افغانستان او هېره شوې جګړه

افغانستان او هېره شوې جګړه

د صالح محمد صالح ژباړه


افغانستان اوس تقريباً د خپرونو په عنوانونو كې هېر شوى دى، خو طالبان په درز كې خپلو پوځي عملياتو ته ادامه وركوي، په دې ورځو كې وضعه ښه نه ښكاري. يو مهم دليل يې دا كېداى شي چې پاكستان هم اوس په دې برخه كې د پخوا غوندې دلچسپي نه لري، يانې هغه هېواد چې طالبان يې رامنځته كړل او ويې روزل. د دې هېواد ولسمشر جنرال پروېز مشرف داسې ښيي چې ګواكې پاكستاني پوځيان ډېر زغم لري او د ده په وينا كوښښ كوي چې په دې هېواد كې د طالبانو فعاليتونه شنډ كړي.
مشرف د پنټاګون له عملياتو سره د لوژستيكي مرستې په برخه كې پوره ژمنه كړې او وايي چې له امريكا سره به اوږه پر اوږه د القاعده مشران ختموي خو د هغه اصلي هدف دا ژمنه شنډوي. دى پر خپل وار په ظاهره د نړيوال تروريزم په وړاندې مبارزه كې همكاري ښيي او له دغو مبارزينو سره ځان ملګرى ګڼي، خو واشنګټن هم غواړي پر مشرف فشار راوړي، چې بايد په دې برخه كې جوړجاړى وكړي او هيله لري لكه څنګه چې ده د مرستې ژمنه كړې هغسې عمل ورباندې وكړي.
پاكستان غواړي په ظاهره د طالبانو مخنيوى وكړي، په هر صورت، د واشنګټن په نظر دا ډېره مهمه ده، طالب اورپكي اوس هم په افغانستان كې امريكايي سرتېري وژني او پر اډو يې بريدونه كوي، لږ تر لږه يې په ۲۰۰۵م كال كې ۳۸تنه امريكايي سرتېري د سلګونو نورو ملكي افغانانو په څېر په عملياتو كې وژلي دي.



وېره موجوده وه چې كېدى شي طالب جنګيالي پارلماني ټاكنې له ګواښ سره مخ كړي، خو په دې موخه پارلماني ټاكنې يو څه وځنډول شوې، دغه راز افغانستان له نوي اساسي قانون څخه برخمن شو، چې اوس افغانان كولاى شي ولسمشر حامدكرزي ته د سياسي غوښتنو ځواب ووايي. اوس به افغانستان له يوې ډيموكراسۍ څخه برخمن شي، عام ولس به خپلې غوښتنې او شكايتونه مركزي حكومت ته په نېغه رسوي، چې سيمه ييز وكيلان به د سيمه ييزو جنګسالارانو ځاى ونيسي.
تېر كال د افغانانو راتلونكي ته ډېر مرستندوى او ګټور كال و، د جمهوري رياست ټاكنې په روڼ ډول ترسره شوې، اكثريت خلكو دا غوښتنه درلوده، چې پاكستان دې د طالبانو د احتمالي بريدونو مخه ونيسي، واشنګټن هم دا غوښتنه درلوده. كرزي هم په ډېره اسانۍ سره د جنګسالارانو بدنامول پيل كړل، هغوى يې له وزارتونو، د كابينې له ليست او ولايتي شوراګانو څخه وايستل، چې اكثرو يې د ده خلاف هڅې كولې.


خو د ۲۰۰۵م كال په مارچ كې واوره په ويلېدو شوه، طالبانو د خپلو جنګياليو شمېره ډېره اوچته ښووله چې ګواكې د افغانستان او پاكستان پولو ته څېرمه د مذهبي مشرانو ملګرتيا ورسره دى او دوى به په دې برخه كې ستونزې ولاړوي. خو افغان پوځيان او استخباراتي كاركوونكي تور لګوي چې د طالبانو د روزنې كمپونه په پاكستان كې اوس هم موجود دي.
مشرف ويلي چې ده په زرګونو پوليس او پوځي ډلې پولو ته لېږلي او طالب اورپكي دا ښيي چې دوى په افغانستان كې د امريكايي پوځي ډلو په وړاندې جګړه روانه ساتي. مشرف وايي چې د طالبانو د روزنې كمپونه يې تړلي او طالبان يې شنډ كړي دي، خو ويلي يې دي چې دوى ډېر محتاطانه پرمختګ كړى چې هڅه كوي په پاكستان كې جګړه مارې ډلې ونه پارېږي. دغه راز به په دې برخه كې ځينې پوځې ډلې تشويق كړي او افراطي مذهبي ډلې دېته وهڅوي چې د ده د تګلارې ملاتړ وكړي.
له مشرف څخه دا پوښتنه شوې وه چې ولې يې خپله ژمنه بيا هېره كړه، چې ويلي يې وو مدني ډيموكراسي به راستنوي، مشرف ټينګار كړى و، چې هغه بايد خپل هغه قوت بيا ترلاسه كړي، ځكه د ده په وينا پاكستان دېته ضرورت لري چې خپل قوي او اغېزناك لاس ولري، خو واشنګټن بيا دېته اړتيا لري چې ترې وپوښتې د پاكستان دا قوي او اغېزناك لاس بيا هم د طالبانو په وړاندې پاته راغلى دى.
سرچينه:
نيويارك ټايمز