پاكستان او د پروېز مشرف ظاهري هڅې
2008-02-14 07:10:24
پاكستان او د پروېز مشرف ظاهري هڅې
ژباړه: صالح محمد صالح
د پاكستان ولسشمر جنرال پروېز مشرف د ۲۰۰۴م كال د جولاى پر ۲۹مه ويلي وو چې په پاكستان كې به ناراجستر شوي ديني مدرسې چې د نورو هېوادونو زده كوونكي په كې په لوست بوخت دي وتړي. دا تصميم موږ ته دا ټكى جوتوي چې مشرف غواړي يوځل بيا امريكايي پوځيان په دې تمه وساتي چې په دې برخه كې به د القاعده پوځيان ختموي. په هر صورت داسې ښكاري چې د مدرسو په راجسټر كولو سره به مشرف خكلو ته دا وښيي چې ګواكې غواړي په پاكستان كې مذهبي بنسټپالنه راكابو كړي.
شننه:
د پاكستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف د جولاى پر ۲۹مه اعلان وكړ چې تقريباً ۴۰۰، ۱ بهرني زده كوونكي دې په پاكستانۍ مدرسو كې خپلې مذهبي زده كړې پرمخ نه بيايي. زيات زده كوونكي دېته مينه وال دي چې دا هېواد پرېږدي او ويزې يې ددوى په تګ سره له كاره ولوېږي، مشرف به د مذهبي بنسټپالانو په وړاندې په ټينګه مبارزه روانه ساتي، د پاكستان د پوهنې وزير جنرال جاوېد اشرف قاضي هم د جولاى پر ۲۹مه ويلي وو، چې د ۲۰۰۵م كال تر ډسمبر پورې به دا مدرسې راجسټرېږي او تر همدې نېټې پورې به يې كار بشپړ شي. قاضي دغه راز زياته كړې وه چې په ټول هېواد كې به يې د زده كړې پر نظام بيا كتنه هم وشي چې پر ساينسي او د رياضياتو پر مضامينو يې هم ټينګار كړى و.
د مشرف دا پرېكړه د جولاى له ۷څخه تر ۲۱مې پورې په لندن كې تر بمي بريدونو وروسته ترسره كېږي، لكه څنګه چې د جولاى پر ۲۲پر شارم الشيخ باندې هم يو بريد ترسره شو. پاكستان د القاعده له حيرانوونكي سوچ او د ريښو له غزونې انكار نه شي كولاى. اوس القاعده ګواښ كړى چې خپل عمليات به ډېروي، خو پر پاكستان فشار دى، چې بايد په دغه هېواد كې د ټروريزم ريښې غوڅې كړي.
د مشرف په وړاندې يوه لار دا ده چې د نړيوالو ځواب ووايي ځكه ويل چې له دغو مدرسو څخه د جهاد مفكوره سرچينه اخلي. اوس خو دا بېخي جوته شوه ځكه د لندن په بمي بريدونو كې يو تورن كس د پاكستاني مدرسو زده كوونكى و، چې د مذهبي بنسټپالنې سوچ يې تقويه كړى و، اوس به مشرف اړ وي چې په ټول پاكستان كې دا مدرسې يو څه مهار كړي.
په هر صورت، په پاكستان كې د مدرسو د ۴۰۰، ۱ زده كوونكو په وړاندې د مشرف پاليسي يوڅه حساسه ده چې دومره به د زغم وړ نه وي، رسنيو (مطبوعاتو) هم دا موضوع ښه وپړسوله، داسې ښكاري چې تر دغې اقدام وروسته په ټول پاكستان كې د مدرسو په سلو كې ۵، ۱ زده كوونكو نومونه ثبت كړي، اوس منځلارې كورنۍ خپل ماشومان مذهبي ښوونځيو او مدرسو ته نه لېږي.
د لندن تر بمي بريدونو وروسته پر پاكستان دا فشار لا زيات شوى، د مشرف رژيم هم دا مني چې د ستونزو يوه عمده برخه ايډيالوژيكي تركيب دى. پاكستاني واكمنانو هم مدرسې خپل هدف ګرځولى چې ډېر مذهبي زده كوونكي او ښوونكي يې ونيوله، چې هغوى خپل سياسي نظر څرګند كړى و. د واكمنانو دغه كار د مذهبي محافظه كارانو توند غبرګون راوپاراوه او كېدى شي دا كار د اټكل شوې مثبتې لاسته راوړنې هيله شنډه كړي.
دا راديكال اډيالوژي يوازې بريدونه نه توليدويو بلكې جهادي ډلې دا نه شي منلاى چې د دوى ملګري دې يوازې مذهبي سوچ او ايډيالوژي ولري، ډر ژر به دوى خپله اډيالوژي په عامه توګه تصويب كړي، دغه راز به د پوځيانو مهارتونه هم ترلاسه كړي، دوى په ډېر احتياط عمل كوي. د القاعده ډلې ستونزه ډېره ژوره ده، چې په مدرسو، زده كوونكو او مذهبي ښوونكو پورې محدوده نه ده، اوس د دوى له كبله پر پروېز مشرف هم فشار پروت دى، چې ده ته به د پاكستاني په كورني سياست كې ګڼې نورې ستونزې هم پيدا كړي.
پر دې سربېره په مشرف هڅه كوي ځينې قبايلي ډلې دېته وهڅوي چې امريكايي پوځي ډلې تقويه كړي او ويې مني. په هر حال واشنګټن ښايي د مشرف تر شا په دې برخه كې خپله هڅه روانه وساتي، خو واشنګټن ډېر لږ وخت لري، امريكا غواړي چې د القاعده په وړاندې خپله مبارزه ګړندۍ كړي، كه مشرف رضايت ولري او كه يه.
انګرېزي سرچينې