په تېر لمريز کال کې فرهنګي بهير

په تېر لمريز کال کې فرهنګي بهير

صالح محمد صالح

 تېر لمريز کال د پښتو خپرونو، کتابونو، ويبپاڼو او ويبلاګونو په ډګر کې له ګڼو لاسته راوړنو، برياوو او هيلو ډک کال و، که څه هم په دې کال کې ځينې خپرونې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې، خو ګڼ داسې کتابونه چاپ شول چې د څرنګوالي له مخې ډېر مهم وو، دغه راز دومره ويبلاګونه  او ويبپاڼې هم راووتې چې په تېرو کلونو کې يې سارى نه و ليدل شوى.

 

١٣٨٦يم لمريز کال که څه هم د افغانستان لپاره په امنيتي برخه کې له هيلو ډک نه و ، خو په فرهنګي ډګر کې ډېرو کسانو ته له لاسته راوړنو سره مل او ملګرى و، ان په هغو ولايتونو کې هم د فرهنګ د غوړېدو لپاره ځوانانو د همت مټې رانغښتې وې چې تل به يې له هسک څخه د سرو مردکيو بارانونه اورېدل، ځوان ليکوال او شاعر هميم جلالزي ته خو تېر لمريز کال د نورو هغو په پرتله يوه ښه بېلګه ښکاري:

 

”تېر کال د پښتو خپرونو د ودې لپاره يوه بېلګه کال و، په تېر کال کې د هېواد د ليکوالو او فرهنګپالو ترمنځ فرهنګي اړيکې تقويه شوې او په دې برخه کې ډېر کار وشو، سيمينارونه جوړ شول، مثلاً د کلتوري جرګې له خوا دوه سيمينارونه جوړ شول، دغه راز د خپرونو په برخه کې زياته پراختيا راغله، په تېر مهال کې موږ يوازې ادبي او فرهنګي خپرونې درلودې، خو تېر کال له نېکه مرغه، په اقتصاد کې پښتو ځانګړې خپرونه چاپ شوه، چې پانګه مجله ده،طنزيه خپرونې زياتې شوې“.

 

د تېر کال په بهير کې به د کتاب چاپولو بهير ته لږ وروسته راشو خو اوس به په دغه کال کې د پښتو خپرونو څومره والى او څرنګوالى په لنډه توګه وارزوو.

 

 سره له دې چې په دغه کال کې هم ځينې خپرونې  د غوړېدو په لومړيو کې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې، خو ځينې يې په منظم ډول چاپېدې چې ان په نورو ولايتونو او هېوادونو کې يې ګڼ لوستونکي لرل، له کابله د لپې په نامه د درې مياشتنۍ مجلې چلوونکى محمد نبي ساحل د پښتو خپرونو د دې ستونزې لاملونه راته شمېري:

 

”څو لاملونه کېدى شي، تر ټولو مهم لامل يې اقتصادي دى، کله چې ليکوال يا ژورناليسټ غواړي يوه خپرونه پيل کړي، دوى سم پلان نه ورته لري، اقتصادي سرچينې نه ورته لري، په دې تمه چې يوڅوک يې مرسته وکړي، انجوګانې، دولت يا بهرمېشتي افغانان يې مرسته وکړي، په دې تمه خپله خپرونه روانه کړي، چې تر دوو يا درېيو ګڼو وروسته سقوط شي. د دې تر څنګ غيرمسلکيتوب، د ليکوالو نشتوالى، که څه هم تکړه ليکوال مو پخوا هم لرل او اوس يې هم لرو، خو دوى اکثره وخت نه لري چې ليکنه وکړي“.

 

خو د افغانستان تر ټولو ناامنو وولايتونو کې هم تېر کال ځوانانو خپلې کلتوري او ادبي هڅې ونه درولې، د ساري په توګه به هلمند راواخلو چې په تېر لمريز کال کې د افغانستان په کچه له ستونزو او پوځي اخ وډب څخه ډکه سيمه وه، د دې ولايت ځوان ليکوال او شاعر عزيز احمد تسل وايي په فرهنګي ډګر تېر کال هلمند ولايت هم تر نورو سيمو پاته نه و:

 

”تېر شوى کال په يادولو باندې ارزي، په هلمند ولايت کې بست جريده ده، چې په پنځلسو ورځو کې يوځل چاپېږي، سيستان جريده چې په مياشت کې يوځل چاپېږي، دغه راز پګړۍ مجله چې درې مياشتنۍ ده، له دې ولايت څخه چاپېږي، د روغتياپلوشې مجله هم يادولاى شو، که څه هم د کيفيت له مخې ډېر کمزوري مضامين په کې چاپېدل، خو په تېر کال کې د نورو خپرونو معيار لوړ شوى و. بل لوري ته ازادو راډيوګانو هم تېر کال په خپلوکارونو کې ډېر مثبت بدلون راوستلى و“.

 

خو بايد يادونه وشي چې په تېر لمريز کال کې ځينو مشخصو موضوعاتو ته هم خپرونې راووتلې، چې يوازې په کندهار کې سړى څو دغسې خپرونو ته ګوته نيولاى شي، چې د موضوعي وېش اړخ ته يې پام کړى دى، د ساري په توګه د ماشوم ږغ خپرونه، چې د ماشومانو لپاره وه، عينو، چې د ښځو لپاره وه، پانګه چې اقتصادي مطالبو ته ځانګړې وه، اسلامي ډېوه چې اسلامي موضوعاتو ته ځانګړې وه، له کابله خپرېدونکې اکو بکو خپرونه، چې ماشومانو ته ځانګړې وه او داسې په لسګونو نورې خپرونې...

له دې سره- سره په ولايتونو کې د خپلواکو راډيوګانو شمېر هم د نورو کلونو په پرتله زيات شو، خو د کتاب خپرولو بهير څنګه و؟

په پېښور کې د دانش خپرندويې ټولنې مشر، اسدالله دانش چې هر کال په سلګونو کتابونه چاپوي وايي دوى په ١٣٨٦يم لريز کال کې ډېر علمي او داسې کتابونه چاپ کړل چې موضوعي ارزښت يې ډېر و.  خو کومو کتابونو ډېر بازار درلود؟ له ښاغلي دانش څخه به خبر شو:

 

”په دې کال کې چې موږ کوم قاموسونه چاپ کړي دي هغه دوه دانش انګليسي- پښتو قاموس دى، د پام وړ کتاب ژورناليستيک قاموس کتاب دى چې د عصمت څاروان په زيار چاپ شوى، دغه راز د نړيوالو مذهبونو پېژندنه او پرتلنه نومى کتاب، د پېريانو جګړې کتاب، چې زرملوال صاحب ژباړلى دى، په تېر کال کې ډکشنريانو ډېر بازار درلود،چې خلکواوس د خپلې ژبې ودې ته پام اړولى دى، انګرېزي-پښتو او پښتو-انګرېزي ډکشنري، دغه راز پښتو- پښتو قاموسونه چاپ شول، خلک سياسي کتابونه هم خوښوي“.

 

که څه هم په دغه کال کې د کتاب چاپولو په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نړيوال معياري سيسټم اى، اس، بي، ان کې ګډون وکړ، چې په دې توګه به افغاني کتابونه په نړيواله کچه يو هويت ترلاسه کړي، خو لا هم ځينې کسان وايي په دغه هېواد کې د کاپي رايټ مسئلې ته پام نه کېږي، د ساري په توګه، د کتاب چاپولو يوه اداره که يو کتاب په خپل لګښت چاپوي، د کتابونو يو بل پلورونکى هغه کتاب په هغه بڼه په قاچاقي ډول چاپوي او بازار ته يې وړاندې کوي، په کندهار کې د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر عبدالاحمد محمديار دا يوه ستره ستونزه ګڼي چې په تېر کال هم موجوده وه،هغه وايي دغه قانون بايد جوړ او تصويب شي:

 

”د مطبوعاتو او کتاب چاپولو بهير تېر کال ډېر ګرم و، سخته اړتيا ليدل کېږي چې د کاپي رايټ قانون جوړ شي، فرهنګي ټولنې کتابونه چاپوي، نور خلک ولاړېږي هغه کتابونه بيا چاپوي، چې د دوى ترمنځ يو لړ ستونزې او جنجالونه ولاړېږي، دلته اصول او قانون نه شته، په دې لړ کې د فرهنګي ټولنو او ليکوالو ترمنځ يولړ جنجالونه او ستونزې ايجادېږي، چې زما په نظر د خواشينۍ وړ ده، که دغه قانون د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا تصويب شي او پام ورته وکړي، په دې توګه به د دغو جنجالونو مخنيوى شوى وي“.

 

تېر کال د فرهنګي ټولنو غونډې، مشاعرې او سيمينارونه هم هېر شوي نه وو، د دې تر څنګ د پښتو لپاره په برېښنايي ډګر کې هم د پرمختګ دروازې خلاصې وې، چې ګڼې نوې ويبپاڼې او د ليکوالانو په لسګونو ويبلاګونه ډګر ته راووتل، ځوان ليکوال او شاعر هميم جلالزى  د ځينو دغو پاڼو نومونه راته اخلي او د دې پرمختګ ارزونه کوي:

 

”لر او بر په نامه يوه ويبپاڼه جوړه شوې ده، چې په پښتو، دري، اردو او انګرېزۍ ژبو ليکنې خپروي، د تاند په نامه يوه معياري ويبپاڼه راوتلې ده، چې ډېره په زړه پورې علمي او معلوماتي پاڼه ده، د جرګې په نامه يوه پاڼه جوړه شوه، يو بل څه چې سړى يې بايد يادونه وکړي هغه په پښتو کې د لسګونو ويبلاګونو جوړول دي، چې اوس به يې شمېر تر سلو اوښتى وي، دا په پښتو کې يوه نوې تجربه وه، پښتو خو دا يو څو کاله نه کېږي چې د انټرنټ د کلي کوربنه شوې، خو بيا هم په لږ وخت کې ډېر پرمختګ په کې شوى دى، د افغانستان دولت يا د ژبو لپاره کار نه کوي، يا په ځانګړې توګه د پښتو لپاره، کار که ورته شوى دى ولس ورته کړى دى.“

 

د افغانستان په شمالي او ختيځو ولايتونو کې هم تېر لمريز کال د فرهنګي هڅو د غوړېدا کال و، چې هلته هم ځوانو فرهنګپالو او ليکوالو قلم په لاس او په دې ډګر کې خولې تويولې، په دې هيله چې نوى لمريز کال هم په فرهنګي بڼ کې نوې غټۍ او ګلان وسپړېږي. تل بل کال او بل پسرلي مو ژوند سمسور او قلمونه ګړندي اوسه.