بهرنيان د طالبانو په ليکو کې

بهرنيان د طالبانو په ليکو کې

د نوې نااټکل شوې وېروونکې جګړې زېږېدنه
سرچينه: نيويارک ټايمز
ليکوال:
DAVID ROHDE
د خپرېدو نېټه: د اکتوبر ٢٩مه
ژباړه: صالح محمد صالح

 


ګردېز:- افغان پوليس افسران د لويې لارې په يوه پوسته کې بوخت دي، دوى ته يو خبر رسېدلى، د يوې داسې ناپېژندويې مېرمنې په اړه چې په سره لارۍ کې سپره ده. که څه هم هغې خپل سرپه چادرۍ کې پټ کړى و، خو د عادي ښځو په پرتله ډېره اوږده ښکارېدله، کله چې پوليس ځينې پوښتنې ورڅخه وکړې، هغې يې له ځوابولو ډډه وکړه.
کله چې يې دا حجاب (چادري) ليرې کړاى شوه، دا يوه مېرمن نه، بلکې ٢٧کلن ځوان و، چې ويلاديمير اوويچ بتلوف نومېده، دى د سايبيريا اوسېدونکى و، له اوږدې سرې ږيرې، خړ پټوکي او شنو سترګو سره، په لارۍ کې دننه ١٠٠٠ پونده چاودېدونکي توکي هم ځاى پر ځاى شوي وو.
افغان او امريکايي چارواکي وايي دغه سايبيريايي کس د ځانمرګي بريد پلان درلود، دى د هغو سلګونو کسانو له ډلې يو دى، چې روان کال سيمې ته د وسلوالو طالبانو په ملاتړ د جګړې لپاره راغلي دي، له دې کبله تر ٢٠٠١م کال راهيسې تاوتريخوالي زور اخيستى دى.
بهرني جنګيالي يوازې د تاوتريخوالي نظم او جوړښت غښتلى کوي، بلکې دوى تر نورو روزل شويو ملګرو ډېر سخت سري، نه کنټرولېدونکي او افراطيان دي، د افغانستان او پاکستان د پولې پر دواړو غاړو چارواکي دا خبردارى ورکوي.
دا بهرنيان دغه راز کوښښ کوي د وسلوالو طالبانو بڼې ته هم بدلون ورکړي، دوى له يوه غوځنګ څخه په داسې زده کوونکو(طالبانو) بدلوي چې کمزورې اړيکې سره ولري، دغه بهرنيان پر افغانانو او د نشه يي توکو قاچاقوونکو باندې هم سترګې سرې کوي.
بهرني جنګيالي تر ډېره له پاکستان، ازبکستان، چيچنيا او ځينو نورو عربي هېوادونو څخه افغانستان ته اوړي، يقيناً چې په دوى کې ترکان، غربي چينايان هم شته، لکه څنګه چې يې افغان او امريکايي چارواکي يادونه کوي.
د دوى شمېر مخ پر زياتېدو دى، دپاکستان په سرحدي سيمه کې ناقانوني واکمنه ده، په ځانګړې توګه په قبايلي سيمو کې، هلته دوى د القاعدې له روزنځايونو څخه هم ګټه اخلي، د غربي ډيپلوماتانو په خبره، د القاعدې دا ډله په افغانستان، پاکستان او اروپا کې تروريسټي بريدونه کوي.
د ناټو يو مرستيال قوماندان ډګر جنرال برنارډ چامپوکس، وايي اوس په بېساري ډول بهرني جنګيالي په دغو ناامنيو کې دخيل دي، هغه زياته کړه:
که ولسي خلک ورته خوراکي توکي برابر نه کړي او ملاتړ يې ونه کړي، دا جنګيالي يې ګواښي“.
په هغو مرکو کې، چې د افغانستان په جنوب او غرب کې له سيمه ييزو چارواکو او کليوالي مشرانو سره شوي دي، دا څرګندېږي، چې له وسلوالو طالبانو سره ګڼ بهرني جنګيالي ملګري شوي، چې د هر کال په پرتله يې په شمېر کې زياتوالى هم راغلى دى.
په افغانستان کې دا بهرنيان د غربي شنونکو په باور، د منځنيو قوماندانو په څېر عمل کوي،چې سيمه ييز جنګيالي روزي او مالي امکانات ورته برابروي. د پاکستان په قبايلي سيمو کې، دوى ځانمرګي بريد کوونکي روزي، د سړک غاړې بمونه جوړوي، دغه راز هڅه کوي د افراطي طالبانو شمېر زيات کړي.
که څه هم د بهرنيو طالب پلوه جنګياليو دقيق شمېر معلومول سخت کار دى، خو غربي چارواکي او شنونکي وايي، کېدى شي طالبان به دا ډول ١٠٠٠٠ ملګري ولري، دوى وايي، خو ٢٠٠٠ يا ٣٠٠٠ يې داسې کسان دي، چې په تلپاتي ډول په افراطيت بوخت دي.
پاتې شمېر يې پس له وخته جګړه کوي، په دوى کې داسې ځوانان هم شته چې د دولت په اداروکې موجوده اداري فساد د طالبانو ملګري کړي دي، يا هم د ملکيانو د وژل کېدو له کبله خواشيني شوي دي، چې اکثره يې د امريکايي ځواکونو په بمباريو وژل شوي، يا هم ځينې يې غواړي پيسې ترلاسه کړي.
غربي ډيپلوماتان وايي، په دې وروستيو کې د ولسمشر حامد کرزي هڅو، چې له وسلوالو طالبانو سره يې خبرې اترې غوښتلې، سيمه ييز طالبان يو څه نرم کړل، افغانانو هم دا اټکل وکړ چې دوى به له افراطيت څخه راوګرځوي.
خو دا هڅه به کېدى شي له ګڼو ستونزو او ګواښونو سره مخ وي، دا ځکه دا بهرنيان ګڼ نور روزل شوي او مخکښ جنګيالي د خپلو ځايناستو په توګه ټاکي، د غربي چارواکو په وينا دا ډول بهرني جنګيالي د ناټو او امريکايي ځواکونو له خوا وژل شوي هم دي.
په عين حال کې غربي چارواکي زياتوي، پر غود بهرنيو طالب پلوه جنګيالي باور دا وښودله چې افغان طالبانو خپله مشري خپلو دغو بهرنيو ملګرو ته حواله کوي. ښاغلى ډګر جنرال برنارډ چامپوکس وايي دا د وسلوالو طالبانو بېچارګي ده.
چارواکي وايي: دوى د تاوتريخوالي مهمه برخه پرمخ بيايي، دوى د روزل شويو جنګياليو په څېر عمل کوي، د افغان او بهرنيو ځواکونوپه وژلو سره خپل ځواک څرګندوي.
غربي چارواکي وايي دا بهرنيان تر ډېره د پاکستان په قبايلي سيمو کې پر ځوانو طالبانو پانګه لګوي، چې له القاعدې سره نژدې دي، لکه سراج الدين حقاني، او انورالحق مجاهد، چې په سيمه کې ډېر نفوذ لري. ګڼ وسلوال طالبان د پاکستان په کوټه ښار کې مېشت دي، چې اوس يې شمېر په دې ښار کې کم شوى دى.
د افغان چارواکوپه وينا، ډېرى پاکستاني پوځي جنګيالي د افغانستان په جنوب کې بوخت دي، په شرقي سيمو کې عربان او ازبک جنګيالي حضور لري.