د كندهار نوموتى ولسي شاعر، سيد عبدالخالق صادق

د كندهار نوموتى ولسي شاعر، سيد عبدالخالق صادق

لوى شاعر خوشالخان خټك وايي:


د خوشال خټك ويل كٌل نصيحت دى
په ظاهر يې مسخرې بوله بالـــــــكل

لا د طالبانو د واكمنۍ د منځ كلونه وو، چې له ارواښاد سيد عبدالخالق صادق سره مې د كندهار په ادبي بنډارونو كې پېژندنه پيدا شوه، له نوم سره خو يې له پخوا، ان ماشومتوبه اشنا وم، ځكه په ګڼو سندرو كې مې د ده نوم اورېدلى و.
كله- كله به مو په ځينو مشاعرو كې سره ليدل، كله هم په ځينو شخصي محفلونو او ناستو كې.
يو وخت مې په ياد دي، په كندهار كې د يوه دوست كره مېلمانه وو، د مشاعرې او ادبي بحثونو وروسته ارواښاد صادق، له موږ څخه دشپې ناوخته رخصت واخيست او ويې ويل، چې تر دې وروسته كور ته اوبه وړم، ځكه بل څوك نه لرم.
د ده خوږه طبعه او نرم چلند د هر چا په زړه كې داسې يو احساس كاره، لكه تا چې له وړاندې ورسره پېژندل، د روغبړ پر مهال به يې دواړه لاسونه پر سينه نيولي- په درنښت درته ولاړ و، ځوانان به يې هڅول او ويل يې چې د ده د عمر ډېره برخه د شاعرۍ په برخه كې تېره شوې ده او هيله لري چې نور ځوانان په دې ډګر كې بريالي ګامونه واخلي.
ځينو ملګرو به د ده د ژوند په اړه ډېرې له دردونو ډكې كيسې كولې، هغه وخت يې ژوند ډېر خراب و، ما به كله- كله په هرات بازار كې د معلم اختر جان كسټ پلورنې په دكان كې ليده، چې كوچنى زوى به يې ورسره و، ځينې كسان به هورې د ده ليدو ته ورتلل.
ملګرو ويل، دى يوازې همدا يو زوى لري چې پاك خداى(ج) د عمر په وروستيو كې وركړى، دا زوى به يې هغه مهال پنځه يا شپږ كلن و.
په افغاني ټولنه كې ځينې كسان له داسې حالاتو سره هم مخ شوي دي، چې د پاچايۍ تاج و تخت يې ناڅاپه له لاسه وركړى يا هم له (فرش څخه عرش) ته ختلي دي، چې دا ټولنيز تعادل او د تقدير څپڅپانده كښتۍ هماغسې روانه ده.
يوه ملګري راته د دري ژبې د يوې شاعري سمنبو بادغيسۍ كيسه كوله، چې د طالبانو په كلونو كې يې د كندهار د ګمرك په وړاندې ليدلې وه، ملګري مې كيسه كوله:
هغې ډېرې زړې جامې اغوستې وې، تا به ويل سوالګره ده، يوه سړي ورته ډېر سپك ښكنځل وكړل او ورته ويې ويل، ووځه دباندې ودرېږه...
زما ملګرى، چې په همدې ګمرك كې يې كوم كار بند و، زياتوي:
ما چې د سپين سرې حالت ته وليد، په زړه كې پوښتنه راته پيدا شوه، چې دا څوك ده، څه كار لري؟ ما تر څه هڅو وروسته ورسره خبرې ورسره پيل كړې، هغې ځان سمنبو بادغيسۍ رامعرفي كړ، چې يو وخت په كابل ټلويزيون او راډيو كې د هغې پر شعرونو تبصرې كېدې او پروګرامونه پر جوړېدل، يو كتاب يې هم چاپ شوى و، چې زما ملګري ته يې يو ټوك وركړى و، خو روزګار داسې ځپلې وه چې اوس يې سوالګري كوله. دوې لوڼې يې درلودې خو تر واده وروسته ورڅخه وركې وې. دې غوښتل كابل ته لاړه شي.... خو دلته يې غوښتل د ګمرك له رئيس سره وګوري او څه پيسې ځنې وغواړي.... خو له بده مرغه ترپايه بريالۍ نه شوه...
په هر صورت، كه خبره رانه اوږده نه شي بېرته به د ارواښاد سيد عبدالخالق صادق د ژوند كتاب راوسپړو، چې د وخت ګردونه ورباندې انبار نه شي.
سيد عبدالخالق صادق دارواښاد ميرا آغا زوى په 1320 ل كال په كندهار كې زېږېدلى و. كله چې نوموړى ارواښاد ژوندى و، په خپل ژوندليك كې يې راته ليكلي دي، چې تر دوولسم ټولګي پورې يې په بېلابېلو ښوونځيو كې خپلې زده كړې ترسره كړي او نور دوديز- ديني علوم يې د كندهار په ګڼو ديني مدرسو او جوماتونو ترسره كړي دي.
له اته كلنۍ څخه يې شعرونه ليكل چې تر دې مهال يې تر شلو ډېرې شعري ټولګې خپرې شوې دي، چې اكثره كتابونه يې په دوديزه بڼه چاپ شوي، چې د كندها ركتابپلورونكو د خپل ذوق او شوق له مخې د ده ځينې ټولګې خپرې كړي، يا هم ځينو كسانو د سندرغاړو له خولو د ده شعرونه ليكلي او بيا يې په كتابي بڼه چاپ كړي دي.
لكه څنګه چې مخكې د سندرغاړو يادونه وشوه، د ارواښاد سيد عبدالخالق شعرونه زياتره د سندرغاړو له خوا په سندريزه بڼه هم تر مينه والو رسېدلي دي، لكه ارواښاد عبيدالله جان كندهارى، چې د صادق صاحب شعرونو د هغه هنر او د نوموړي خوږ اوازه سندرغاړي د ږغ او موسيقيت هنر، د صادق صاحب شعرونو ته افاقيت ورپه برخه كړ. دغه راز سيد محمد او د كندهار نور سيمه ييز سندرغاړي، چې اوس يې هم شعرونه په ترنم كې وايي.
د ځينو مهمو خپرو شويو كتابونو نومونه يې دا دي:
د مرجانو امېل، منتخبات صادق، همېشه بهار، كليات(لومړى ټوك)، كليات(دويم ټوك) د هيلو كاروان، د كندهار ښكلا، د ادب طلوع، همېشه ګلزار، د حسرت اوښكې او داسې نور...
د غزل تر څنګ يې نشرحې، قطعې، څلوريزې، طنزيه شعرونه، طنزيه منظوم داستانونه، ترجېع بند، تركيب بند او... ليكلي دي.
كه څه هم د مجاهدينو حكومت تر مهاله يې ارګ بازار ته نژدې د معاملاتو د لارښوونې دفتر درلود، خو تر هغه وروسته يې د ژوند شنه ونه د خزان له هغو تباه كوونكو وحشي بادونو سره مخ شوه، چې زموم د كړېدلي هېواد د ډېرو انسانانو هغه ورسره لاس ګرېوان وه. (البته كه څوك دغې سيمې ته سر ورښكاره كړي، د يوه دوه پوړيزې زړې ودانې پر دويم منزل، د يوې برنډې مخې ته ليكل شوي دي:
رهنماى معاملات سيد عبدالخالق صادق (شاعر) دا كرښې په تور خط ليكل شوي دي)
په وروستيو كلونو كې نوموړي هم ځينې شعرونه په خپل ږغ كې دكلمه كړل، چې د كسټونو په بڼه بازار راووتل او اكثره يې اصلاحي، انتقادي او ټولنيز شعرونه وو، چې ځوانان به دا كيسټونه رانيول او څرنګه چې د طالبانو د حكومت پر مهال پر موسيقۍ بنديز لګېدلى و، نو ځوانان او سپين ږيرو به دا شعرونه اورېدل، پر ځينو طنزيه بيتونو به يې خندل او ځينو اصلاحي او انتقادي بيتونو ته به يې سرونه ښورول.
نوموړي د ولسي شاعرۍ په ډګر كې د (لوى كندهار په كچه) يو ملي ريكارډ ټينګ كړى، نه يوازې په كندهار كې بلكې د ټولې حوزې په كچه يې ځان ته ځانګړى محبوبيت ترلاسه كړ، په دې ولايت كې بل داسې شاعر نه شته چې دده تر كچې يې شعرونه ترنم كې ويل شوي وي. صادق په ولس كې يو محبوب شاعر دى، چې ښايي د ده په څېر ګڼ كسان په دې ډګر كې رامنځته شي خو د ده په كچه به محبوبيت ترلاسه نه كړي.
د شعر اكثر مينه وال يې نالوستي كسان دي، ځكه د ده شعرونه د سندرغاړو په اوازونو او د موسيقۍ په سرو تال كې رانغاړل شوي او په ټول ولس كې حل شوي دي. په كندهار كې به د لوستو او نالوستو كسانو په ګډون داسې څوك نه وي چې د دې ښاغلي يو-دوه شعره يې په ياد نه وي، كه څه هم تكړه او برلاسي شاعران ډېر وو او اوس هم شته، خو د صادق ذهني او فكري اړيكي له سندرو سره ډېر وو، چې اوس يې هم د پخوا په شان په ډېرو مجلسونو او ناستو كې شعرونه پر ژبو ګرځي، د همدې محبوبيت له مخې د كندهار ټول خلك ورته درناوى كوي او په درنه سترګه ورته ګوري. د نوموړي په شاعرۍ كې ډېرې ښكلې بېلګې شته لكه:


د هر چا چې مخامخ و مخ ته ناست هغه دلبر وي
هره شپه بې د شب قدر، هره ورځ بې د اختر وي
د هر چا چې و بغل ته ناست وي يار او ريبار دواړه
پريوه خوا بې سپوږمۍ وي، پر دا بله خوا بې لمر وي


ډېر نالوستي شاعران چې پر شعر ليكلو پيل كوي، نو په لومړي سر كې د صادق له شاعرۍ څخه مرسته غواړي او د ده شعر تر اغېز لاندې شعرونه ليكي. د صادق شاعري د پند او نصيحت شاعري او د ټولنې رښتيني انځورګري ده، چې د ولس رښتينې هيلې او نيمګړتياوې رابرسېره كوي.
نوموړي ځينې لنډې كيسې هم ليكلې دي، چې ځينې كيسې يې د ده خپل خط له ما سره خوندي دي، په خپلو كيسو كې يې د ځينو پخوانيو سياسي نظامونو غندنه شوې، د هغه مهال ژوند يې په كې انځور كړى دى، چې زما په نظر زياتره د خاطرو بڼه لري. د (خلق) او (پرچم) د ظلمونو كيسې يې كړي، د ځينو مظلومو انسانانو برخليك يې انځور كړى، چې په نه ګناه، د زندانونو د تورو تمبو شا ته د خپل بخت په ستوري پسې لارې څاري او ځينې خو تر دم ګړيه لادركه دي.
دا هغه شاعر دى چې د ټول افغانستان او شا و خوا سيمو خلك يې له شعر او هنر سره بلدتيا لري، دى نه يوازې د ټولنې يودردمن، ځورېدلى او كړېدلى شاعر و، بلكې د چاپېريال او ولس د ټولو رواني او عيني ستونزو، غوښتنو او پېښو يو ښه انځورګر هم و. د شعر زرينې تابلوګانې يې د هر لېوال او مينه وال د زړه پر دېواله ځړېږي.
نوموړى د ۱۳۸۰ل كال د زمري پر شپږويشتمه نېټه په كندهار كې ومړ، چې د لويې ويالې شمال لوري ته د (طالبانو) هديره كې خاورو ته سپارل شوى دى، تر هغه ځايه چې ما معلومات كړي دي، زوى يې مباركشاه اوس د شپږو كلونو دى، خو د كورنۍ اقتصادي ستونزې يې ډېرې دي، يوازې د مباركشاه ماماګان ورسره د اقتصادي ستونزو په اوارۍ كې همكاري كوي.
د سيد عبدالخالق صادق د قبر رغونې ته دولتي چارواكو هېڅ پاملرنه نه ده كړې، لكه څنګه چې نوموړى په ژوندوني هم د دولتي چارواكو له نظره لوېدلى و، تر مړينې وروسته هم له دوى څخه هېر دى.