بشر حقوق: ښايي د سردار داود د مړي څېړنه علمي اړخ ونه لري
2008-06-30 09:04:49
په افغانستان کې د بشر حقوقو خپلواک کميسيون وياند انتقاد کوي چې د سردار محمد داود خان د مړي په پېژندلو کې به علمي او مسلکي معيارونه په پام کې نه وي نيول شوي، نوموړى وايي تر دې مخکې هم د ډله ييزو قبرونو په راايستلو کې منل شوي معيارونه نه وو مراعت شوي.
د امريکا نوي کانديدان په خپله مبارزه کې
2008-06-30 09:03:16
په امريکا کې جمهوري غوښتونکې جان مېکن او ډيموکرات بارک اوباما د امريکا د هسپانوي ژبو سيمې ته رسېدلي او هڅه کوي د جمهوري رياست د ټاکنو په وخت کې ډېرې رايې خپلې کړي، دوى د کډوالۍ پر اصلاحاتو خبرې سره کړي، اسوشټېډ پرېس خبري اژانس په دې اړه راپور لري چې لنډيز يې دلته رااخلو
بهرني ځواکونه ناکامه دي؟
2008-06-30 09:01:56
په افغانستان کې د هر کال په تېرېدو سره د وسلوالو طالبانو بريدونه زياتېږي، د وسلوالو طالبانو بريدونه د زياتېدو په حال کې دي، د جرمني خبري اژانس يا DPA په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پر ماموريت او د وسلوالو طالبانو د بريدونو پر زياتوالي يو راپور خپور کړى چې دلته يې لولئ
بريتانوي عسکر، سخت ماموريت لري
2008-06-30 09:00:55
ځينو نړيوالو مطبوعاتو د افغانستان د ناکراره ولايت هلمند په اړه تبصرې خپرې کړي، چې په دې ولايت کې يې د بريتانوي ځواکونو حالت هم انځور کړى دى، چې دلته يې لولئ
اته ستر صنعتي هېوادونه خپلې ژمنې تازه کوي
2008-06-25 10:56:25
د جاپان په کيوتو ښار کې د اتو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د يوې سرمشريزې لپاره تيارى نيسي چې به په کې د افغانستان په برخه کې شوي تعهدات، د ايران او شمالي کوريا د اټومي پروګرام پر مسايلو خبرې کېږي، په دې اړه د جرمني خبري اژانس يو راپور خپور کړى چې لنډيز يې دلته لولئ
هلمند د کوکنارو په کښت کې نړيوال ريکارډ ټينګوي
2008-06-25 10:55:30
نژدې دى چې هلمند ولايت يوځل بيا د ترياکو په کښت کې يو بل نړيوال ريکارډ مات کړي، زيات کوکنار د دې ولايت په مرکزي برخو کې کرل شوي چې اندازه يې پنځه دېرش زره هکټاره ځمکې ته رسېږي، په دې ولايت کې اته ويشت کاله مخکې چا ترياک نه کرل، خو اوس دا ولايت د ټول هېواد په سطحه ډېر ترياک توليدوي.
په ازبکستان کې بشري وضعيت خرابېدونکى دى
2008-06-25 10:53:44
درې ميآشتې وروسته تر هغه چې اروپايي اتحاديې د بشر حقوقو د پراختيا په برخه کې د ازبکستان د ولسمشر د هلو ځلو ستاينه وکړه، په دې راپور کې چې اوس يې اورئ ويل شوي دي چې د دې هېواد بشري وضعيت کړکېچن دى، چارواکي د نظر د اختلاف هر ډول شکل تر پښو لاندې کوي، ازاد مطبوعات سانسوروي او انټرنټي پاڼې بندوي. د ازادۍ راډيو خبريالې فرنګېس نجيب الله په دې اړه راپور برابر کړى چې لنډيز يې دلته لولئ
ايا ايران به د مخدره توکو په وړاندې مبارزه روانه وساتي؟
2008-06-24 09:02:14
ايراني ځواکونو له څو کلونو راهيسې د افغانستان پولې ته نژدې په پرتو دښتو او غزېدلو درو کې د هيروئينو او ترياکو د قاچاقوونکو په وړاندې مبارزه کړې ده، چې د امريکا او اروپا له خوا يې ستاينه شوې ده.خو اوس نړيوال د ايران د اټومي پروګرام له کبله د ايران د مخدره موادو له مبارزې څخه ملاتړ نه کوي، په دې اړه اسوشتېډ پرس يو راپور چمتو کړى چې دلته يې لولئ
د امريکا پر سفير د درغلۍ تور ولګول شو
2008-06-24 09:00:43
په البانيا کې د امريکا سفير په غيرقانوني او پټه توګه د چينايي وسلو او مهماتو په کار و بار تورن شوى دى، د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون قرارداد کوونکو دغه مهمات د افغانستان د امنيت لپاره رانيولي وو، په نيويارک کې د کانګرس څېړونکو دا خبره د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبريال ته د سه شنبې په ورځ وکړه.
په دوشنبه کې د يهودانو يو عبادتځاى له منځه لاړ
2008-06-24 08:59:32
په دوشنبه کې د يهودانو د يوه عبادتځاى له منځه وړل د تاجکستان يوې پخوانۍ يهودي ډلې خپل هغه عبادتځاى له لاسه ورکړ چې په دوشنبې کې يې موقعيت درلود، چارواکي وايي دوى د ولسمشرۍ ودانۍ ته څېرمه د نورو زړو ودانيو تر څنګ دا عبادتځاى هم ړنګ کړى او دلته به د جمهوري رياست لپاره يوه نوې وداني جوړېږي، په دوشنبې کې د يهودانو دا وروستى عبادتځاى تېره اوونۍ له منځه يووړل شو، چې د سيمې دغه لرغونې يهودي ډله يې له عبادت څخه محرومه کړه.
خاکرېز ته يو سفر
2008-05-02 06:33:59
د کندهار ولايت خاکرېز ولسوالي تقريباً غرنۍ ولسوالي ده، ورغزېدلى کوږ او وږ سړک هم د دنګو غرونو او ټيټو غونډيو له اړخ څخه تېر شوى دى، د سړک پر شا و خوا له پرتې وچې دښتې څخه سړى دا اټکلولاى شي، چې له سيمې څخه د وچکالۍ لمن ټوله شوې نه ده....
په کندهار کې ناامنيو د کوکنارو اړولو کمپاين درولى
2008-04-19 14:09:00
په کندهار کې روانو ناامنيو د کوکنارو اړولو د کمپاين مخه ډب کړې ده، خو بيا هم چارواکي توانېدلي د دې ولايت په اتو ولسواليو کې په زرګونو هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
په تېر لمريز کال کې فرهنګي بهير
2008-03-20 23:36:06
تېر لمريز کال د پښتو خپرونو، کتابونو، ويبپاڼو او ويبلاګونو په ډګر کې له ګڼو لاسته راوړنو، برياوو او هيلو ډک کال و، که څه هم په دې کال کې ځينې خپرونې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې، خو ګڼ داسې کتابونه چاپ شول چې د څرنګوالي له مخې ډېر مهم وو، دغه راز دومره ويبلاګونه او ويبپاڼې هم راووتې چې په تېرو کلونو کې يې سارى نه و ليدل شوى...
هلمند ولايت او د ١٣٨٦ ل کال ځانمرګي بريدونه
2008-03-20 09:03:47
وړم کال هلمند شا و خوا د ١١ ځانمرګو بريدونو شاهد و، چې په ١٣٨٦ل کال کې په کې دوه چنده زياتوالى ليدل کېږي، د دې کال تر ټولو خونړۍ ځانمرګى بريد د وږي يا سنبلې پر ٢٦مه په ګريشک او بل د سلواغې يا دلوې پر ١١مه د لښکرګاه په جامع جومات کې وشو، چې دلته به يې په تفصيل کې ولولئ چې څومره ځاني زيان يې اړولى دى. په ١٣٨٦ل کال کې تر ډېره امنيتي شرکتونه د بريدونو ښکار شوي دي، چې تر ډېره ولسي خلکو ته هم زيان ورسېد. د ګڼو بريدونو مسووليت طالبانو پر غاړه اخيستى دى....
تېر لمريز کال او د هلمند ولايت سياسي وضعيت
2008-03-20 08:51:17
١٣٨٦ لمريز کال د هلمند لپاره څنګه کال و؟ تېر کال دغه ولايت د ډېرو خبري رسنيو د مهمو پېښو مرکز و، ناامني، بېوزلي او بېکاري د سيمې تر ټولو سترې ستونزې ګڼل کېدې چې پر ټولنيز، ښوونيز او اقتصادي نظام يې ډېر اغېز درلود...