ستاسو فال
2008-02-21 09:18:54
د مياشتې په حساب خپل فال وګورئ- په تېر پسې
ناول، ولې او څنګه؟
2008-02-19 06:59:15
يوه كتاب پلورونكي ملګري هغه ورځ راته وويل چې په دې ورځو كې ناولونه خورا ډېر لوستونكي لري، چې زياتره يې ځوانان دي. ښايي همدا وجه وي چې ناول ليكلو او ژباړلو ته ګڼو كسانو مخه كړې او د ناولونو ليكوالان هم ډېر شوي دي. كه چېرې د نړۍ غوره ناولونه خپلې ژبې ته راوژباړو، وروسته به د غوره تخليق لپاره ښايسته مرسته راسره وكړي.
انځورګره مبارك شه!
2008-02-19 06:56:34
”كه څه هم ځينې كسان كيسه او داستان سره يو ګڼي، خو كه داستان د ادبياتو يو داسې ډول وګڼو، چې شپېته اويا كاله وړاندې زموږ په هېواد كې دود شوى، بيا يې د اروپايي ليكوالو د سبك پر بنسټ يوه بڼه خپله كړې ده، نو بايد چې د كيسې او داستان ترمنځ توپيرونو ته هم نغوته (اشاره) وكړو.
بسپن غاړى
2008-02-19 01:06:02
د دنګو غرونو په لمن کې يوه ارته ځمکه ده چې کلي او کورونه يې د ښارونو غوندې ګڼ نه دي، دا د غزني ولايت قره باغ ولسوالي ده، چې خلک يې ډېر ساده ژوند لري، په يوه برخه كې يې د چنارونو او سپېدارو دنګې دنګې او ګڼې ونې ولاړې دي، چې مازيګر مهال يې سړه هوا د هرچا زړه ته تازګي وربخښي. بل پلو بيا شنې کروندې او داسې ځمکې هم شته...
لـهـجه يـي يـووالـى، سـتــونـزه كــه اړتيا؟
2008-02-19 01:04:24
ځينې كسان كه د كوم ستر او ګټور كار لپاره ذهني تيارى نيسي، نو خامخا به له يوشمېر داسې ټكرونو، ستونزو او خنډونو سره مخامخېږي، چې بايد ځان ورته چمتو او ځواكمن كړي. ځكه د ځينو كارونو پيل ستونزمن وي او د ځينو نورو ترسره كول...
بې رشاده شوو!
2008-02-19 01:02:37
استاد علامه عبدالشکور رشاد بابا د روان لمريز كال د ليندۍ پر يوولسمه نېټه، د غرمې د دوولس نيمو بجو په شا و خوا له دې نړۍ وكوچېد. د اوسنۍ زمانې ټولې ناخوالې، دردونه او ربړې يې موږ ته راپرېښودې
د كندهار نوموتى ولسي شاعر، سيد عبدالخالق صادق
2008-02-19 00:58:55
د طالبانو د واكمنۍ د منځ كلونه وو، چې له ارواښاد سيد عبدالخالق صادق سره مې د كندهار په ادبي بنډارونو كې پېژندنه پيدا شوه، له نوم سره خو يې له پخوا، ان ماشومتوبه اشنا وم، ځكه په ګڼو سندرو كې مې د ده نوم اورېدلى و.
د پښتنو ستر شاعر رحمان بابا
2008-02-19 00:57:43
پښتو كلتور او ادبيات د وروستيو كلونو، په تېره بيا د طالبانو او اسامه بن لادن د كړنو له كبله ډېر زيانمن شوى دى. خو د انګرېزي ژبې د دوو ښوونكو په مرسته داسې ښكاري چې پښتو كلتور او ادبياتو ته ډېر پام اوښتى دى...
خپلې تالې وګورئ
2008-02-15 07:33:37
که په هره مياشت کې پيدا شوي ياست، خپل فال وګورئ.