي او د ځينو نورو ترسره كول.
فرهنګي كار او زيار هم ډېرې ربړې او ستړياوې لري، دا ربړې او ستړې د هرې سيمې په فكري څرنګوالي او جوړښت پورې اړه نيسي. يو شمېر كسان ډېر ستر كارونه تر ډېرو نورو وړو كارونو قربانوي او ګومان كوي په دې ډول به ځان ته د ښه كار او سمې چارې لپاره سالمه زمينه برابروي. د ساري په توګه: كه چېرې په كوټه يا كندهار كې ځينو كسانو ته يو ګټور كتاب د مطالعې لپاره وركړل شي، نو د دې پرځاى چې منځپانګه او شته يې وارزوي او ګټه ترې اوچته كړي، لومړى يې پر لهجوي څرنګوالي خبره غوټه كوي، ځكه دوى وايي: "يو شمېر كسانو د نورو سيمو په خوږو او ښكلو لهجو پسې تېرې تورې راكښلې او غواړي له منځه يې يوسي، دوى دا نه شي زغملاى چې په مطبوعاتو كې نورې لهجې او ليكدودونه ځاى ولري او غواړي دغه رنګيني ختمه او دوى خپل ليكدود پر موږ واكمن كړي، په مطبوعاتو كې د ټولو لهجو شتون ښكلا زېږوي".
دوى له ټولو ليكوالو دا هيله لري چې يوازې دې د دوى په خوښه دخپلې ليكنو ژبه سمه او برابره كړي. يا دې هم په خپلو ليكنو كې خپله لهجه له ياده ونه باسي. ځكه د دوى په اند دا له ژبې او لهجو سره لويه جفا ده او وايي: "په پښتو ادبياتو او ژبه كې هېڅ داسې معيار نه شته چې د منلو وړ وي او موږ يې وكاروو. بس معيار هماغه دى چې څنګه غږېږو، هماغسې يې وليكو. موږ هم نه پوهېږو د كوم ژبپوه پر ليكه لاړ شو، يوه هم بل هغه ته غاړه نه ده ايښې او يو ? بل نه مني. لومړى دې زموږ خپل ژبپوهان په يوه خوله او سره سلا شي، بيا به دا ومنو چې د دوى رامنځته شوى معيار زموږ د منلو او كارولو وړ دى".
يو شمېر نور كسان بيا د لهجوي يووالي پرځاى هڅه كوي لهجو ته په پام سره د پښتني سيمو اكثريت او اقليت په پام كې ونيسي او وروسته د اكثريت لهجه خپل معيار وګرځوي، كه څه هم وړاندې د ژبپوهانو له خوا معياري لهجه منل شوې او د ډېرو معتبرو استادانو، پوهانو او فرهنګپالو له خوا كارول شوې هم ده. چې لويه بېلګه يې د استاد حبيبي، استاد عبدالروْف بېنوا او ... په شان استادانو او پوهانو هغه آثار دي چې د (چي) پرځاى يې (چې)، د (كي) پرځاى يې (كې)، د (مي) پرځاى يې (مې) ... منلي او نه يوازې يې پر كارولو ټينګار كړى، بلكې د (سو) پرځاى يې (شو) او د (وسو) پرځاى يې (وشو) ته هم ارزښت وركړى او د هغه ليكدود پلوي يې كړې، چې ځينې كسان يې اوس مهال له منلو انكار او هڅه كوي له پامه يې وغورځوي.
په يوه ناسته كې يو داسې كس د اعتراض په موخه راجګ شو چې نه يې تر اوسه د قلم په څوكه كومه ليكنه شوې او نه يې هم ټولنې ته دومره قلمي ثمره رسولې، چې سړى ورباندې ډاډه شي. هغه وويل: "دوى (مشرقيوال) را ولاړېږي، په خپله دې لږه شمېره خپله لهجه پر موږ راتپي، موږ ولې دومره كمزوري شو او په موږ كې ولې داسې څوك نه شته چې زموږ د لهجې ځلا همداسې ژوندۍ وساتي". كه معياري لهجه د نورو كسانو له خوا جوړه شوې او تپل شوې وګڼو او يوازې خپله لهجه د ځان معيار وګرځوو، بيا نو د دې اعتراض حق هم نه لرو چې د هرې سيمې ليكوال ولې په خپلو ليكنو كې خپله لهجه كاروي، ځكه څه چې ځان ته غواړو، بايد نورو ته يې هم وغواړو. خو د ليكدود په برخه كې د دې ډول انارشۍ او پاشلتيا مخنيوى په كار دى. د دې ډول پرېكړو په راس كې هم بايد هغو كسانو ته ځاى وركړل شي چې وړتيا يې ولري، لږ تر لږه د ژبپوهنې له آرونو او اصولو خبر، همدا راز پر لهجه يي ارزښتونو او جوړښتونو خبر وي. هېچا هم له بلې لهجې سره دښمني نه ده اخيستې، كه چېرې داسې واى، نو اوس به يوه لهجه هم ژوندۍ نه واى، ټولو به د خپلې لهجې د ژوندۍ ساتلو په موخه په نورو هغو پسې كوتكونه رااخيستل.
هـېڅوك هم د ولس په خوله كې د هغه لهجه او ژبه نه شي وژلاى، ځكه ژبه تر ډېره حده فطري اړخ خپلوي او د معياري ليكدود او لهجې كارول هېڅ زيان نه وررسوي، كه څوك د زيان او تاوان خبره كوي، بيا نو: كوم ښه كار مخالفين نه لري.!!!
زموږ د ژبپوهانو، ليكوالو او فرهنګپالو ستر كار دا دى چې لهجه يي يووالى رامنځته او د هرې سيمې ليكوال دېته چمتو كړي، چې منل شوي معيار ته غاړه كېږدي.
يو درانه ليكوال هم، چې ځان ته يې بېله لار په نښه كړې، ډېرې نيوكې، شكايتونه او خپل ځاني- ژبني جوړښتونه لري، چې په خپله يې كاروي. هغه مينه وال (علاقمند د مين متبادل تورى ګڼي او د هغه په اند:
"...
كه دا سلسله همداسې روانه وه، نو هغه ورځ ليرې نه ده چې "وږى" به په "لوږه وال"، "تږى" به په "تنده وال"، "لوستونكى" په "لوستوال" او خداى(ج) خبر چي كوم ټكي به په كوم- كوم "وال" بدل شي.
د ځينو درنو او ښاغلو كسانو كارونو په ټولنه كې دومره شكونه راوپارول چې اوس يې خلك سمو هڅو ته هم د شك او بېباور‌‌ي په سترګه كتل ګوري او يوشمېر داسې كتابونه يې خپاره كړي، چې د لوستلو پروخت يې څو ډوله قاموسونو ته اړتيا پيدا كېږي. اوسنۍ اكثرې خپرونې معياري لهجه كاروي او دومره توپير په كې نه ترسترګو كېږي. نو كه دغه بهير ته همداسې دوام وركړل شي، نامعياري او تپل شوي ليكدودونه به يې په سيوري كې ورك شي.
يوه ورځ يوه كندهاري ماشوم خپرونې ته يوه لنډه كيسه ليكله، هغه هم له ځانه سره په ذهن كې دا منلې وه چې د مطبوعاتو ژبه بېله ده، ځكه (شو، راشي، وشي او ...) يې ليكلي وو. دا څرګنده شوه چې مطبوعاتو ته د يوې لهجې زمينه برابره ده، خو دا چې په كارولو كې يې نه سلا كېږو دا بيا بېله خبره ده.
په كوټه او شا و خوا سيمو كې له ځينو كسانو څخه اصلي موضوع او مطلب پاتې وي او په نورو وړو او فرعي موضوعګانو كې ښكېل وي، اصلي ټكى (كار) دى، چې بايد ورته پاملرنه وشي. د لهجې او ليكدود خبره بيا وروستۍ ده. خو كه موږ خپل كړى كار تر ځاني ليكدود قربانوو او يوازې يې د خپلې سيمې خلكو ته د پوهېدنې وړ ګرځوو. دا بيا د محدوديتونو وضعه كول دي. كه چېرې همدغه يو ليكدود پلى او وكارول شي. ټول پښتانه ورباندې پوهېږي، خو كه ځينو ښاغلو ليكوالو په خپل ذهن كې دا خبره پخه كړې چې: "زه ګردسره معيار نه منم، معيار څه ته واياست!؟؟ او ..." بيا خو اړ يو چې له دې ډول ښاغلو څخه فاصله واخلو، ځكه خلك به هرڅه نه مني، موږ يې په زوره نه شو ورباندې منلاى.
يا هم ويل كېږي: "د (يا) ګانو ډولونه او-وسو، وشو، وشي، وسي او ... په معيار كې نه راځي". نو كه دا ډول ټكي د معيار له دايرې باسو، نو د معيار داخلي مواد او جوړښتونه څه دي؟ ايا ليكدود تردې لوړ حدونه لري او موږ بايد له ځانه ورته نورې څانګې او سينګارونه وركړو؟! كه داسې وي نو پر يوه ليكدود ولې جګړه روانه ده او نه متفق كېږو؟
==
كه د (پر) ستونزه لا غوڅه شوې نه ده او ډېر كسان يې نه مني، يا يې هم د كارولو ځاى ورڅخه ورك دى. دا هم ډېر وخت ته اړتيا لري؛ چې بايد د بشپړې او سمې دودېدلو لپاره يې هڅې او هاند وشي. لكه چې د ځينو كسانو په ليكنو كې لولو:
 
تور بوټونه يې پر پښو وو.É
 
او اوس دغه پاڼېÉ پر موږ ګوري.
 
موږ به پر دې پانګه نور كتابونه خپاره كړو.É
 
پر (...) كال كېÉ ومړ.
 
هغه ته يې پر خپل لاس ليك ولېږه. او داسې نور..É
* * *
په مطبوعاتي او ادبي ډګر كې د يوه ليكدود رامنځته كول، يوه لويه او پاموړ اړتيا ده چې بايد د قدر په سترګه وروكتل شي او درانه استادان دې په دغه برخه كې د لهجه يي يووالي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ كړي. چې په توګه د ملي وحدت او واحد ملت لپاره اغېزناك كار وشي.