خاکرېز ته يو سفر

 د کندهار ولايت خاکرېز ولسوالي تقريباً غرنۍ ولسوالي ده، ورغزېدلى کوږ او وږ سړک هم د دنګو غرونو او ټيټو غونډيو له اړخ څخه تېر شوى دى، د سړک پر شا و خوا له پرتې وچې دښتې څخه سړى دا اټکلولاى شي، چې له سيمې څخه د وچکالۍ لمن ټوله شوې نه ده، د ولسوالۍ يو قومي مشر وايي د بوم په نامه کلي ډېرى اوسېدونکو د وچکالۍ له کبله له خپلو سيمو کډې په شا کړې دي، ګڼو قومي مشرانو د خپلې ولسوالۍ د خراب سړک او وچکالۍ له کبله شکايتونه کول.

 

په خاکرېز ولسوالۍ کې د شاه اغا تاريخي زيارت هم پروت دى چې په ځينو ځانګړو ورځو کې ورته ځوانان او ان ځينې کورنۍ د مېلې لپاره ورځي، خو د ځايي اوسېدونکو اقتصاد ورسره غوړېدلى نه دى، ګڼ ځوانان له ولسوالۍ څخه د مزدورۍ لپاره نوروسيمو ته تللي، د ولسوالۍ کوچنى بازارګى دومره ګڼه ګوڼه نه لري، ځايي خلک وايي چې ولسوالۍ ته د ورغزېدلي سړک پخول او کارېزونو پاکول د دوى په وس نه دي پوره.

 

د خاکرېز يو بل قومي مشر وايي چې د چارواکو هېڅ ډول مرسته نه غواړي يوازې دې د دوى ولسوالۍ ته غزېدلى سړک پوخ شي.

 

د دې غرنۍ ولسوالۍ تقريبا په دوه کيلومترۍ کې په ريموټ کنټرول ماين باندې د يوه سراچه ډول موټر هغه ټوټې هم تر دا مهاله ښکاري چې شا و خوا اته مياشتې يې تقريبا ټول سپاره کسان په چاودنه کې ووژل شول، ځينو خاکرېزوالو خو دا هم ويل چې د سړک د خرابۍ له کبله ځينې دولت ضد وسلوال دلته دولت پلوه کسانو ته ماينونه ښخوي، يو بل قومي مخور وايي همدا د سړک خرابۍ نورې ستونزې هم ورپيدا کړيدي

 

د کندهار والي اسدالله خالد د خاکرېز اوسېدونکو ته په خطاب کې وويل چې دوى به د ولسوالۍ د سړک بيارغونه پيل کړي، خو هغه وخت چې بهرنيان يې مالي ملاتړ وکړي.

 

د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو په سپېرو څېرو کې هم دا لوستل کېدل چې وروستيو ګرانيو يې لاسونه ورتړلي دي، بېکاري، وچکالي او ناامني د سيمه ييزو اوسېدونکو ژوند اوس هم ګواښي. رښتيا هم د ولسوالۍ له ودانۍ، يوه کلنيک او زيارت پرته له شا و خوا کليو کې نه پاخه تعميرونه معلومېږي او نه د بيارغونې څرک