په تېر لمريز کال کې فرهنګي بهير
2008-03-20 23:36:06
تېر لمريز کال د پښتو خپرونو، کتابونو، ويبپاڼو او ويبلاګونو په ډګر کې له ګڼو لاسته راوړنو، برياوو او هيلو ډک کال و، که څه هم په دې کال کې ځينې خپرونې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې، خو ګڼ داسې کتابونه چاپ شول چې د څرنګوالي له مخې ډېر مهم وو، دغه راز دومره ويبلاګونه او ويبپاڼې هم راووتې چې په تېرو کلونو کې يې سارى نه و ليدل شوى...
په نړۍ کې يو مليون ماشومان په کانونو کې کار کوي
2008-03-20 08:35:06
د ملګرو ملتونو سازمان، په دې وروستيو کې د ماشومانو د کار په وړاندې د مبارزې په ورځ اعلان کړه، چې لا هم په نړۍ کې يو مليون ماشومان د بېوزلۍ له کبله په کانونو کې درانه کارونه کوي...
استاد محمد ګل نوري، ژوند او اثار يې
2008-03-14 10:35:58
ما غوښتل چې پر استاد محمد ګل نوري باندې يو كتاب وليكم، دا د ځينو دوستانو غوښتنه هم وه، چې له ما سره يې د ماخذونو د برابرولو ژمنه هم كړې وه، د ښاغلي حمدالله صحاف دې كور ودان وي، اوسني ماخذونه هغه راته برابر كړل، چې ما په كوټه كې په خورو ورو كاغذونو كې ځينې يادښتونه واخيستل. ډېره هڅه مې وكړه چې په كابل او نورو سيمو كې هم دوستان راسره مرسته وكړي،
سهيل لوېديزه حوزه او په كلتوري ډګر كې پراته خنډونه
2008-03-14 10:29:47
اكثره خلك د سهيل لوېديزې حوزې په استازيتوب پر همدې ولايت ډېر حساب كوي، دوى وايي چې د دې ولايت كلتوري ښېرازي د ټولې حوزې په كچه خپل اغېز او حيثيت لري. د دې ولايت استوګنو خلكو كه يو وخت يې د ايراني صفويانو زړونه لړزول، د عثماني تركيې لپاره هم ارزښتمنه سيمه وه. دغه راز په راوروسته كلونو كې هم ځانګړى مركزي ټكى و، د خپلې مبارزې ډګر يې تود ساتلى دى او زياتره پاڅونونه ورڅخه سرچينه اخلي.
دا دومره ډېرې خپرونې لوستونكي لري؟
2008-03-14 10:19:39
په هر هېواد كې چې مطبوعاتي خپرونې زياتې وي، په هماغه كچه بايد لوستونكي او مينه وال هم ولري، كه چېرې خپرونې زياتې خو په لوستونكي قشر كې يې لږ كسان وي، دا د ګټې پر ځاى تاوان رسوي، ځكه هم به هېواد او ټولنې ته يو اقتصادي ګوزار رسېدلى وي، هم به يې هسې د خلكو وخت بېځايه ضايع كړى وي.