د کوکنارو پر ځاى پټاټې
2008-06-30 09:05:58
د کوکنارو پر ځاى د کچالانو يا پټاټو د خرڅلاو له لارې د کافي پيسو ګټل کليوالو افغانانو ته په باميان ولايت کې اسانه شوي دي. هلته د يوه بهرني په مرسته د کچالانو د ساتلو څو زېرخانې جوړې شوې دي چې تر ډېره يې تازه ساتي، دا تجربه د ٦٨کلن رووي، له خوا شوې چې په امريکا کې د غنمو او نورو سبزيجاتو اته سوه نهه هکټاره کروندې لري، اسوشټېډ پرېس خبري اژانس په دې اړه راپور لري، چې مهم ټکي يې دلته لولئ
افغاني غالۍ، د سوداګرۍ په ډګر کې يوه ارزښتمنه لاسته راوړنه
2008-03-02 03:23:41
د افغانستان په مهمو لاسي صنعتونو کې يوه هم غالۍ ده چې څو پېړۍ مخکې په يونان، مصر او نورو لرغونو ښارونو کې اوبدل کېده او د هغه مهال په شاهي دربارونو کې به کارېده چې دا ماڼۍ به ورباندې ښکلې وې، دغه راز هغه مهال هم پر دغو غاليو د ځينو فاتحينو انځورونه جوړېدل چې بيا به دا انځورونه پر دېوالونو ځوړنېدل....
كوكنار،افغانستان او د نړيوالو اقتصادي پلانونه
2008-02-26 09:27:45
د کوکنارو کرنه- قاچاق او دودېدنه د افغانستان لپاره يو ستر ګواښ ګڼل كېږي، چې دغه هېواد ته يې په ملي او نړيواله كچه ګوزار وركړى دى?. دا خبره نن د هر چارواكي له خولې څخه اورو، چې نړيوال ملاتړ يې هم ورسره بدرګه كوي. له همدې كبله د نړۍ زيات هېوادونه په دې باور دي چ ې افغانستان د نړۍ په كچه د مخدره توكو په توليد او قاچاق كې لومړى مقام لري.
عمان او كنټرول شوې ګرځندويي
2008-02-24 10:19:51
عمان، د عربستان د شبه جزيرې په پاى كې پروت دى، چې له موسمي اورښتونو څخه برخمن دى او د فارس خليج په لانجمنه سيمه كې يو ځانګړى نوم لري. دغه هېواد ناڅاپه متوجه شوى، چې د پلورنې وړ او غوره شتمنۍ لري. د ګرځندويانو ګڼ شمېر دغه هېواد د ګرځندويي يوه نادره موخه ګڼي، چې پراخې دښتې، غرنۍ سيمې، سيندونه او تاريخي ځايونه لري....