بې رشاده شوو!

بې رشاده شوو!

استاد علامه عبدالشکور رشاد بابا د روان لمريز كال د ليندۍ پر يوولسمه نېټه، د غرمې د دوولس نيمو بجو په شا و خوا له دې نړۍ وكوچېد. د اوسنۍ زمانې ټولې ناخوالې، دردونه او ربړې يې موږ ته راپرېښودې. د هغه خوار ملت كړاوونه يې موږ ته راپرېښودل چې د خپلې بېګناهۍ په تور هره ورځ سزاوې ګالي او هر مهال يې د ستم او جبر لېوان پر ملي ارونو او ارزښتونو اور پورې كوي، خو دا دى اوس يې خپل يو رښتينى خواخوږى هم له لاسه وركړى، داسې يو انسان چې ټول عمر يې د همدغه خوار ملت راويښونې او پوهنې ته ځانګړى كړى و، هغه چې لكه يوه شمعه بله شوه او خپل ټول عمر يې د همدې ملت قرباني كړ.
د ليندۍ يوولسمه نېټه وه، چې له كندهاره سيد احمد قانع راته زنګ وواهه او ويې پوښتلم:
له استاد رشاد څخه خبر يې؟
ما ژر وپوښتل:
ولې؟ هغه ورځ ورغلى وم، شكر روغ و.
په داسې حال كې چې ستونى يې له ژړا ډك ډك كېده، ويې ويل:
اوس په كندهار راډيو كې يو خبر خپور سو، چې وايي استاد په حق رسېدلى.
زه ناڅاپه ګونګ پاتې شوم، هېڅ مې باور نه راته، ژر مې د استاد كور ته زنګ وواهه، خو حيران وم، چې خبره له كومه ځايه راپيل كړم، سلام، مې وكړ، بيا مې له هغې غاړې وپوښـتل چې د استاد صحت څنګه دى؟
ويې ويل:
اوس تر پخوا ښه دى، په روغتون كې پروت دى، نن تر پرون ډېر ښه دى، ما بيا خبره بلې خوا ته واړوله او ومې ويل، استاد له محمديار سره د يوې سريزې ليكلو ژمنه كړې وه، ما ويل كه په كور كې وي، چې په دې اړه ترې معلومات وغواړم.
زړه مې يوڅه كرار شو، ما ګومان كاوه چې سيد احمد قانع به خبر ناسم اورېدلى وي. بله دا چې دا درې ورځې وړاندې د كاناډا په تورنټو ښار كې د استاد د۷۳ يمې كاليزې په وياړ د افغان رسالې په نوښت يوه نړيواله غونډه رابلل شوې وه، چې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه ورته مينه راغلي وو، هورې د استاد په درناوي يوه پرتمينه غونډه رابلل شوې وه، چې ما يې هماغه ورځ رپوټ په انټرنټ كې ولوست او د دې سيمينار ګڼ انځورونه مې هم په انټرنټ كې ليدلي وو.
نژدې ماسپښين مهال و، چې د محمد نبي تدبير زنګ راغى او هغه وويل چې همدا اوس مهال له روغتون څخه زنګ راوهي، استاد په حق رسېدلى او كېدى شي څو دقيقې وروسته يې كور ته يوسي.
د دې خبرې په اورېدو مې نور شك په يقين بدل شو او پوه شوم چې د يوه ستر انسان سيورى له موږ څخه ايسته شوى دى، هسې خو هم موږ بدمرغه خلك يو چې د هرې مياشتې او كال په اوښتو سره خپلې سترې- سترې سټې له لاسه وركوو، د يوويشتمې پېړۍ نابغه انسان هم دا دى راڅخه مرور شوى و، يو داسې انسان چې ښايي په اوسني وخت كې يې بل بديل ونه لرو. دا هغه انسان و، چې هېڅوك هم بده خاطره نه ځنې لري، د پراخې ټنډې، غټ زړه، مينې او اخلاص خاوند و. يوويشتمه پېړۍ به يې پر نشت ژاړي.
ما ډېر ځله اورېدلي چې انسان كه زوړ شي، نو د ماشومانو غوندې شي، خپلې خبرې، ډېر حركات او نور سكنات سم نه شي كنټرولولاى، دغه راز يې ډېرې خبرې هېرېږي، خو استاد علامه د يوې پياوړې حافظې، صبر، متانت، انساني عظمت، پوهې او اخلاص هغه غر و، چې ټينګ عزم او هوډ يې موږ ټولو ته د ډاډ راكاوه. استاد د خپل عمر تر وروستۍ شېبې پورې هماغه دروند شخصيت، ستر عالم، ملي سياستوال او سياستپوه، ليكوال او شاعر پاتې شو. حافظې ته يې ټول حيران دي، استاد يو ژوندى او بشپړ دايره المعارف و، چې ان ډېرو تكړه استادانو ته كه پوښتنې پيدا كېدې، استاد ته به راروان وو، چې استاد به له هېچا څخه هم خپله پوهه نه سپموله. هو نو د سمندر سينه هر انسان ته وېړه وي، هغه كه شتمن وي، يا نېستمن، يا هم يوه ستره او تكه زرغونه ونه، خپل سيورى د شاه او ګدا پر سر يو شان خپروي، توپير نه كوي، نو د استاد پوهه خو هم تر يوه سمندر كمه نه وه، هغه نه غوښتل چې هېواد، هېودوال او ملي ارزښتونه يې چا ته كم راشي.
كله به چې د استاد ليدو ته ورتلې، د خيرخانې، لومړۍ برخې د يوه نري سړك پر ښي (چپ لوري به يوې نرۍ دروازې ته درېدې، زنګ به دې واهه، د استاد لمسى يا بل كس به ور پرانيست، پرته له دې چې تالاشي دې كړي، د نوم، ژبې، قوم او ټبر پوښتنه دې وكړي، لوړ به يې مېلمستون ته وبللې، د مېلمستون وره ته به چې ننوتې، اوږده خونه، راسته لاس ته يو مېز پروت، چې پر هغه به بېلابېلې مجلې پرتې وي، لږ وړاندې به مخامخ درته يوه درنه څېره ناسته وه، چې شا و خوا به يې دېوالي المارۍ له كتابونو ډكې وې، بېلابېل زاړه كتابونه، ته به وايې دا درنه څېره له دې كتابونو سره ټينګ تړون كړى، له هغو پرته ژوند نه شي كولاى، ته به وايې په دې كتابونو، د كتابونو په پاڼو، د پاڼو په كرښو او د كرښو په هر توري كې د خپل رنځور ملت لپاره كوم اكسير لټوي، يو داسې جادو په كې ګوري، چې د هر درد لپاره دارو وي.
هر كتاب به درته د مصر او هند غوندې د مرموزو كيسو يوه لرغونې نړۍ ښكارېده، ته به وايې اوس به د كتابونو له منځه سقراط كتاب په غېږ كې راووځي او يا به هم ټاګور درته راشي او مخې ته به دې كښېني او وبه وايي چې د ژوند ناحل شوې پوښتنې دې ما ته ووايه.
هو رښتيا! دلته خو همداسې يوه څېره ناسته وي، ته به وايې زموږ د ملت سقراط، اپيكور، كنفوسيوس يا هم ګويته ناست دى، هو! دا همداسې يوه هستي وه، چې ستا هرې علمي پوښتنې ته به يې وړ، پرځاى او بشپړ ځواب درلود. دا په داسې حال كې چې پر دېوال به مېلمنو ته يادونه ليكل شوې وه، چې د استاد د صحت د نه ښه والي له كبله ورسره ډېرې خبرې مه كوئ، ځكه چې ډاكټرانو منع كړى، خو استاد به هره ورځ څو ساعته په همدې عالمانه او درانه مجلس تېراوه، كله به چې څوك د استاد له كوره راووت، لكه يوه لويه لاسته راوړنه چې يې له ځان سره وړې وي، ځان به يې هوسا ګاڼه او داسې يې انګېرل چې له هغې خوا تش لاس راغلى و، له دې خوا يوه ستره شتمني له ځان سره وړي. بله دا چې د استاد د چلند او وضعيت له كبله به يې يو ډول پټه خوشحالي احساس كړه، ځكه چې د هر چا له ذوق سره سم مجلس به يې كاوه، كنټرول به هم ده په خپله كاوه، د مجلس مركزي لوبغاړى به هم دى و. كه د كوم شاعر، ليكوال، يا تاريخپوه په باب به يې خبرې كولې، د هغه د ژوند د مهال تر څېړلو وروسته به يې د هغه مهال سياسي وضعه هم درته تشرېح كړه، د هغه مهال د واكمنانو خصوصيات به يې درته واضح كړل او كه به يې د كوم سياسي او ټولنيز بهير په اړه خبرې كولې، نو اړوندې ټولې موضعګانې به يې درته راوسپړلې. د سانسكرېټ متونه به يې درته واضح كړل، د پښتو ژبې د زرګونو كلونو مخكې تاريخي شاليد به يې بيان كړ، بيا به يې ځينې اوسني توري درته بيان كړل، چې بڼه يې لږ څه اوښتې ده.
يو مهال يې د (شش ګاو په باب وويل، چې دا اصلاً ?شچ ګاو? دى، چې شچ (يخ- ساړه ته وايي، ګاو (كلي ته، مانا يخ كلى، رښتيا هم په هر ژمي كې شچ ګاو د وردګو تر ټولو سړه سيمه وي، چې هلته واوره هم ډېره اوري. خو هلته خلك ځينې روايات لري، چې دلته ډېر كلونه مخكې دومره ډېره واوره اورېدلې وه، چې د يوې كورنۍ غړو شپږ غويان حلال كړل او پاخه يې كړل، ايله له ژونده وژغورل شول، نور نو ټول كلى تر واورو لاندې شو.
نه يوازې به يې ټوله افغاني جغرافيه درته تشرېح كړه، بلكې ټولې مهمې تاريخي پېښې به يې له ياده درته بيانولې، نېټې به يې هم ورسره دريادولې، د دې تر څنګ به يې د هغو كتابونو نومونه، د پاڼو شمېره او ليكوال هم درته وايه، چې دغه وړ څرګندونې به په كې راغلې وې او له موضوع سره به يې تړاو درلود، چې دا د ارواښاد علامه پوهاند اكاډميسين عبدالشكور رشاد يوه حيرانوونكې فكري قوه او استعداد و، چې په ډېرو كمو كسانو كې موندل كېږي. كه چا به ورسره مركه كوله، دېته يې اړتيا نه درلوده، چې په مركه كې ژبنى او ليكنى سمون راولي، د استاد فصاحت، بلاغت، د جملو اوډون، د موضوع تسلسل، ارزښت او ورسره تړلي موضوعات ډېر راڼه او ښكلي وو، چې كه كټ مټ به دې هم ليكل، هېڅ ستونزه به يې نه پېښوله.
استاد پر خپلو شاګردانو ډېر مهربان و، د ده له مينې، نزاكت او هنر ډك چلند د هر چا په زړه كې د ده لپاره مينه زېږوي. تر ټولو غټه خبره دا وه چې استاد له خپل هېواد، خپلو هېوادوالو، خپلې ژبې، خپل ملي كلتور، ملي مشرانو او نورو هېوادنيو ارزښتونو سره بې كچه مينه درلوده، چې دا مينه يې د ژوند تر پايه پورې سړه نه شوه، نه هم په كې كمى راغى، خداى خو دې داسې مينه د ډېرو كسانو په زړونو كې وكري، چې د خپل ژوند ډېره برخه رښتيني او معنوي خدمت ته ځانګړې كړي.
دا د معنوي غرور، متانت او مهربانۍ سمبول د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې چا ته ونه ويل چې كوم كتاب يې ورچاپ كړي، يا دې هم د ده لپاره دې مادي مرسته بېله كړي. ستر چارواكي به هم ورته راتلل، خو استاد به هغسې چلند ورسره كاوه، لكه له كوم بل مېلمه سره يې چې كاوه. زياتو چارواكو به ژمنې ورسره وكړې، چې كتاب به ورچاپوي، دغه راز به نورې اسانتياوې ورته برابروي، خو استاد به يوه نرمه موسكا وكړه او هېڅ به يې هم نه ويل، ځكه هغه ته دا څرګنده وه، چې اكثر چارواكي د خپل شهرت او ځان لوړ ښودلو لپاره دا خبرې كوي، په عمل كې به يې هېڅ هم نه وي. همدا وجه وه چې د استاد په لسګونو مهم او پرېړ كتابونه ناچاپ پاتې شول، يوازې يې د دېرشو په شا و خوا كې اثار خپاره شوي، تر ۶۲ ډېر اثار يې ناچاپه پراته دي، چې په دغو اثارو كې يې ګڼ شمېر داسې دي، چې څو- څو ټوكه او هر ټوك يې په زرګونو مخه لري. خداى خو دې د كوم فرهنګپال او د استاد ارادتمند په زړه كې داسې مينه پيدا كړي، چې دغه اثار ورته چاپ او افغان ملت ته يې وړاندې كړي. كه څه هم له استاد سره زياتو فرهنګي ټولنو هم دا وړ پخې ژمنې كړې دي، خو نه ده څرګنده چې دغو ښاغلو ولې په دې برخه كې كوم عملي اقدام نه دى كړى.
استاد ډېر ظريف انسان و، په زياتو مواردو كې به يې دغه ظرافت ډېر ښكلى راته، يو وخت چې ورغلى وم، نو ويل يې:
زوى مې راته ټليفون كوي او وايي چې پلاره! پرهېز كوې؟ ما ورته وويل هو، هغه شيان نه خورم چې نه مې خوښېږي او هغه شيان خورم چې خوښېږي مې.
كله- كله چې محمديار له كندهار څخه راته، زه به خامخا ورسره يوځل استاد ته ورتلم، استاد به په خندا شو او محمديار ته به يې ويل:
تا دى راوستلى او كه ده ته راوستلې؟
يو مهال استاد يو شعر راكړ، چې بايد افغان رسالې ته يې وروړم، له بده مرغه زه د بي بي سي په مصروفيتونو كې ورك وم، دوې مياشتې تېرې شوې، ايله مې يوه ورځ وخت وموند، چې د ښاغلي محمد حسن ولسمل كور پيدا كړم، شعر مې په يوه بله پاڼه كې وليكه، اصلي كاپي مې د ښاغلي ولسمل په كور كې پرېښوده، چې بيا وروسته دا شعر په هوسۍ مجله كې هم چاپ شو. هورې د ښاغلي ولسمل د كور مخې ته ښاغلى شفيق وردګ هم راسره مخ شو، چې هغه هم په دې برخه كې راسره مرسته وكړه.
يو وخت چې د استاد كره لاړم، نو پر دېوال يې يوه مقوله ليكلې وه:
?
د بل كار د ايمان په رڼا كېږي? نو ما ته يې وويل: دا مې تا ته ليكلى او له دې سره يې وخندل.
د استاد خواخوږي د يوه مهربان پلار په شان وه. يو مهال چې بېړنۍ لويه جرګه تېره شوې وه، ورغلم، نو ويل يې چې په امو مجله كې په احمدشاه بابا پسې ښكنځل چاپ شوي دي، ما د دې مجلې دا ليكنه كاپي كړه، خپل زوى (طارق رشاد ته مې وركړه، چې د ملت بابا ته يې وركړي، خو طارق چې دا ليكنه وركړه، د ملت بابا په پښتو نه پوهېده، بيا يې لكه چې كرزي ته وړاندې كړې وه، كرزي ورته ويلي وو: ?ستاسو پښتانه ولې په قسيم فهيم پسې ليكنې كوي، دا هم د دوى حق دى چې ستاسو په احمدشاه بابا پسې ليكل وكړي?.
استاد به په ډېر افسوس سره ويل: دا د كرزي خان دليل و، چې وړاندې يې كړ، دوى څوك او څوك سره پرتله كوي.
د همدې كال په اوږدو كې چې د هوسۍ پنځمه ګڼه چاپېده او د وسلوالو كسانو له خوا راته ستونزې پېښې شوې، وروسته ما او محمديار ته ښاغلي سيد مخدوم رهين په لويه څارنوالۍ كې دوسيې واچولې، په ده پسې كومه ليكنه شوې وه، چې پر ما او محمديار يې راتپلې وه، څو مياشتې يې تحقيقات او څارنه روانه وه، استاد پر دې خبره سخت خوابدى و، ان چې په خپله يې څو- څو ځله سيد مخدوم رهين ته زنګ هم وهلى و، خو هغه لكه چې غلطه شمېره وركړې وه نه به پيدا كېده، چې ځواب وركړي، بيا هم استاد پر خپلو روغتيايي ستونزو سربېره دومره خواخوږي درلوده، چې انسان ته ژړا ورولي.
هسې خو كه وهل كېږو، ټكول كېږو، يا ځپل كېږو، څوك مو پوښتنه نه كوي. يو مهال چې د هوسۍ پر سر ټوپكوالو ووهلم، وټكولم او بندي كړم، استاد مې له دې جريان څخه ناخبره ساتلى و، خو لكه چې چا ورته ويلي وو، بيا يې يوه ملګري ته ويلي وو:
زه په خپله ورتلم، خو ځاى يې رامعلوم نه و.
كه څه هم شكرونه مې وايستل چې استاد مې پوښتنې ته نه دى راغلى او زه بېوس انسان يې ګناهكار كړى نه يم، خو همدې خبرې يې زړه راته سورى سورى كړ. د استاد پر مهربانۍ مې وژړل، پر خپل ولس، خپلې ژبې او خپلو هېوادوالو مې ژړا راغله.
له ځينو ملي ضد او ملت ضد كسانو به چې ښايي موضوع به نه ورپيدا كېده، په هر شخصي مجلس كې دا نيوكه كوله چې د ملالۍ ټپه ګردسره درواغ ده، له سره د ملالۍ په نامه څوك نه وه، دا هسې يوه افسانوي او خيالي پېغله ده، چې نن سبا يې ډېر خلك رښتيا ګڼي. دوه كاله مخكې يو دوبى له دوو نورو ملګرو: حفيظ الله ګردش او محمود كوچي سره استاد ته ورغلم، هغه مهال لا د لومړۍ بېړنۍ لويې جرګې بهير روان و. استاد د جرګې بهير ته ډېر خپه و، ځكه زياتو كسانو به په خپلو احساساتي او له تربګنۍ ډكو څرګندونو سره د افغان ملت سپكاوي ته هم ملا تړلې وه، ملي ارزښتونه يې ښكنځل او په ملي مشرانو پسې يې سپكې سپورې ويلې، استاد ورته د لويې جګړې نوم وركړ. هورې مې چې كله وخت وموند، نو دا موضوع مې مطرح كړه. استاد د دغو غيرملي اشخاصو د دې عقيدې غندنه وكړه، بيا يې وويل:
?
دا خلك د دې سترې او تاريخي لنډۍ د جعلي ثابتولو لپاره كوم معقول او سم دليل نه لري، دا هسې تش په نامه شهرت غوښتونكي كسان دي، چې نورو دښمنو او سيالو ډلو يې ماغزه ور مغشوش كړي. بله خبره نه لري.?
كله چې مې وپوښت:
استاده! دوى دا دليل راوړي، چې په كندهار كې څوك ?خدايږو? تورى نه وايي. نو ځكه وايي چې دا تورى د دې لنډۍ د جعليتوب لپاره ستر ثبوت دى.
استاد وخندل او ويې ويل:
?
دا خو كله چې په كابل كې د ميوند تاريخي څلى جوړېدى، دوى د لنډۍ د لا ښايست لپاره دا تورى په كښې زيات كړى، اصلي شكل يې داسې دى:
كه په ميوند كې شهيد نه سوې
زما لاليه! بې ننګۍ ته دې ساتينه
بله دا چې ما په هيله مجله كې يوه ليكنه كړې د دې تاريخي او سترې جګړې په اړه مې ځينې اسناد ښوولي دي، دا چې ځينې كسان دا خبرې كوي، دوى هسې ناپوه او د مغشوش ذهن څښتنان دي?.
له دې مجلس څخه مې ډېر خوند او ډېره ګټه واخيسته، چې تر ډېره به مې نه هېرېږي.
يو وخت چې بيا استاد ته لاړم، نو راته ويې ويل:
?
ستا هغه خبره مې تر اوسه ياد ده، هغه ورځ مې پام شو، د كندهار په زياتو سيمو كې، ان اڅكزي هم خداښكه (د خدايږو معادل تورى) لري او اوس يې لا كاوري، دا تورى د كندهار په لهجه كې هم سته، اوس به متروك سوى وي، خو ښه سو، چې زما ورته پام سو?.
كله چې مې يو مهال د هوسۍ مجلې لومړۍ ګڼه وروړله، استاد ورته ډېر خوشحاله شو،ما ته يې په خندا كې وويل:
?
دا شا و خوا لېوان دې هوسۍ ونه نيسي.?
كله چې يې هره ګڼه خپرېده، ما به وروړله، استاد به د پوهنتون استادانو او نورو شاګردانو ته يوه- يوه ګڼه وركوله. ډېر به يې تشويقولم. كه كوم نوى چاپ شوى كتاب به مې وروړ، نو ويل به يې:
?
والله دا ځوانان بايد تشويق سي، بايد لارښوونه ورته وسي، زموږ خواره ترټل سوې، ځپل سوې، له دربارونو شړل سوې او هېره سوې پښتو خو په دې برخه كې ډېره خواره پاته سوې ده، بايد چې كار ورته وسي، بايد چې غني سي، علمي مواد دې په كښې زيات سي، چې نام خدا دا اوسني ځوانان مو ډېر پركاره ځوانان دي، الله دې دوى كاميابه لري?.
يوځل له ګران استاد جان محمد كاكړ او ځينو نورو دوستانو سره ورغلم، دا مهال لا د هوسۍ څلورمه ګڼه نوې چاپ شوې وه، كله چې په ګډه ورغلو، مېلمانه مې وروپېژندل، نو ښاغلي جان محمد كاكړ ورسره ډېر خوږ مجلس وكړ، چې موږ هم له دې مجلس څخه خوند واخيست. استاد كله چې د ښاغلي كاكړ څخه د هغه د پلار او كورنۍ په باب څو پوښتنې وكړې، ويې پېژاند او د هغه مهال ځينې كيسې يې هم وكړې.
يوه شپه چې سخت ژمى و، په كندهار كې د بېنوا فرهنګي ټولنې له مشر زما ګران ملګري محمديار سره كوم چا د څو كتابونو د چاپ ژمنه كړې وه، هغه راته پرله پسې زنګونه وهل، چې ژر استاد ته ورشه او له هغه څخه د كندهار تاريخ نومي كتاب لومړى ټوك واخله چې ژر يې چاپ كړو.
ماخوستن مهال و، چې استاد ته ور روان شوم، ځينې خپرونې مې له ځان سره واخيستلې، ځينې ملګري مې په دېره كې پرېښودل او د استاد د كور پر لوري، كله چې مې د دروازې زنګ وواهه، د استاد كشره لمسۍ راووته، زه لوړ وختم، خونه تياره وه، كله چې د استاد خونې ته ننوتم، استاد ناست و او شا و خوا يې شيان خواره واره پراته وو، استاد غوښتل چې په تياره كې راووځي، خو د تيارې له كبله لوېدلى و او خوږ شوى هم و، چې ما رااوچت كړ، ډېره بخښنه مې ځنې وغوښتله، خداى شته چې ډېره ورته خپه شوم، يو څو دقيقې ورسره كښېناستم، كله چې مې مجلې او خپرونې وركړې، ژر راووتم، خو زړه مې ډېر ورپسې زهير و. كله چې مې محمديار ته دا خبره وكړه، هغه هم سخت افسوس وكړ.
له بده مرغه هغه كس هم له خپلې ژمنې تر شا شو چې له محمديار سره يې د كتابونو د چاپ لپاره سينه ډبولې وه، له بده مرغه چې د بېنوا فرهنګي ټولنې زيات كتابونه يې ناچاپ پرېښودل.
په هر صورت، زما ورتګ استاد ته حتمي و. دا د درنښت، وقار، معنوي غرور، رښتينولۍ، پښتونولۍ، ننګ، پت، غيرت او پوهې غر زموږ لپاره يو ستر ډاډ و، چې زيات كارونه مو د ده له بركته ترسره كول.
خو له موږ څخه مرور بابا! اوس كه وهل كېږو، ټكول كېږو، يا هم د خپلو ملي مشرانو سپكاوى وينو، چا ته ورشو؟ اوس كه مو په احمدشاه بابا، ميرويس نيكه او نورو ملي مشرانو پسې د بدرنګو خلكو سپكاوى او اهانت وينو، چا ته ورشو، چې همدردي راسره وښيي او د دغو مضرو كسانو هڅې وغندي؟
وروستى ځل چې ګران استاد ته ورغلم، د روژې مباركې مياشتې وروستۍ لسيزه وه. مازيګر مهال و، له استاد سره يو بل ځوان هم ناست و، دا ځل محمديار د دوو كارونو لپاره ولېږلم. يو خو يې د كوم كتاب لپاره يوه سريزه غوښتله، بل مې ځينې خپرونې وروړلې.
استاد ته مې د سريزې وويل، په ياد يې نه شو، ما ته هم ډېره جوته نه وه، چې استاد ورسره د كومې سريزې د ليكلو ژمنه كړې، محمديار ته مې زنګ وواهه، استاد ورسره خبرې وكړې، محمديار د محمد ګل مومند بابا د كورنۍ د كوم غړي په اړه له استاد څخه اورېدلي وو، چې كومه ليكنه ورباندې كوي، بل پلو له محمديار څخه چا غوښتي وو، چې د محمد ګل مومند كتاب دې بيا چاپ كړي، محمديار غوښتل چې له استاد څخه دا ليكنه واخلي او پر هغه كتاب يې د سريزې په توګه چاپ كړي.
زما په ټليفون كې ډېرې كمې پيسې وي، استاد له محمديار سره په خبرو اخته و، خو زما بغلونو خولې كړې وې، ځكه وېرېدم ، كه يو وار ټليفون بند شي، ټولې خبرې به يې نيمګړې پاتې شي.
خو ښه شو، ټولې خبرې وشوې. كله چې راوتلم، استاد د ناروغۍ له كبله ونه توانېد، چې خپل هغه پخوانى عادت پلى كړي، يانې تر دروازې پورې راسره راشي. دا ځل ناست و، مخه ښه مو سره وكړه، خو همدا مو وروستى ديدن شو.
تر اختر وروسته محمديار كابل ته راغى، خو وروستۍ ورځ يې راته يادونه وكړه، چې له بده مرغه دا ځل د استاد زيارت ته ورنغلو، بيا يې ځينې مجلې او كتابونه راكړل، چې ورته ويې ساتم، بل ځل چې راغى، دواړه به يې استاد ته وروړ، خو هغه خپرونې د دې ليكنې د ليكلو تر مهاله راسره پرتې دي، كله چې ورته ګورم د استاد درنه څېره په كې راښكاري، چې سخت ډېر مې ځوروي. خو چارواکو د استاد د مړينې پرمهال خپله بدرنګي ښه ترا څرګنده كړه. كه څه هم د ځينو ټوپكسالارانو د قوماندانانو په نامه مډالونه، جايزې او نور ځايونه ځانګړي شول، خو د استاد د جنازې په مراسمو كې دا توپير نور هم جوت شو. په هر صورت، له دغو چارواكو، بيا په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او كلتور وزارت له چارواكو به څوك ګيله كوي، ځكه دوى به په هغو ورځو كې د (شوراى شهروندان كابل) په مجلسونو كې راګير وو، وخت به يې نه درلود، چې د استاد له جنازې سره كابل ته لاړ شي، يوازې د ګل اغا شېرزي او حكيم تڼيوال دې كور ودان وي، چې د استاد له جنازې سره تر كندهاره لاړل، چې ملت به يې دا مينه نه هېروي.
نن د ملالې هېواد وينې ژاړي، نن د پوهې په نړۍ كې يوه ستره څېره په ستړي سفر لاړه. د دې درنې خاورې بچيان د استاد په وير- ويرجن دي او خپله خواخوږي wورسره څرګندوي