د هلمند ولايت د تېر کال بشري وضعيت ته لنډه کتنه
2008-03-20 08:45:57
د افغانستان تر ټولو ستر ولايت هلمند کې بشري او ټولنيز وضعيت د بل هر ولايت په پرتله کړکېچن ځکه ګڼل کېده چې جګړو، ناامنيو او پراخې بېوزلۍ په کې پراخه شوه. د دې ولايت د پوهنې، روغتيا، کار موندنې او نورو ټولنيزو برخو کې لا هم ستونزې موجودې وې...
په نړۍ کې يو مليون ماشومان په کانونو کې کار کوي
2008-03-20 08:35:06
د ملګرو ملتونو سازمان، په دې وروستيو کې د ماشومانو د کار په وړاندې د مبارزې په ورځ اعلان کړه، چې لا هم په نړۍ کې يو مليون ماشومان د بېوزلۍ له کبله په کانونو کې درانه کارونه کوي...
استاد محمد ګل نوري، ژوند او اثار يې
2008-03-14 10:35:58
ما غوښتل چې پر استاد محمد ګل نوري باندې يو كتاب وليكم، دا د ځينو دوستانو غوښتنه هم وه، چې له ما سره يې د ماخذونو د برابرولو ژمنه هم كړې وه، د ښاغلي حمدالله صحاف دې كور ودان وي، اوسني ماخذونه هغه راته برابر كړل، چې ما په كوټه كې په خورو ورو كاغذونو كې ځينې يادښتونه واخيستل. ډېره هڅه مې وكړه چې په كابل او نورو سيمو كې هم دوستان راسره مرسته وكړي،
سهيل لوېديزه حوزه او په كلتوري ډګر كې پراته خنډونه
2008-03-14 10:29:47
اكثره خلك د سهيل لوېديزې حوزې په استازيتوب پر همدې ولايت ډېر حساب كوي، دوى وايي چې د دې ولايت كلتوري ښېرازي د ټولې حوزې په كچه خپل اغېز او حيثيت لري. د دې ولايت استوګنو خلكو كه يو وخت يې د ايراني صفويانو زړونه لړزول، د عثماني تركيې لپاره هم ارزښتمنه سيمه وه. دغه راز په راوروسته كلونو كې هم ځانګړى مركزي ټكى و، د خپلې مبارزې ډګر يې تود ساتلى دى او زياتره پاڅونونه ورڅخه سرچينه اخلي.
دا دومره ډېرې خپرونې لوستونكي لري؟
2008-03-14 10:19:39
په هر هېواد كې چې مطبوعاتي خپرونې زياتې وي، په هماغه كچه بايد لوستونكي او مينه وال هم ولري، كه چېرې خپرونې زياتې خو په لوستونكي قشر كې يې لږ كسان وي، دا د ګټې پر ځاى تاوان رسوي، ځكه هم به هېواد او ټولنې ته يو اقتصادي ګوزار رسېدلى وي، هم به يې هسې د خلكو وخت بېځايه ضايع كړى وي.
افغاني غالۍ، د سوداګرۍ په ډګر کې يوه ارزښتمنه لاسته راوړنه
2008-03-02 03:23:41
د افغانستان په مهمو لاسي صنعتونو کې يوه هم غالۍ ده چې څو پېړۍ مخکې په يونان، مصر او نورو لرغونو ښارونو کې اوبدل کېده او د هغه مهال په شاهي دربارونو کې به کارېده چې دا ماڼۍ به ورباندې ښکلې وې، دغه راز هغه مهال هم پر دغو غاليو د ځينو فاتحينو انځورونه جوړېدل چې بيا به دا انځورونه پر دېوالونو ځوړنېدل....
مذهبي توري- له پښتو انډولونو سره
2008-03-02 03:16:10
که انګرېزي زده کوئ خامخا به د مذهبي تورو کارونې ته هم اړتيا مومئ، لاندې ګڼ مذهبي توري له پښتو انډولونو سره موندلاى شئ.
درېيمه برخه
2008-03-02 03:13:36
د انګرېزۍ ژبې بشپړ ګرامر-پرله پسې درېيمه برخه
زمانې
2008-03-02 03:12:29
د انګرېزۍ ژبې زمانې-پرله پسې دويمه برخه
ګرامر-لومړۍ برخه
2008-03-02 03:11:10
د انګرېزۍ ژبې بشپړ ګرامر دلته موندلاى شئ. لومړۍ برخه
څوك به ټولنه جوړوي؟
2008-03-01 09:08:31
پـوهانو هغه ټولنه نېكمرغه ګڼلې، چې وګړي يې ويښ ذهن او د ګټورې هڅې لپاره ابتكاري ځواك لري. داسې څوك كولاى شي په ټولنه كې نېكمرغه ژوند وكړي، چې په خپلواك او ازادانه ډول رغوونكي كارونه وكړاى شي. كه چېرې د ټولنې هر تن د خپلو پټو استعدادونو او ذهني ځواكونو په كارونه كې له پوره غور او هوښيارۍ څخه كار واخلي...
كوكنار،افغانستان او د نړيوالو اقتصادي پلانونه
2008-02-26 09:27:45
د کوکنارو کرنه- قاچاق او دودېدنه د افغانستان لپاره يو ستر ګواښ ګڼل كېږي، چې دغه هېواد ته يې په ملي او نړيواله كچه ګوزار وركړى دى?. دا خبره نن د هر چارواكي له خولې څخه اورو، چې نړيوال ملاتړ يې هم ورسره بدرګه كوي. له همدې كبله د نړۍ زيات هېوادونه په دې باور دي چ ې افغانستان د نړۍ په كچه د مخدره توكو په توليد او قاچاق كې لومړى مقام لري.
د بيات شمېرې
2008-02-24 11:12:23
دا هغه شمېرې دي چې د بيات خيريه ټولنې له خوا ليکوالانو، شاعرانو او خبريالانو ته ورکړل شوي دي، چې دغه شمېرې يو بل ته پر يوه دقيقه يوازې يوه افغانۍ مصارف لري، خو نورو شمېرو ته هم يوه افغانۍ ارازانه تمامېږي، دلته د ځينو ملګرو شمېرې ايښودل شوي دي، که تاسې هم د کوم ليکوال، شاعر يا خبريال شمېره لرئ راويې لېږئ. مننه....
تر اوسه څومره کسانو دا بلاګ کتلى دى؟
2008-02-24 10:49:39
لاندې تاسو ته معلومېږي چې تر دا مهاله پورې څومره کسانو دغه بلاګ کتلى دى...
خداىه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک (په انځورونو کې)
2008-02-24 10:37:54
په دې برخه کې د هغو کسانو انځورونه ځاى شوي چې له دې نړۍ کوچېدلي،زياتره يې د هېواد فرهنګي، ادبي او هنري څېرې ګڼل کېږي...