بدل ودونه ستونزې رامنځته کوي
2008-02-15 07:58:59
د کورنيو تر منځ د خويندو او وروڼو لپاره د بدل د ودونو د کلونو، کلونو زوړ دود د اړيکو د ټينګولو او پيسو د سپما لپاره تر سره کيږي، خو کله چې يو واده په ناسمه لاره روان شي، نو غميزې پايلې رامنځته کوي.
د هلمنديانو د بې وزلۍ دليل څه دى ؟
2008-02-15 07:55:04
په هلمندولايت كې دفقر اوغربت ترټولو سترلامل جنگ جګړې اونارامۍ بلل كيږي . ددغه ولايت له ډيرو سيمو څخه ترلاسه شوو شميرې ښيي چې په هره جګړه ځپلې ولسوالۍ كې ترسم نيمايي ډيرخلك له بې وزلۍ سره لاس اوګريوان دي . اوډېرنور شمير يي كه څه هم په نسبتاً ارامو سيمو كې ميشت دي خو بيادكار او روزګارنشتوالي له غربت سره مخامخ كړي دي .
ڼکى که زڼکى؟
2008-02-15 07:51:30
ڼكى د ښآغلي نوراحمد قرانمل د كتاب نوم دى، د كتاب پر لومړۍ پښتۍ دغه جمله ليكل سوې ده: ”هغه پښتو نوم چي په سر كي يې (ڼ) كارول سوى دى“. ښاغلي قرانمل ورور په دي كتاب كي دغه جوتېدو هڅه كړې، چي په پښتو كي هغه تورى هم پيدا سوى، چي له ڼ څخه پيلېږي. زه به دلته لومړى د ښاغلي نور احمد قرانمل دلايل رانقل كړم، چي په دي كتاب كي يې د دغه توري په باب راوړي دي.
د ليكوالو د پاملرني وړ
2008-02-15 07:49:22
ليكوال د ټولني هغه منور كسان دي چي په ټولنه كي لوړ او اوچت ځاى لري، لوستونكي د دوى هري وينا او ليكني ته په قدر او عزت ګوري او حتى د دوى ويناوي او پندونه د خپل ورځني ژوند موخه او كړنلاره ګرځوي.
رواني داستاني ادبيات
2008-02-15 07:40:00
هغه ادبيات چې تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته په اروپا او ان په ټولـه نړۍ كې پيدا شول خصوصاً د روانشناسۍ تر اغېزې لاندې دي او تر ډېره حده هغه پولـه چې د هنر، ادبياتو او روانشناسۍ تر منځ موجوده وه لـه منځه لاړه. كه ديونان كلاسيكو ادبياتو ته ځير شو ، دا به جوته شي چې د هغه وخت ادبياتو هم د خپل زمان لـه رواني تندې څخه رنګ اخيستى دى.
شاعر
2008-02-15 07:37:59
هرمان هسه په 1877 ع كال د المان په جنوب كې زېږېدلى دى. په 1946 ع كال يې د نوبل ادبي جايزه واخيسته. د هسه په ټولو اثاروكې د شرق د فلسفې اروا ځلېږي...