د هلمند موسى کلا ولسوالي

د هلمند موسى کلا ولسوالي چې شا و خوا يې اوس هم ګڼ وسلوال طالبان فعال دي، د هلمند هغه سيمه ده چې ډېرې جګړې په کې شوي دي، دوې بهرنۍ خبريالانې دې ولسوالۍ ته ورغلي له اوسني ولسوال سره يې کتلي، ولسوال څه ورته ويلي؟ صالح محمد صالح يې مهم ټکي يې رااخيستي دي

بريتانوي عسکر، سخت ماموريت لري

ځينو نړيوالو مطبوعاتو د افغانستان د ناکراره ولايت هلمند په اړه تبصرې خپرې کړي، چې په دې ولايت کې يې د بريتانوي ځواکونو حالت هم انځور کړى دى، چې دلته يې لولئ

هلمند د کوکنارو په کښت کې نړيوال ريکارډ ټينګوي

نژدې دى چې هلمند ولايت يوځل بيا د ترياکو په کښت کې يو بل نړيوال ريکارډ مات کړي، زيات کوکنار د دې ولايت په مرکزي برخو کې کرل شوي چې اندازه يې پنځه دېرش زره هکټاره ځمکې ته رسېږي، په دې ولايت کې اته ويشت کاله مخکې چا ترياک نه کرل، خو اوس دا ولايت د ټول هېواد په سطحه ډېر ترياک توليدوي.

هلمند ولايت او د ١٣٨٦ ل کال ځانمرګي بريدونه

وړم کال هلمند شا و خوا د ١١ ځانمرګو بريدونو شاهد و، چې په ١٣٨٦ل کال کې په کې دوه چنده زياتوالى ليدل کېږي، د دې کال تر ټولو خونړۍ ځانمرګى بريد د وږي يا سنبلې پر ٢٦مه په ګريشک او بل د سلواغې يا دلوې پر ١١مه د لښکرګاه په جامع جومات کې وشو، چې دلته به يې په تفصيل کې ولولئ چې څومره ځاني زيان يې اړولى دى. په ١٣٨٦ل کال کې تر ډېره امنيتي شرکتونه د بريدونو ښکار شوي دي، چې تر ډېره ولسي خلکو ته هم زيان ورسېد. د ګڼو بريدونو مسووليت طالبانو پر غاړه اخيستى دى....

تېر لمريز کال او د هلمند ولايت سياسي وضعيت

١٣٨٦ لمريز کال د هلمند لپاره څنګه کال و؟ تېر کال دغه ولايت د ډېرو خبري رسنيو د مهمو پېښو مرکز و، ناامني، بېوزلي او بېکاري د سيمې تر ټولو سترې ستونزې ګڼل کېدې چې پر ټولنيز، ښوونيز او اقتصادي نظام يې ډېر اغېز درلود...

د هلمند ولايت د تېر کال بشري وضعيت ته لنډه کتنه

د افغانستان تر ټولو ستر ولايت هلمند کې بشري او ټولنيز وضعيت د بل هر ولايت په پرتله کړکېچن ځکه ګڼل کېده چې جګړو، ناامنيو او پراخې بېوزلۍ په کې پراخه شوه. د دې ولايت د پوهنې، روغتيا، کار موندنې او نورو ټولنيزو برخو کې لا هم ستونزې موجودې وې...

بُست تاريخي کلاوې وروستۍ سلګۍ وهي

د هلمند ولايت، لښکرګاه ښار کې بست تاريخي سيمه، چې د دې ښار په ختيځ لوري کې پرته ده، نژدې يو کيلومتر ساحه يې نيولې ده، چې د دې تاريخي سيمې ځينې برخې پر ځاى پاته دي، چې د تېرو کلونو اورښتونو زيانمنې کړي، خو زياته برخه يې د هلمند رود پر غاړه پرته ده، چې ځينې کسان ورڅخه د شخصي کورونو کار اخلي.