د افغانانو نن، د هيلې او نهيلۍ ترمنځ

د افغانانو نن، د هيلې او نهيلۍ ترمنځ

ليکنه:  Aparna Srivastava Reddy
ژباړه: صالح محمد صالح
ځوانکى زمرى په دې وروستيو کې پر خپل دکان ګوتې وهلې دي، نوموړى د کابل په يوه له ګڼه ګوڼې ډکه سيمه، د دهمزنګ څلورلارې کې د څښاک شيان پلوري، د دکان تر څنګ يې په بمونو يوې ورانې شوې سينما وازه خوله نيولې، پر دېوالونو په سپين رنګ د ماين پاکۍ موسسې له خوا نښې کښل شوې دي، داسې ښکاري چې دا سيمه يو وخت له ماينونو ډکه وه. شپږ کاله مخکې دا ځاى د جګړې تود ډګر و.
٢٠ کلن مصطفى عمرزى هغه ځوان دى چې د امريکا له خوا د طالبانو تر ړنګېدو يو کال وروسته د ٢٠٠١م کال په اکتوبر مياشت کې، له پېښور څخه خپل هېواد ته راستون شو، خو دى غواړي افغانستان يوځل بيا پرېږدي. نوموړى وايي: ”غواړم غرب يا هم هند ته لاړ شم، کېدى شي لومړى خپلې زده کړې، وروسته واده وکړم، په افغانستان کې ګټه نه کېږي“. دى د کابل په يوه وروسته پاته برخه کې ډېر ساده ژوند لري.
دلته د اوبو يو زوړ پمپ هم ولاړ دى چې نژدې ٣٠٠کسان يې له اوبو څخه استفاده کوي. خو ګڼ خلک د کارېز اوبه کاروي، چې د نظافت او روغتيايي لارښوونو مراعت نه کېږي، په لسګونو پښې لوڅي ماشومان زده کړه نه شي کولاى.
ساجده د کابل په ده افغانان سيمه کې د قرطاسيه پلورنې يوه کوچنۍ ګاډۍ لري، دا د کابل يوه دوړنه برخه ده، د هغې چادري پر سر ده او وايي: ”زه نه پوهېږم خوشحالي وکړم که وير او ماتم، په دې کار کې ډېرې لږ ې پيسې پيدا کوم، همدومره مې په وس پوره دي“.
له تېرو کلونو راهيسې د دې هېواد خلک په هيله او نهيلۍ کې راګير دي، کله چې له دوى څخه د سپټمبر تر ٩/١١ وروسته حالت په اړه وپوښتل شي، چې په ژوند کې يې څه بدلون راغلى، دوى د خوشبينۍ پر ځاى ډېر بدبينه دي.
دلته ګڼ واړه ماشومان هم ډېر درانه مسووليتونه لري، چې په سترګو کې يې د ډېرو تجربو څرک له ورايه ښکاري، خو هيله نه لري. ګڼ ځوانان نهيلي دي. زاړه خلک هم همداسې درواخله، خو دوى هغه کسان دي چې تر جګړې مخکې يې د يوه کسب د زده کړې چانس درلود.
ميرزا د ټکسي موټر چلوونکى دى چې غواړي له دې لارې د خپل کور نفقه برابره کړي، کورنۍ يې له شوره ډکه ده، چې ٤٠ کسان ژوند په کې کوي. ميرزا وايي:
د کورنۍ ګڼ غړي مې ټول وخت په کور کې تېروي، ځکه کارونه نه پيداکېږي“.
هاخوا مصطفى عمرزى وايي: ”نن سبا خلک نوي کسبونه نه زده کوي، د ورځې يې په مزدورۍ او نورو فزيکي هڅو ګټي، د شپې يې څټي، چې د زده کړې لپاره وخت هم نه وي“.
د کابل اوسېدونکي ګڼ شکايتونه لري، نيمايي ښار تر باران لاندې شپې تېروي، نيمايي يې تر خېمو لاندې، په زرګونو يې کارونه نه شي پيدا کولاى، ماشومان په وږي نس ګرځي، ښوونځي له ګڼه ګوڼې ډک او روغتونونه يې چټل دي. اوس هم مېرمنې څېرې ويرې کالي په تن کوي، چې په کوڅو کې تر سترګو کېږي.
د نړيوالې ټولنې د مليونونو ډالرو له مرستې سره- سره افغانستان د ملګرو ملتونو او بشر حقونو ادارې په حواله د پرمختګ له پلوه د ١٧٨ هېوادونو په ليست کې ١٧٣يم هېواد دى، د افغانستان تر نوم وروسته د پنځو افريقايي هېوادونو نوم په ليست کې راغلى دى.
د ملګرو ملتونو د نفوسو اداره وايي، په افغانستان کې د عمر اټکل ٤٧کاله دى، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف په ٢٠٠٥م کال کې يوه سروې کړې وه چې د هغې له مخې په سلو کې ٢٥ افغان ماشومان تر پنځه کلنۍ مخکې مري او د دغې مړينې په سلو کې ٨٠ د هغو افتونو له کبله ده، چې مخنيوى يې کېدى شي.
د امريکا متحده ايالات چې تر دا مهاله پورې د حامد کرزي حکومت غښتلى کوي، ادعا لري چې افغانستان په تېرو کلونو کې د نړيوالې ټولنې په مرسته د حيرانۍ وړ پرمختګ کړى دى، د سپټمبر پر ٢٧مه د امريکا په دولتي ويبپاڼه کې يوه ليکنه خپره شوه، چې په کې د دغه پرمختګ ادعا راغلې ده، د ليکنې په حواله د افغانستان اقتصاد هر کال په سلو کې ١٢-١٤وده کوي، چې د سيمې په کچه دا يو چټک اقتصادي پرمختګ دى.
کله چې په ٢٠٠٦م کال د مليونونو ډالرو مرستو څېړنه وشوه، چې امريکا له افغانستان سره کړې دي، د امريکا پرمختيايي ادارې يا USAID ادعاوکړه چې ٧،٤ مليونه افغانان روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى لري، د کابل- کندهار لويه لار جوړه شوه، ٦٥٠٠٠ ښوونکي وروزل شول، د ښوونځيو ٥مليونه ټوکه کتابونه چاپ شول او ٥مليونه ماشومان ښوونځيو ته لاړل.
څرګند حقيقت دا دى چې زياتې مرستې په رښتينې بڼه افغانانو ته نه دي رسېدلي، ٣٠ کلنه عادله چې کونډه ده، د ماشومانو لپاره د اندراګاندي روغتون کې کار کوي، دا په افغانستان کې د ماشومانو لپاره يوازېنى روغتون دى، هغې د مرکې لپاره د خپلې کورنۍ له مشرانو اجازه واخيستله، هغه هېڅ نه خاندي، خپلې دندې ته ډېره خوشحاله ده، هغه د مياشتې ١٢٠٠ افغانۍ معاش لري، هغه غواړي دوه ماشومان يې زده کړه وکړي:
که کولاى شې زما ماشومانو ته د کوم بورس چانس برابر کړه“. دا هغه جمله ده چې هغې څو څو ځلې راته تکراره کړله.
د نړيوال بانک يو وروستى رپوټ په ساده او له تمې خلاف وايي: د افغانستان پرمختګ لپاره زمينه برابرول_ د ولايتي بيارغونې دفترونه يا (پي، آر، ټي) چې د اکثرو لګښت د امريکا له خوا ورکول کېږي، اکثره په همدې برخه کې هڅه کوي، خو دوى بايد دا په ډاګه کړي چې په کومه سيمه کې د امنيت شتوالي د دوى کارونه لا باارزښته کړي دي“.
اميرالدين له خپلې کورنۍ سره يوځاى په کابل کې ژوند کوي. هغه په کور کې د شپې له خوا جنراټور لګوي، چې په دري ژبه ژباړل شوي هندي سريالونه وګوري. سپين ږيرى پلار يې صفا پښتو خبرې کوي، اميرالدين د روسانو د يرغل پر مهال لوى شوى، چې اوس په دري او روسي ژبو خبرې کولاى شي، يو تنکى ماشوم يې په اردو ژبه خبرې کوي، چې د پاکستان په يوه کمپ کې يې زده کړې ده، تر هغه مشر زوى يې د انګرېزۍ په زده کړه بوخت دى.
اميرالدين وايي: ”موږ د ډيموکراسۍ راتګ ته خوشحاله يو، خو موږ برېښنا، د زده کړې او کار اسانتياوې غواړو، تر دې خو په خداى چې روسان ډېر ښه وو، لږ تر لږه يې بنسټيز کارونه خو وکړل، خلکو ته يې کارونه پيدا کېدل، دوى څه وکړل“.