د پښتنو ستر شاعر رحمان بابا
2008-02-19 00:57:43
د پښتنو ستر شاعر رحمان بابا
ليكوال: هارون رشيد
|
|
له اردو نه د صالح محمد ژباړه
پښتو كلتور او ادبيات د وروستيو كلونو، په تېره بيا د طالبانو او اسامه بن لادن د كړنو له كبله ډېر زيانمن شوى دى.
خو د انګرېزي ژبې د دوو ښوونكو په مرسته داسې ښكاري چې پښتو كلتور او ادبياتو ته ډېر پام اوښتى دى.
دا د انګرېزۍ ژبې دوه ښوونكي رابرټ سامپسون او معين خان دي، چې د پاكستان په پښتون مېشت ايالت يانې سرحد كې استوګن دي.
ښاغلي سامپسون او ښاغلى خان په تېرو څلورو كلونو كې هڅه كړې چې د پښتنو د وتلي شاعر رحمان بابا شعرونه په انګرېزۍ ژبه وژباړي، خو په زړه پورې دا ده هغه موضوع چې په ژباړل شويو شعرونو كې نه شته د (جهاد) موضوع ده.
د پښتنو وياړ:
دا كتاب چې نوم يې (د پښتنو شاعر، رحمان بابا) دى، ۹۰۰مخونه لري، چې ژباړونكو يې هڅه كړې چې سولې او مينې ته د پښتنو لېوالتيا ورزياته كړي. دا موضوع څه كم د رحمان بابا په ټولو شعرونو كې تر سترګو كېږي.
|
|
ټول پښتانه د رحمان بابا له نوم سره بلد دي او د ده اكثره شعرونه يې په ياد كړي دي.
پښتانه روڼاندي وايي چې د رحمان بابا شعرونه هغو كسانو ته ډېر غوره دي، چې په ښه توګه ورباندې پوهېږي.
د رحمان بابا د شعرونو يو بل ارزښت دا دى چې د روڼاندو په وينا تر پېړيو- پېړيو وروسته هم پښتانه د ده كتاب تر نورو كتابونو ډېر لولي او مينه ورسره لري.
د رحمان بابا شعرونه تر ۳۰۰ كلونو زيات د هغو كسانو له خوا لوستل كېدل چې د شعرونو ژبه به يې ورته ساده وه، اوس د كتاب ژباړونكي هيله من دي چې په نوره نړۍ كې به هم د رحمان بابا شعرونه ډېر لوستونكي ومومي.
په اوسني كتاب كې څلور څپركي (فصلونه) د رحمان بابا ژوند او شعري موضوعاتو ته بېل شوي دي.